• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱

طالبانو په لومړي ځل په رسمي کچه له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی؛ دا تړون چې که څه هم جزییات یې تر ډېره پټ ساتل شوي، خو سیاسي او امنیتي پیغامونه یې خورا روښانه دي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې مسکو په ښکاره ډول اعلان کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو هر ډول پوځي حضور ورته د منلو نه دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په وروستیو څرګندونو کې دا دریځ لا پسې واضح کړی. هغه وایي، په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د لوېدیځ پوځي تاسیسات «یو نه منونکی اقدام» دی. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت لا هم نازک دی؛ د مخدره توکو او وسلو قاچاق دوام لري او د ترهګرو ډلو فعالیتونه پای ته نه دي رسېدلي.

دا دوه موازي پیغامونه، یعنې له طالبانو سره همکاري او لوېدیځ سره مخالفت یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې مسکو له طالبانو سره اړیکې پراخوي، خو په عین وخت کې لوېدیځ ته دروازه تړي؟

د تړون ماهیت: امنیت که نفوذ؟

که څه هم د دې تړون بشپړ متن نه دی خپور شوی، خو د ورته نړۍوالو تړونونو پر بنسټ، دا ډول همکارۍ عموماً څو مهم اړخونه لري:

  1. د ځواکونو روزنه،
  2. د وسلو تخنیکي ملاتړ،
  3. استخباراتي همکاري،
  4. د ترهګرۍ ضد عملیات،
  5. لوژستیکي مرسته،
  6. امنیتي همغږي.

په ظاهره، دا ټول هغه عناصر دي چې د یو هېواد د امنیتي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي. خو د روسیې د اوسني سیاست په رڼا کې دا تړون یوازې یو تخنیکي یا نظامي سند نه ښکاري، بلکې د نفوذ د پراخولو یوه وسیله هم بلل کېدای شي.

مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په معادله کې خپل ځای بېرته له سره تعریف کړي، هغه هېواد چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته تر ډېره د لوېدیځ د نفوذ تر سیوري لاندې و.

تضاد که تکتیک؟

په دې تړون کې یو ښکاره تضاد هم تر سترګو کېږي. روسیه له یوې خوا له طالبانو سره “بشپړ مشارکت” یادوي، خو له بلې خوا خپله اعتراف کوي چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، قاچاق او ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

په ځانګړي ډول، د داعش - خراسان څانګه هغه موضوع ده چې مسکو پرې ډېر تمرکز کوي. دا ډله نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره هم یو بالقوه ګواښ بلل کېږي، هغه سیمه چې روسیه یې د خپل امنیتي کمربند برخه ګڼي.

نو پوښتنه دا ده: که طالبان لا هم د بشپړ امنیت د تامین توان نه لري، نو ولې روسیه ورسره نظامي همکاري کوي؟

ځواب ښایي په “تکتیکي واقعیت” کې پروت وي. مسکو پوهېږي چې طالبان اوس د افغانستان غیر رسمي واکمنان دي او هر ډول امنیتي تعامل باید له همدې واقعیت سره سم تنظیم شي.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې دا تړون تر ډېره “سمبولیکه” بڼه لري. یعنې، داسې نه ښکاري چې روسیه دې په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته پرمختللې پوځي ټېکنالوژي وسپاري یا پراخ نظامي ملاتړ برابر کړي.

پر ځای یې، دا تړون د حضور اعلان دی، دا پیغام چې روسیه غواړي په افغانستان کې فعاله ونډه ولري، خو د خپلو شرایطو له مخې او شرایط یې روښانه کړي دي.

بل مهم اړخ دا دی چې مسکو په ښکاره ډول وایي چې د سیمې امنیت باید د سیمه‌ییزو قدرتونو له خوا مدیریت شي، نه د لوېدیځ له لوري. دا دریځ په اصل کې د یوې لویې جیوپولیټیکي سیالۍ انعکاس دی، چې پکې روسیه هڅه کوي د امریکا او ناټو نفوذ محدود کړي.

د قدرتونو د سیالۍ تکرار

د روسیې او طالبانو ترمنځ دا تړون تر دې دمه د وسلو د پراخ انتقال یا نظامي بدلون نښه نه ده، بلکې د سیاست او نفوذ یوه معامله ده. مسکو طالبانو ته لاس ورکوي، خو لوېدیځ ته دروازه بندوي.

دا وضعیت ښيي چې افغانستان لا هم د نړۍوالو قدرتونو د سیالۍ په تقاطع کې پروت دی. د کابل راتلونکی یوازې د داخلي سیاست موضوع نه ده، بلکې د هغو لویو ستراتیژیو برخه ده چې په مسکو، واشنګټن او نورو پلازمېنو کې طرحه کېږي.

په همدې اساس، دا تړون باید یوازې د یوې دوه اړخیزې همکارۍ په توګه ونه کتل شي، بلکې د سیمې د راتلونکي امنیتي نظم د یوې نښې په توګه باید تحلیل شي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

•
•
•

نور کیسې

د ولسمشر غني اختریز پیغام که خبرداری؟

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل

د ولسمشر محمد اشرف غني اختر پیغام یوازې یو موسمي مبارکي نه ده، بلکې دا یو سیاسي خبرداری، اخلاقي غوښتنه او د ملي مسؤلیت غږ دی؛ په داسې وخت کې چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو خطرناکو پړاوونو څخه تېرېږي.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې افغانانو ته یو ځل بیا یادونه کړې چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې ملت د یوې تاریخي دوه لارې پر سر ولاړ دی. نن، د هغه په وینا، دا انتخاب لا ډېر بېړنی شوی دی.

