ګوترېش: د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ شخړه د منځني ختیځ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر ایران د امریکا او اسراییل وروستي بریدونه او د ایران متقابل بریدونه غندلي دي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ډول اقدامات په منځني ختیځ کې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.
ګوترېش پر ایران د امریکا او اسراییل ګډ بریدونه او د ایران د متقابل بریدونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
نوموړې زیاته کړې: «دا ډول اقدامات د داسې پېښو د لړۍ د پیل خطر لري چې په نړۍ کې د تر ټولو بېثباته سیمې «منځني ختیځ» د وضعیت کنټرول ناشونی کوي».
نوموړي د ټولو لوریو ترمنځ د شخړې او ستونزو د هواری لپاره پر مذاکراتو ټینګار کړی دی.
