• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایا له طالبانو سره د پاکستان جګړه، د امریکا جګړه هم ده؟

تاج الدین سروش
تاج الدین سروش

د افغانستان انټرنشنل خبریال

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۰

له طالبانو سره د پاکستان جګړه د ایران پروړاندې د امریکا او اسراییل له نښتې دوه ورځې وړاندې پیل شوه. پاکستان چې په تېرو میاشتو کې له افغان طالبانو سره ترینګلې اړیکې لرلې، تل پر خپلو ځواکونو د ټي‌ټي‌پي د زرګونو خونړیو بریدونو د غچ اخیستو لپاره د فرصت په لټه کې و.

اسلام‌اباد چې د کابل له سقوط وروسته یې فکر کاوه لوېدیځې پولې به یې خوندي شي، افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي په ملاتړ او د پاکستان پر خاوره د دې ډلې د بریدونو په نه کنټرولولو تورنوي.
داسې ښکاري چې د اسلام‌اباد لپاره تر ټولو ښه فرصت له ایران څخه د طالبانو وروستي ملاتړ او په ټوله کې له امریکا څخه د دې ډلې واټن اخیستل او روسیې او ایران ته نږدې کېدل وو. دا دریځونه په هېڅ صورت د ټرمپ حکومت ته د منلو نه دي، ځکه هغه د ایران د اسلامي جمهوري نظام پر انزوا او نسکورولو ټینګار کوي.
د پاکستان لومړی وزیر د ټرمپ د سولې شورا په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ. ایا هغه هلته د افغانستان او طالبانو په اړه خبرې کړې دي؟ امریکا په وار وار له پاکستاني وسله‌والو سره په جګړه کې د پاکستان ملاتړ کړی دی.
زما په باور، امریکا ته د بګرام اډې له ورکولو سره د طالبانو مخالفت او روسیې او ایران ته د هغوی نږدېوالی، د ټرمپ حکومت لپاره په کافي اندازه قانع کوونکي وو چې پر طالبانو د پاکستان له بریدونو سره موافقه وکړي. دا موضوع د پاکستان له بریدونو د ټرمپ په ملاتړ او د دې بریدونو پروړاندې د طالبانو د سیمه‌ییزو متحدانو په چوپتیا کې ښکاره ده.
ښايي شریف، ټرمپ ته دا پیغام ورکړی وي چې د ۲۰۲۱ کال د ماتې د غچ اخیستو وخت رارسېدلی دی. ټرمپ چې ادعا کوي امریکا د نړۍ تر ټولو لوی پوځي ځواک دی، په وار وار له افغانستان څخه وتل سپکاوی بللی دی. د پاکستان د بریدونو په پراخېدو سره، ټرمپ اړتیا نه لري چې په مستقیم ډول طالبان مجازات یا سپک کړي. د طالبانو پر پوځي تاسیساتو د پاکستان بریدونو په خپل ذات کې دا ډله کمزورې کړې ده.
ایا امریکا او پاکستان په سیمه کې د دوو اسلام‌پالو نظامونو د ځپلو لپاره دندې وېشلې دي، په داسې ډول چې امریکا د ایران نظام ته د پای ټکی کېږدي او پاکستان د هبت‌الله د امارت کار ور ختم کړي؟
په داسې حال کې چې نړۍ په بشپړه توګه پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو او د منځني ختیځ د امنیت لپاره د هغې له پایلو سره بوخته ده، پاکستان له دې فرصت څخه په استفادې پر افغانستان خپل هوايي او توغندیز بریدونه چټک کړې دي. طالبان د دې بریدونو د مقابلې لپاره نه کافي پوځي ځواک او نه هم اړین کورنی او بهرنی مشروعیت لري. دې ډلې د وضعیت له دقیقې ارزونې پرته، د پاکستان په ځمکه لوبه کړې او په متقابلو بریدونو یې اسلام‌اباد ته د یوې پراخې جګړې بهانه په لاس ورکړې ده.
هغه څه چې د پاکستان له بریدونو څرګندېږي دوه عمده هدفونه ښيي، لومړی دا چې د امریکايي وسلو او مهماتو د زېرمو له منځه وړل دي، ځکه دا هغه تجهیزات دي چې ټرمپ په وار وار په افغانستان کې د هغو پاتې کېدل د بایډن د حکومت د کمزورۍ ټکی بللی. دویم دا د طالبانو د حکومت بې‌ثباته کول ترڅو په کابل کې د اسلام‌اباد او واشنګټن د خوښې بدلونونو لپاره شرایط برابر شي.
په دې منځ کې، امریکا چې د افغانستان لوبه پای ته رسېدلې نه بولي، د داسې فرصت په لټه کې ده چې په دې سیمه کې خپل بیاځلي شتون د خپلو پخوانیو متحدانو (پاکستان او اسراییل) په مرسته ترلاسه کړي. اوس که روانه جګړه وکولی شي د ایران نظام له پښو وغورځوي، نو د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه به هم ولړزېږي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰
مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي
100%

د طالبانو مخالفې وسله‌والې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـ‌علي‌اباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.

یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د زیاتېدو له امله په لنډي کوتل کې بېړنی حالت اعلان شوی

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۰
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د زیاتېدو له امله په لنډي کوتل کې بېړنی حالت اعلان شوی
100%

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د څو ورځو دوامداره جګړې او هوايي بریدونو له امله د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له امله د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو نن د لنډي کوتل په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او ټولي دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې یې تر نامعلومې مودې پورې تړلې دي.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شېنواري ته ویلي، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ته په پام سره یې احتیاطي تدابېر سخت کړي او د لنډي کوتل سیمې له زندان څخه یې بندیان هم انتقال کړي دي.

