دا وضعیت نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه نښته جاري ساتلې، بلکې د سیمې د امنیتي معادلو لپاره هم ژورې پایلې لرلی شي.
د کړکېچ پیل او د جګړې پراختیا
د بحران تازه څپه هغه مهال راپورته شوه چې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي. له دې وروسته طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو ځوابي بریدونه وکړل او نښته نوره هم پراخه شوه. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د افغان خاورې دننه بریدونه پيل کړي او دوی مجبور شوي چې مقابله وکړي.
جګړې اوس پراخه تبلیغاتي بڼه خپله کړې ده. د دواړو خواوو د تلفاتو شمېرې متضادې دي او لا هم خپلواکو او نړۍوالو سرچینو په کره توګه نه دي تایید کړې. طالب چارواکي ادعا کوي چې تر ۱۰۰ ډې
ر پاکستاني پوځیان یې وژلي او شاوخوا ۲۵ پوستې یې نیولې دي. په مقابل کې پاکستانی اړخ د ۴۳۵ طالبانو د وژل کېدو او ۳۱ پوستو د نیولو دعوه کوي. دغه شمېرې د ژورنالیستیکي معیارونو له مخې خپلواک تثبیت ته اړتیا لري.
طالبانو د لږ تر لږه ۵۲ ملکي افغانانو د وژل کېدو راپور هم ورکړی، چې دا مساله ملي او نړۍوالې اندېښنې زیاتوي.
د امریکايي وسلو ویجاړی
تر ټولو بحثپاروونکی اړخ د پاکستان له لوري د طالبانو په واک کې د ملي اردو د پخوانیو پوځي وسایطو د ویجاړۍ تکراري خبرونه دي. دا موضوع هغه روایت تقویه کوي چې ګواکې پاکستان غواړي په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې له منځه یوسي.
دا چې د دغو اعلانونو هدف چا ته ډاډ ورکول دي، ښايي دا پوښتنه له جګړې وروسته روښانه شي.
ځینې شننونکي باور لري چې د روانې جګړې یوه موخه هم د همدې وسلو ویجاړول دي، څو پاکستان ته د پېښو راتلونکو امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.
سیاسي او اقتصادي فشارونه
د جګړې دوام یوازې امنیتي تلفات نه زیاتوي، بلکې د کابل او اسلاماباد سیاسي او اقتصادي چاپېریال هم سختوي. پاکستان له ژور اقتصادي بحران، د اسعارو له نوسان، لوړ انفلاسیون او بانکي ستونزو سره مخ دی. اوږدمهاله جګړه د پوځ او حکومت ترمنځ پر همغږۍ هم اغېز کولی شي او د عملیاتو لوړ لګښتونه د اقتصاد پر اوږو دروند بار ګرځي.
له بلې خوا طالبان هم د نړۍوال مشروعیت د نه شتون، اقتصادي رکود او داخلي ثبات د کمزورۍ له امله په حساس حالت کې دي. بانکي سیسټم هم تر بندیزونو لاندې دی. داسې شرایط معمولا د سخت دریځه سیاستونو احتمال لوړوي.
که څه هم پاکستان د هوايي ځواک، ټېکنالوژۍ او لوژستیک له پلوه د طالبانو په پرتله ډېر امکانات لري، خو ستراتیژیک بار یې دروند دی. د اوږدې جګړې هره ورځ د تیلو، مهماتو او تجهیزاتو لوړ لګښتونه لري او نامعلوم پای یې د پاکستان اقتصاد نور هم زیانمنولای شي.
په همدې فضا کې ټي ټي پي او ورته ډلې هم د بسیج او تبلیغ فرصت ترلاسه کوي، چې دا د پاکستان د کورني امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
دا نښته په داسې وخت کې زور اخلي چې سیمه له پراخو جیوپولیټیک بدلونونو سره مخ ده. د سیمې امنیتي توازن نازک شوی او هر نوی کړکېچ کولی شي د فشارونو کړۍ نوره هم تنګه کړي. پاکستان، چې پخوا د لوېدیځ مهم شریک و، اوس له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی.
د طالبانو نسبي سیاسي ګټه؟
سره له دې چې طالبانو پوځي زیانونه لیدلي، خو په کوردننه یې ځینې نسبي لاسته راوړنې هم لرلې دي. دوی جګړه د «حاکمیت دفاع» بولي. دغه شعار د هغوی د لیکو د منسجمېدو او حتا د ځینو مخالفو افغانانو د ملاتړ سبب شوی دی.
په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې تاریخي بېباوري شته. دې جګړې د طالبانو پر ضد داخلي نیوکې تر یوه بریده کمزورې کړې او پر هغه روایت یې سیوری غوړولی چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي.
طالبان هڅه کوي نړۍوالو ته وښيي چې د یوه اټومي هېواد پر وړاندې جګړه اداره کوي او پاکستان د خپلو امنیتي مسایلو له مخې دا جګړه په ترهګرۍ ضد جګړه توجیه کوي.
د طالبانو او پاکستان جګړه د ادعاوو، متقابلو تبلیغاتو، تاریخي بېباورۍ او سیمهییزو سیالیو ګډ انځور دی. نه طالبان مطلق بریالي کېدای شي او نه هم پاکستان کولی شي په بشپړ ډول خپل اهداف ترلاسه کړي. خو تر ټولو ډېر زیان یې د افغانستان ولس ویني.
تلپاتې حل د توپونو او وسلو په ډزو کې نه دی. حل لاره په ډیالوګ، ډېپلوماسۍ، د باور جوړونې میکانیزمونو او ګډو امنیتي ترتیباتو کې ده. که دواړه لوري د جګړې پر ځای د سیاسي حل لور ته حرکت ونه کړي، دا بحران به نه یوازې دوه هېوادونه، بلکې ټوله سیمه له اوږدمهالې بېثباتۍ سره مخ کړي.