اسراییل ۱۲ چینل: د خامنهيي پر استوګنځي ۳۰ بمونه غورځول شوي او ۳۰ جګپوړي مشران په نښه شوي

د اسراییل ۱۲ چینل راپور ورکړی، چې پر ایران د اسراییل په لومړنیو بریدونو کې د یاد هېواد د مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون ۳۰ لوړپوړي ایراني مشران او پوځي قوماندان په نښه شوي دي.
اسراییلي چارواکو ادعا کړې، چې خامنهيي احتمالا وژل شوی دی. خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي:« تر هغه ځایه چې زه خبر یم، خامنهيي ژوندی دی».
د اسراییل ۱۲ چینل ویلي، چې اسراییل له امریکا سره په همغږۍ د خامنهيي په استوګنځي ۳۰ بمونه غورځولي دي او د راپورونو لهمخې، د برید پرمهال خامنهيي هم په خپل استوګنځي کې و.
په یادو لومړنیو بریدونو کې د ایراني مشرانو او چارواکو د وژل کېدو په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسراییل کان شبکې ویلي، چې داسې نښې نښاني شته چې د خامنهيي زوی مجتبی خامنهيي (د خامنهيي احتمالي ځای ناستی بلل کېده) هم وژل شوی دی.
د اسراییلي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې په وژل شویو کسانو کې د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال محمد پاکپور، د ایران د دفاع وزیر نصیرزاده، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د ایران د پوځ عمومي قوماندان سید عبدالرحیم موسوي، د خامنهيي احتمالي ځای ناستی علي لاریجاني، د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان علي شمخاني، د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاني، د سپاه پاسداران د هوايي ځواکونو قوماندان مجید موسوي شامل دي.
ایران تر اوسه په رسمي ډول د یادو چارواکو د مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویلي.