چارواکو ویلي، چې د لنډي کوتل له زندان څخه یې ۲۰ تنه بندیان د جمرود زندان ته انتقال کړي دي.

پر همدغه مهال د لنډي کوتل په مرکزي روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د روغتون مسوول ډاکټر احتشام ویلي، چې د روغتون د ټولو کارکوونکو رخصتۍ یې لغوه کړې دي او د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې په لنډي کوتل سیمه کې د ژغورنې ادارې او نورو مرستندویه ادارو هم د بېړني حالت لپاره چمتوالي نیولي او د وینې په بانک کې اضافي وینه او اړین درمل هم ذخیره شوي دي.
د ولسوالۍ چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده، چې له غېرضروري تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه سختي نښتې روانې دي او دواړه لوري یو او بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستان د جیو نیوز پر سکرین د پاکستاني پوځ خلاف پیغامونه خپاره شوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۰
د پاکستان د جیو نیوز پر سکرین د پاکستاني پوځ خلاف پیغامونه خپاره شوي
100%

د پاکستان جيو نيوز ټلویزیون خپلو نندارچيانو ته خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د دې ټلوېزيوني شبکې د خپرونو د هېک کولو او ګډوډولو هڅې روانې دي. د جیو نیوز پر سکرین د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د شبکې د معلوماتو له مخې، جيو نيوز شبکه چې د پاکستان د «پاک ساټ» سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوي، د نامعلومو لوریو له خوا د تخنيکي لاسوهنې هدف ګرځېدلې ده. ويل کېږي چې په دې موده کې د خپرونو په بهير کې پرله‌پسې خنډونه رامنځته شوي او د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د پوځ خلاف پیغام کې ویل شوي، چې یوه ځانګړې حلقه پاکستان پر ناسم لور بیايي.

دغه راز د موساد له اړخه په پیغام کې پر ایرانیانو غږ شوی، چې « په ایران کې خلک مرستو ته اړ دي، له موږ سره مرسته وکړئ چې د ایران د خلکو غږ شو»،

جيو نيوز زياته کړې چې د دې شبکې سکرين هېک شوی او نامناسب پيغامونه خپاره شوي او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې له منځپانګې سره د شبکې هېڅ تړاو نشته.

يادې رسنۍ له اړوندو چارواکو غوښتي چې موضوع جدي وڅېړي، سملاسي اقدام وکړي او د پېښې مسوول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

امسو سازمان: د «راه فردا ټلویزون» د نشراتو بندول د اطلاع رسونې د فضا محدودول دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰
امسو سازمان: د «راه فردا ټلویزون» د نشراتو بندول د اطلاع رسونې د فضا محدودول دي
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو له لوري د «راه فردا ټلوېزیون» د نشراتو بندولو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا اقدام یې د طالبانو له خوا د اطلاع رسونې د فضا محدودول بللي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د بیان او رسنیو ازادي د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو څخه ده او د هرې ټولنې اساسي ستنه بلل کېږي.

د دغه سازمان په وینا، د رسنیو د فعالیتونو محدودول او د هغوی د نشراتو مخنیوی د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو خلاف عمل دی او د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې رسنۍ د عامه پوهاوي، شفافیت او ځواب‌ویلو په پیاوړتیا کې مهم رول لري او پر هغوی هر ډول فشار یا جبري بندول د خلکو د معلوماتو د لاسرسي حق زیانمنوي.

یاد سازمان له طالب واکمنانو غوښتي چې د بیان ازادۍ او د معلوماتو د لاسرسي حق ته په درناوي سره پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د راه فردا ټلوېزیون د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.

همداراز، له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي. سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ دفاع ته ژمن دی.

د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کابل کې د وحدت ګوند د مشر محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون پر خپرونو بندیز ولګاوه. طالبانو ویلي، چې محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې په تړاو د طالبانو ضد څرګندونې کړې دي.

پاکستان د ۴۵۰ طالبانو او طالبان د شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظاميانو د وژلو خبر ور کوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰
پاکستان د ۴۵۰ طالبانو او طالبان د شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظاميانو د وژلو خبر ور کوي
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر افغانستان د بریدونو په پایله کې یې ۴۱۵ طالبان وژلي دي. د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د تېرو څو ورځو په عملیاتو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي دی. د داوړو خواوو د شمېرو کره کول ستونزمن دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ نن د یکشنبې په ورځ د کپ پر ۱۰مه اعلان وکړ، چې هیواد یې په افغانستان کې په ۴۶ هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وویل چې د طالبانو ۱۸۲ پوستې ویجاړې شوې او ۳۱ نیول شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د طالبانو ۱۸۵ ټانکونه، پوځي موټر او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان پر وړاندې په ځوابیه بریدونو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي، ګڼې پوستې یې نیولې او له منځه وړې دي او په مختلفو سیمو کې یې ډرون بریدونه کړي دي.

د طالبانو د سرحدي پوليسو وياندعابدالله فاروقي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د شنبې په شپه یې ځواکونو په غچ اخېستونکو عملياتو کې په تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی او لږ ترلږه لس پوځیان یې وژلي دي.

نوموړی ویلي، چې په برید کې د پاکستان کميساري، د اېف‌سي ځواکونو قومانداني، امنيتي پوستې او ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.

پاکستاني اړخ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په مختلفو ولایتونو کې یې د طالبانو د قول اردوګانو اړوند کنډکونه، تجهیزات او موټر په نښه کړي دي.