د فرانسې استازی: د ایران د بریدونو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو خوندیتوب ته چمتو یو

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ژروم بونافون د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې ویلي، چې ایران باید خپلو نړۍوالو مسولیتونو ته درناوی وکړي.
نوموړي ویلي، چې د امنیت شورا یاده بېړنۍ غونډه د فرانسې د ولسمشر په غوښتنه جوړه شوې ده او زیاته یې کړه: «سیمه ثبات ته اړتیا لري. تاوتریخوالی باید کم شي او په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت لپاره شرط د نړۍوالو قوانینو درناوی دی».
نوموړي د ایران لهخوا پر څو عربي هېوادونو بریدونه وغندل او زیاته یې کړه، فرانسه چمتو ده چې د یادو هېوادونو د ساتنې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران بریدونه د یاد هېواد د اټومي پروګرام د دوامداره څار په شرایطو کې ترسره کېږي.
