• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین: د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو پر ضد همکارۍ ته چمتو یو

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندری سیبیها، اعلان کړی چې که د روسیې سره د څلور کلنې جګړې د اوربند لپاره د نړیوالو شریکانو له لوري منځګړیتوب وشي، اوکراین چمتو دی خپل د بې‌پیلوټه الوتکو متخصصان منځني ختیځ ته واستوي.

هغه د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین کولی شي د ایران د اسلامي جمهوریت د ډرونونو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې تخنیکي وړتیاوې او تجربې له نورو هېوادونو سره شریکې کړي.

سیبیها زیاته کړه چې اوکراین په تېرو کلونو کې د روسیې له لوري د کارېدونکو ایراني جوړو شوو ډرونونو پر ضد عملي تجربه ترلاسه کړې او اوس کولای شي دا تجربه د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا لپاره وکاروي.

کارپوهان باور لري چې که دا وړاندیز عملي شي، نو کېدای شي د منځني ختیځ په امنیتي معادلو کې نوی بدلون راولي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

۵

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران رژیم به بدلون ومومي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هیګسټ، ویلي چې روانه جګړه «د ایران د رژیم بدلون لپاره نه ده»، خو ټینګار یې کړی چې «رژیم به حتماً بدلون ومومي».

هیګسټ دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې د ایران پوځي ځواک د هرې ورځې په تېرېدو کمزوری کېږي. د هغه په وینا، د امریکا موخې «ارمان‌ پالنه نه، بلکې واقع ‌بینانه» دي.

د امریکا د جګړې وزیر وویل چې د دوی ماموریت په ایران کې «د توغندیو له منځه وړل، د ایران سمندري ځواک کمزوری کول او د تهران د اټومي وسلې ترلاسه کولو مخنیوی» دی.

هغه ادعا وکړه چې ایران هڅه کوله ځان اټومي بم ته ورسوي او په وینا یې، «فرصت یې درلود چې یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د خبرو پر ځای یې وخت ضایع کاوه».

زرداري وايي چې پاکستان له طالبانو سره په روانه شخړه کې نه شاته کیږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ددغه هېواد پارلمان ته په خپلې کلنۍ وینا کې له طالبانو سره وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، چې «اسلام‌اباد به د خپل ملي حاکمیت د ساتنې په برخه کې هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي».

نوموړي وویل چې طالبان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بریدونو له لارې له «سرې کرښې» اوښتي او پاکستان اړ شوی چې متقابل اقدام وکړي. د هغه په وینا، پاکستان یو «مسوول اټومي دولت» دی او د خپلې خاورې او ملي ګټو دفاع به په «ستراتېژیک زغم او قاطع هوډ» وکړي.

زرداري څرګنده کړه چې د فبرورۍ په ۲۶مه، وروسته له هغه چې د ده په وینا، طالبانو سرحدي بریدونه زیات کړل، د پاکستان امنیتي ځواکونو پرېکنده ځواب ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، هر هېواد د خپلې دفاع قانوني حق لري.

هغه یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې واکمن طالبان ځینو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، او ویې ویل چې د دوحې ژمنې عملي شوې نه دي. خو هغه په ورته وخت کې وویل چې پاکستان د افغانستان خلک خپل «خپلوان» ګڼي او له طالبانو یې وغوښتل چې وسله والې ډلې منحل او د سرحدي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

پنځمه ورځ ده چې لا هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې او بریدونه پنځمې ورځې ته هم داخل شوي او دواړه لوري لا هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر یو بل بریدونه کوي.

د کب شپږمه نېټه، ماښام

د کب په شپږمه نېټه ماښام، طالب ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر سرحدي پوستو او مورچو پراخ بریدونه پیل کړل. دغه بریدونه تر ډېره د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې وشول.

طالبانو دغه عملیات «غچ اخیستونکي» وبلل او ویې ویل چې دا د پاکستان د هغو هوايي بریدونو په ځواب کې دي چې د کب په دویمه نېټه شوي وو او د ننګرهار په ګدون یې په څو ولایتونو کې ۲۵ ملکي وګړي ووژل. پاکستان ادعا کړې وه چې دغه بریدونه یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پټنځایونو کړي، خو ملګرو ملتونو ویلي وو چې په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستان د طالبانو بریدونه «بې‌دلیله او ناسمه محاسبه» وبلله او سملاسي یې سخت ځواب ورکړ.

د کب په اوومه نېټه، سهار

د کب په اوومه نېټه سهار، د پاکستان وسله‌والو ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د طالبانو پر مورچلو راخ هوايي عملیات پیل کړل. دغه بریدونه د جنګي جېټ الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې وشول او د کابل له لوېدیځو سیمو تر کندهاره پورې یې ځینې موخې وویشتلې.

د راپورونو له مخې، د کابل په دارالامان او پلچرخي سیمو کې د مهماتو زېرمتونونه او د طالبانو اړوند ځایونه په نښه شول. کندهار، چې د طالبانو دودیز مرکز بلل کېږي، هم د بریدونو له لړۍ خوندي پاتې نه شو.

