کرزي پر ایران د بریدونو د درېدو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د اواري غوښتنه کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه د مسایلو د سولهییز حل په تړاو د دولتونو له نړۍوالو ژمنو سره په ټکر کې بللي. کرزي هیله ښودلې، چې د ایران خلک، افغان کډوال او د سیمې د نورو هېوادونو وګړي له بریدونو خوندي واوسي.
