عبدالله عبدالله: پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه د ایران پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض بللی.
عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو په غبرګون ویلي، چې یاد بریدونه د نړۍوالو اصولو خلاف دي.
نوموړي زیاته کړې: «د ایران پر خاورې د بریدونو پیل په داسې حال کې چې د ځینو عربي هېوادونو د منځګړیتوب هڅې او مذاکرات روان وو، په کلکه غندو او دا د ایران د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولو».
ډاکټر عبدالله عبدالله له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه کړې، چې له بشپړ زغم څخه کار واخلي او د کړکېچ د زیاتېدو پرځای دې اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
