شهزاده رضا پهلوي: د خامنهيي په وژنې سره اسلامي جمهوري خپل پای ته ورسېد

شهزاده رضا پهلوي د ایران خلکو ته په یو پیغام کې ادعا کړې، چې د علي خامنهيي په وژنې سره اسلامي جمهوري «په عمل کې پای ته رسېدلی» او همداراز یې له نظامي او امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له خلکو سره یوځای شي.
هغه ایرانیانو ته په خپل پیغام کې اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي «د نړۍ له پاڼې ورک شوی» او د هغه په مړینې سره اسلامي جمهوري هم «په عمل کې خپل پای ته رسېدلې دی» او ډېر ژر به «د تاریخ کثافت دانۍ ته وغورځول شي».
هغه په دې پیغام کې ټینګار وکړ، چې د اسلامي جمهوري د چارواکو لهخوا د خامنهيي د ځای ناستي ټاکلو هره هڅه له وړاندې ناکامه ده او ویې ویل، هر هغه څوک چې د هغه په ځای کښېني «نه به مشروعیت ولري او نه بقا» او د حکومت د جنایتونو شریک به وګڼل شي.
شهزاده رضا پهلوي همدارنګه د ایران نظامي، انتظامي او امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، چې د یو «پرځېدونکي رژیم» د ساتلو هڅه پر ماتې محکومه ده او هغوی یې له خلکو سره یوځای کېدو او د «یوې ازادې او ودانې راتلونکې ته د ایران له باثباته لېږد» سره مرستې ته راوبلل.
هغه زیاته کړه، چې د خامنهيي مړینه که څه هم تویه شوې وینې نهشي بېرته راګرځولی، خو کولی شي د عدالت غوښتونکو کورنیو او قربانیانو لپاره یو ملهم وي.
شهزاده رضا پهلوي د دې پیغام په دوام کې د ایران خلک «هوښیارۍ او چمتووالي» ته راوبلل او ویې ویل، چې په سړکونو کې د پراخ او برخلیک ټاکونکي حضور وخت «ډېر نږدې» دی.
