ملاله یوسفزۍ: پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله زړه ماتې او سخته خواشینې یم

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله خپله خواشینې څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، هغه نجونې چې زدهکړو ته تللې وې، نن په بېرحمۍ سره یې ژوند پای ته ورسول شو.
ملالې یوسفزۍ په سوېلي ایران کې د نجونو پر یوه ښوونځي شوی برید چې له امله یې پهکې یو شمېر نجونو زدهکوونکو ته مرګژوبله اوښتې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ولسي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو وژل، د منلو وړ نهدي او «زه یې په کلکه غندم».
هغې زیاته کړې: «زما زړه له هغو ماشومانو، کورنیو او ټولنو سره دی چې په ټوله سیمه کې د تاوتریخوالي له امله ځپل شوي دي. زه د تاوتریخوالي او د ښوونځیو او ملکي وګړو د په نښه کولو پر وړاندې په کلکه ولاړه یم».
هغې په سیمه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او د ولسي وګړو او همداراز د ښوونځيو د امنیت پر ساتنې یې ټينګار کړی دی.