پاکستان دغه عملیات «غضب للحق» په نوم ونومول او ویې ویل چې دا د طالبانو د کب شپږمې نېټې د بریدونو مستقیم ځواب دی. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د طالبانو پر وړاندې د «روښانه جګړې» اعلان وکړ او ویې ویل چې د دوی زغم پای ته رسېدلی دی.

طالبانو هم د پاکستان پر ضد د « رد الظلم» په نامه عملیات پیل کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تایید کړه چې په کابل، کندهار او پکتیا کې ځینې سیمې بمبار شوې دي. هغه وویل چې طالبانو هم غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي او په کندهار، هلمند او ختیځو سیمو کې یې د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي دي.

د کب اتمې نېټې پرمختګونه

د کب په اتمه نېټه، طالبانو د خوست، ننګرهار، پکتیکا او کونړ په ګډون د ډیورند کرښې په اوږدو کې خپل بریدونه پراخ کړل. د خوست د طالبانو د والي ویاند وویل چې په ځینو ولسوالیو کې د پاکستان څو پوستې نیول شوې یا ویجاړې شوې دي.

پاکستان بیا په ځواب کې د هوايي او توپچي بریدونو له لارې ډیورڼد کرښې ته نږدې سیمو کې یې هدفونه وویشتل. د ملګرو ملتونو او روسیې په ګډون ځینو هېوادونو له دواړو لورو د سمدستي اوربند او ډیپلوماتیکو خبرو غوښتنه وکړه.

وروستی وضعیت

په ورستیو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده. دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې او تاوان اوښتو ادعا کوي، خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه خپلواکه ارزونه نه ده شوې.

د کابل اوسېدونکو د کب په یولسمه، سهار وختي هم د الوتکو غږونه او متقابلې ډزې تجربه کړې دي. پر ډیورنډ کرښه پرتې لارې په ګڼو سیمو کې تړلې پاتې دي او د سیمې او نړۍ ځینې لوبغاړي هڅه کوي چې د کړکېچ د لا پراختیا مخه ونیسي. وضعیت لا هم ترینګلی او نازک بلل کېږي.

طالبانو رد کړه چې ګني چارواکي یې په چورلکو کې بامیان ته تللي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددوی مشران ټول په کابل کې اوسیږي او بامیان ته په چورلکو کې هیڅوک هم نه دی تللی. دغو سرچینو په دې اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

د دوشنبې په ورځ یو شمېر رسنیو خبر ورکړ، چې د طالبانو یو شمېر مشران د پاکستان له هوايي بریدونو نه د ځان خوندي کولو لپاره بامیان ته تللي دي.

خو د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دوی مشران ټول په کابل کې دي او هیڅ مشر یې بامیان ته نه دی تللی.

کابل، کندهار او د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه له تېرو څلورو ورځو راهیسې د پاکستان تر هوايي بریدونو لاندې دي.

پاکستان ادعا کړې، چې په کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار او کندهار ولایت کې یې د طالبانو د وسلو پر زېرمو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي، خو طالبان په دې بریدونو کې مرګ ژوبله او زیان کچې نه مني.

طالبانو د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې ددغه هېواد په راولپنډۍ، اسلام اباد، کویټه، پېښور، سوابۍ او نورو سیمو کې پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ور کړی دی.

طالبانو په خپلو وروستیو بریدونو کې بې پیلوټه الوتکې او ډرون څرخکې هم کارولې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطاالله تارړ ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۴۳۵ طالبان ددوی په بریدونو کې وژل شوي او ۳۱ پوستې یې نیولې دي.

د طالبانو ددفاع وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې تر دې مه ۱۰۰ پاکستاني پوځیان ددوی په بریدونو کې وژل شوي او ۱۹ پوستې یې ترې نیولې دي.

سور صلیب: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې په سیمه کې بشري وضعیت جدي کړی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د سره صلیب نړېوالې کمېټې مشرې میرجانا سپولیاریچ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ دښمنۍ په سیمه کې بشري وضعیت جدي کړکېچن کړی دی.

مېرمن سپولیاریچ ټینګار کړی، چې روغتونونه باید فعال پاتې شي، ملکیان او ژوبل کسان خوندي وساتل شي، او بشري مرستې ټولو اغیزمنو ته ورسیږي. هغې وویل چې دا امتیاز نه، بلکې د نړیوال بشري قانون د لازمو مسوولیتونو برخه ده.

هغې زیاته کړې چې د سره صلیب نړېواله کمېټه د افغان او پاکستاني سرې میاشتې ټولنو سره په همغږۍ د ژوبلو شویو کسانو د درملنې لپاره مرستې تیاروي.

میرجانا سپولیاریچ ټینګار وکړ چې د جګړې د قواعدو درناوی او د کړکېچ د کمولو سیاسي هڅې د هرې بشري هڅې نه مهمې دي.