د اسراییل پوځ د ایران د اوو لوړپوړو چارواکو له وژل کېدو خبر ورکړ

د اسراییل پوځ د شنبې په شپه اعلان وکړ، چې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې، د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي وژل شوی دی.
اسراییلي پوځ همداراز د ایران د دفاع وزیر عزیزنصیر زاده، د سپاه پاسداران د قومندان محمد پاکپور، د خامنهيي سلاکار علي شمخاني، د خامنهيي د نظامي دفتر رييس محمد شیرازي، د خاتم الانبیاء قرارګاه د استخباراتو د سازمان رييس صالح اسدي، د دفاعي څېړنو او نوښتونو سازمان (سپند) پخوانی عمومي مدیر رضا مظفرینیا او د «سپند» سازمان اوسنی رييس حسین جبل عاملیان له وژل کېدو هم خبر ورکړی دی.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د شنبې په سهار د اسراییل د هوايي ځواک په سلګونو جنګي الوتکو په ټول ایران کې په سلګونو نظامي موخې په نښه کړې دي.
پوځ زیاته کړه، په ټول تهران کې یې داسې څو ځایونه هم په نښه کړي، چې د ایران د امنیتي مشرتابه لوړپوړي غړي پهکې پر اسراییل د بریدونو د پلانولو او د کورنیو اعتراضونو پر مهال د ایران د خلکو د ځپلو لپاره راټول شوي وو.
