طالبانو په تورخم کې له پاکستان سره په نښته کې د پاکستاني پوستو د ویجاړولو ادعا کړې ده

په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یادې ډلې او پاکستان ترمنځ نښتې د شپې ترناوخته دوام درلود او ادعا کوي، چې د پاکستان ګڼي پوځي پوستې یې ویجاړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې طالبانو اعا کړې: «د پاکستاني لوري یو شمېر پوځي پوستې تر ولکې لاندې راغلي، ځینو ته اور اچول شوی او همدارنګه ژوندي پاتې پاکستاني پوځیانو ته د تسلیمېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی».
پرهمدغه مهال طالبانو اعا کړې، چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار یې پرې کړی او د پاکستان خاورې ته داخل شوي او همدارنګه د لویو وسلو په بریدونو کې یې د پاکستان د کمیسارۍ په ګډون د ځینو پاکستاني پوستو د ویجاړولو ادعا هم کړې ده.
طالبانو د یادې نښتې په اړه دواړو لوریو ته د اوښتې مرګژوبلي په تړاو څه نه دي ویلي.
