• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر: پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه له بشري اصولو سرغړونه ده

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان پر روغتونونو او ښوونځيو بريدونه په کلکه وغندل او هغه يې د بشري اصولو ښکاره سرغړونه وبلله. هغه ویلي: ««پر روغتون بريد پر ژوند بريد دی او پر ښوونځي بريد د يو ملت پر راتلونکي بريد دی».

پزشکیان د ناروغانو او ماشومانو په نښه کېدو ته په اشارې سره زياته کړه، چې دا ډول کړنې د ټولو انساني ارزښتونو څرګنده ماتونه ده او نړۍواله ټولنه بايد دا ډول کړنې په ښکاره توګه وغندي.

هغه له زيانمنو شويو ایرانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ټپيانو او زيانمنو شويو تر څنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړې، چې د ایران حکومت به د دغسې «جنايتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او نه به هم ورته سر ټيټ کړي».

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران پر ملکي بنسټونو او عامه تاسيساتو بريدونه د هېواد دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

۵

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

•
•
•

نور کیسې

د هند دفاع وزیر:که پاکستان کرار نه‌شي دا ځل به داسې ځواب ورکړل شي چې نړۍ به یې ننداره وکړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، د پاکستان پر ضد د هند «سندور» عملیات لا هم نه‌دي درول شوي او همداراز یې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که دغه هېواد د هند پر وړاندې له خپلو ناسمو چلندونو لاس وانخلي، دا ځل به داسې ځواب ورکړي چې نړۍ به یې ننداره کوي.

راجنات سېنګ د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم تېرو عملیاتو ته په اشارې ویلي: «دا ځل به [پاکستان ته] داسې ځواب ورکړو چې نړۍ به یې ننداره وکړي». هغه په خپله وینا کې همداراز په ډاګه ویلي: «دا ځل به هېڅ ډول بښنه ونه‌شي».

هند د روان کال د غويي میاشتې په ۱۷مه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام کې له یوه برید چې په‌کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول د پاکستان پر ضد د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او یاده جګړه بیا د امریکا په مداخلې سره پای ته ورسېده.

پاکستان بیا تر اوسه د نوموړي د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ټرمپ: تر دې دمه مو د ايران ۱۰ بېړۍ ډوبې کړې دي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ( کب ۱۱مه) په سپینه ماڼۍ کې د څلورو وژل شویو امریکايي سرتېرو د درناوي مراسمو کې ویلي، له ایران سره یې په روانه جګړه کې د دغه هېواد ۱۰ بېړۍ ډوبې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې د ایران اټومي پروګرامونه د امریکا لپاره ستر ګواښ و.

هغه زياته کړه: «هغوی داسې توغندي لرل چې کولای يې شول اروپا په نښه کړي او غوښتل يې داسې توغندي هم جوړ کړي، چې زموږ ښکلې امريکا ته هم ورسېږي».

ټرمپ د ایران په اړه زياته کړه: «د هغوی موخه دا وه چې خپل اټومي پروګرام مخته يوسي. نورو هېوادونو زموږ ملاتړ کاوه، خو د څرګندولو جرات يې نه‌درلود. زه ډېر خوښ يم، چې هغه اټومي هوکړه مو له‌منځه يووړه چې بارک اوباما کړې وه. ما پرېنښودل چې هغوی اټومي وسلې ته لاسرسی ومومي».

هغه همداراز د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د قاسم سلیمانی د وژلو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ: «دې رژيم ۴۷ کاله پر امريکايانو بريدونه کړي دي؛ له سړک غاړې بمونو نيولې چې جنرال سليماني برابرول او ما په خپله لومړۍ دوره کې هغه له منځه يووړ. دا زموږ لپاره وروستی ښه فرصت و چې بريد وکړو. دا يو بد او ناروغ رژيم دی او بايد له‌منځه لاړ شي».

د امريکا د ولسمشر په وينا، د ایران اسلامي جمهوريت د نویو توغنديو د جوړولو وړتيا له‌منځه ځي. هغه وويل: «تر دې دمه مو د هغوی ۱۰ بېړۍ هم ډوبې کړې دي او هغوی به هېڅکله اټومي وسله ونه‌لري».

اوکراین: د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو پر ضد همکارۍ ته چمتو یو

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۲ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، اندری سیبیها، اعلان کړی چې که د روسیې سره د څلور کلنې جګړې د اوربند لپاره د نړیوالو شریکانو له لوري منځګړیتوب وشي، اوکراین چمتو دی خپل د بې‌پیلوټه الوتکو متخصصان منځني ختیځ ته واستوي.

هغه د دوشنبې په ورځ وویل چې اوکراین کولی شي د ایران د اسلامي جمهوریت د ډرونونو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې تخنیکي وړتیاوې او تجربې له نورو هېوادونو سره شریکې کړي.

سیبیها زیاته کړه چې اوکراین په تېرو کلونو کې د روسیې له لوري د کارېدونکو ایراني جوړو شوو ډرونونو پر ضد عملي تجربه ترلاسه کړې او اوس کولای شي دا تجربه د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا لپاره وکاروي.

کارپوهان باور لري چې که دا وړاندیز عملي شي، نو کېدای شي د منځني ختیځ په امنیتي معادلو کې نوی بدلون راولي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران رژیم به بدلون ومومي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هیګسټ، ویلي چې روانه جګړه «د ایران د رژیم بدلون لپاره نه ده»، خو ټینګار یې کړی چې «رژیم به حتماً بدلون ومومي».

هیګسټ دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه چې د ایران پوځي ځواک د هرې ورځې په تېرېدو کمزوری کېږي. د هغه په وینا، د امریکا موخې «ارمان‌ پالنه نه، بلکې واقع ‌بینانه» دي.

د امریکا د جګړې وزیر وویل چې د دوی ماموریت په ایران کې «د توغندیو له منځه وړل، د ایران سمندري ځواک کمزوری کول او د تهران د اټومي وسلې ترلاسه کولو مخنیوی» دی.

هغه ادعا وکړه چې ایران هڅه کوله ځان اټومي بم ته ورسوي او په وینا یې، «فرصت یې درلود چې یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د خبرو پر ځای یې وخت ضایع کاوه».

زرداري وايي چې پاکستان له طالبانو سره په روانه شخړه کې نه شاته کیږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ددغه هېواد پارلمان ته په خپلې کلنۍ وینا کې له طالبانو سره وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې وویل، چې «اسلام‌اباد به د خپل ملي حاکمیت د ساتنې په برخه کې هېڅ ډول نرمښت ونه ښيي».

نوموړي وویل چې طالبان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بریدونو له لارې له «سرې کرښې» اوښتي او پاکستان اړ شوی چې متقابل اقدام وکړي. د هغه په وینا، پاکستان یو «مسوول اټومي دولت» دی او د خپلې خاورې او ملي ګټو دفاع به په «ستراتېژیک زغم او قاطع هوډ» وکړي.

زرداري څرګنده کړه چې د فبرورۍ په ۲۶مه، وروسته له هغه چې د ده په وینا، طالبانو سرحدي بریدونه زیات کړل، د پاکستان امنیتي ځواکونو پرېکنده ځواب ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، هر هېواد د خپلې دفاع قانوني حق لري.

هغه یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې واکمن طالبان ځینو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، او ویې ویل چې د دوحې ژمنې عملي شوې نه دي. خو هغه په ورته وخت کې وویل چې پاکستان د افغانستان خلک خپل «خپلوان» ګڼي او له طالبانو یې وغوښتل چې وسله والې ډلې منحل او د سرحدي تاوتریخوالي مخه ونیسي.