داود مرادیان خامنه يي ته له «ابو مسلم خراساني» ویلو وروسته خپل اېکس محدود کړی

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر داود مرادیان د ایران وژل شوي مذهبي مشر علي خامنه يي ته د ابو مسلم خراساني ترویلو وروسته، خپل اېکس محدود کړی او د پیغامونو کړکۍ یې تړلې ده.
مرادیان پر خپل اېکس لیکلي وو، چې «خراسان یو بل ابو مسلم له لاسه ورکړ، خو د تل په څېر به یو ځل بیا د لمر هرکلي ته لاړ شي.»
د پوسټ له خپریدو څو ساعته وروسته د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر داود مرادیان خپل اېکس اکونټ شخصي ته بدل کړ.
د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د مرادیان په اړه د "یو بې رحمه دیکتاتور" لپاره د خواخوږۍ څرګندولو له امله نیوکه وکړه، او لیکلي یې وو چې هغه پر یو داسې کس غمجن دی چې د میلیونونو ایرانیانو ډیموکراټیکې هیلې یې په تاوتریخوالي سره ځپلې وې.
یو شمېر نیوکې کړې دي، چې ځینې افغانان په کوردننه د طالبانو مخالفت کوي، خو د ایران د اخوندي نظام ملاتړ کوي او دا ښيي چې دوی له دا وړ مسایلو سره د جغرافیايي، ژبنیو او قومي تړاوونو له مخې چلند کوي.
افغانستان انټرنشنل د نظر اخیستو لپاره له داود مرادیان سره اړیکه ونیوله خو هغه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او ویې ویل، «زه په دې اړه هیڅ نه وایم».
پر داود مرادیان سربېره، ګڼو نورو افغان سیاسي مشرانو او د طالبانو مخالفو غورځنګونو په خپلو اعلامیو کې د علي خامنه يي وژل کېدل غندلي او د هغه مړینه یې « شهادت» بللی دی.
