د نفتو بازار د پرانیستې په لومړیو شېبو کې؛ د تېلو بیې په بېسارې ډول لوړې شوې دي

د بلومبرګ د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسراییل تر برید وروسته نن سهار د نفتو بازار له پرانیستلو سره د تېلو بیې په بېسارې ډول لوړې شوې دي. په راپور کې راغلي، که د سیمې د کړکېچ له امله د هرمز تنګی وتړل شي؛ نو تولیدونکي هېوادونه یوازې تر ۲۵ ورځو پورې د تولید وړتیا لري.
