ظریفه غفاري: باید داسې ستراتیژیک پلان جوړ کړو چې زموږ راتلونکې وټاکي

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د میدان ښار ښارواله ظریفه غفاري د ایران او ونزوېلا پېښو ته په اشارې افغانانو او په ځانګړې توګه افغان ښځو ته په خطاب کې وايي: «راځئ چې دا فرصت د خپلې ارادې، خپل هېواد او خپل ولس لپاره وکاروو».
ظریفې غفاري په اوسني وخت کې د افغانانو پر یووالي له ټينګار سربېره ویلي: «موږ باید پلان جوړ کړو او داسې پیاوړي او ستراتیژیک ګامونه پورته کړو. چې زموږ راتلونکې وټاکي؛ کټ مټ لکه څنګه چې په ایران او ونزوېلا کې پېښ شول».
هغې ویلي، که د ایران د مذهبي مشر علي خامنهيي د وژنې خبر کره وي نو دا په سیمه کې د یوې نوې دورې پیل کېدای شي او په وینا یې: «دا به د طالبانو په ګډون په هر ځای کې د استبدادي او غېرانساني رژیمونو لپاره یو جدي خبرداری وي».
غفاري زیاته کړې: «ښایي دا کار ستونزمن ښکاره شي، خو ناشونی نهدی. دغه چاره اوس د میلیونونو ایرانیانو لپاره برابره شوې او تېره میاشت د ونزوېلا خلکو لپاره هم وشوه، نو زموږ لپاره هم کېدای شي».