هغه وايي: «ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ». نوموړی زیاتوي چې وضعیت لا جدي شوی او «دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.»

د پیغام یوه اصلي خبره دا ده چې وايي افغانستان نه شي کولای په همدې روان مسیر دوام وکړي. هېواد یوازې له سیاسي بحران سره نه، بلکې د مشروعیت، حکومتولۍ، حقونو، اقتصاد او ملي بقا له بحران سره مخ دی.

د ولسمشر غني تر ټولو مهم سیاسي ټکی د مشروعیت مسئله ده. هغه په څرګندو ټکو وايي: «مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، به‌دست نمی‌آید». د هغه په وینا، مشروعیت د ولس حق دی او یوازې د ولس له ازادې ارادې او ازاد انتخاب څخه ترلاسه کېدای شي.

دا یوازې یو تحلیل یا نظر نه دی. دا د افغانستان د بحران مرکزي نقطه ده. هېڅ نظام نه شي کولای یو ویاړلی، متنوع او سیاسي شعور لرونکی ملت د تل لپاره په زور اداره کړي. تاریخ، په افغانستان او نورو ځایونو کې، دا ښودلې چې دیکتاتوري او استبداد کېدای شي خلک د یوې مودې لپاره چوپ کړي، خو ثبات، سوکالي او دوامداره سوله نه شي راوستلی.

نږدې پنځه کاله کېږي چې ګڼو افغانانو زموږ د جمهوریت له چارواکو نیولې، تر هغو چې لا هم په سوله باور لري د خبرو اترو لپاره هره ممکنه دروازه ټکولې ده. موږ په مستقیم او غیر مستقیم ډول غوښتنه کړې چې طالبان دې د ملي بحث دروازه پرانیزي. موږ هغوی ته ویلي چې د انحصار پر ځای خبرې، د حذف پر ځای ملي اجماع، او د انزوا پر ځای سیاسي جوړجاړی غوره کړي. خو د سولې او ملي ډیالوګ د دروازې د پرانیستلو پر ځای، طالبانو سیاسي فضا تړلې، افغان وژنه او ځپنه یې ژوره کړې او د میلیونونو افغانانو مشروع غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

د ولسمشر غني پیغام همدې ګواښ ته مستقیمه اشاره کوي. هغه خبرداری ورکوي چې افغانستان په بې‌سارې توګه منزوي شوی دی. نوموړی وايي نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وګوري په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا تمه اوس پر ناهیلۍ بدلېږي. نن ډېری هېوادونه افغانستان ته د یوه عادي ګاونډي پر ځای د امنیتي ګواښ په سترګه ګوري. دا د هغه سیاسي نظم پایله ده چې ملي مشروعیت نه لري او له ټول‌شموله جوړجاړي څخه انکار کوي.

اوس ګواښ دا دی چې کله د سولې هره دروازه وتړل شي، نارضایتي او حق غوښتنه له منځه نه ځي؛ بلکې بڼه بدلوي. ټولو ته روښانه ده چې د طالبانو پر ضد ځینې وسله‌والې ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي. یوناما مخکې په څو ولایتونو کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو د ادعا شویو بریدونو یادونه کړې، او د جګړو وروستۍ څارنې هم د طالبانو پر پوستو او موقعیتونو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.

هېڅ مسؤل افغان بله جګړه نه غواړي. هېڅ افغانه کورنۍ نه غواړي خپل بل زوی غرونو، زندان یا هدېرې ته واستوي. خو تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې استبداد او دیکتاتوري دایمي چوپتیا نه زېږوي. که د طالبانو ظلمونه په همدې ډول دوام وکړي، که ښځې په کورونو کې بندې وساتل شي، که نجونې له ښوونځي منع پاتې شي، که پخواني سرتېري تعقیب، شکنجه یا وژل کېږي، او که د ملي خبرو هر غږ رد شي، قیام به زیاتېږي. د ډېرو افغانانو د صبر کاسه نسکوره شوې. دا ګواښ نه دی؛ دا د تاریخ خبرداری دی. طالبان باید اوس د رښتینو مذاکراتو دروازه پرانیزي، مخکې له دې چې افغانستان لا ډېر د بدبختیو پر لور ټېل وهل شي.

د دې بحران بیه عام افغانان پرې کوي

ولسمشر غني وايي افغانې کورنۍ اوس دې حالت ته رسېدلي چې لومړی د کوم ماشوم خېټه مړه کړي. دا خبرې دردونکې دي، ځکه د میلیونونو کورنیو واقعي حالت انځوروي. افغانستان لا هم د نړۍ له سختو خوراکي بحرانونو څخه دی. د ملګرو ملتونو او نړیوال خوراکي پروګرام له راپورونو سره سم، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د شدیدې خوړو ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي، چې میلیونونه یې د بیړنۍ لوږې کچې ته رسېږي.

ولسمشر غني سم وايي چې: «زموږ لوږه ازلي نه ده». په افغانستان کې فقر تقدیر نه دی. دا د انتخابونو پایله ده: سیاسي انزوا، د ادارو سقوط، د ښځو پر کار بندیزونه، د پانګونې له منځه تګ، د مرستو کمېدل، اقلیمي ټکانونه او د یوه مشروع ملي چوکاټ نشتوالی.

د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا ډېر اندېښمنوونکی دی. ولسمشر غني وايي انجونېله زده‌کړو محرومول او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي موضوعات نه دي. هغه وايي: «دا اصلي مسئله ده». نوموړی زیاتوي: «هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای.»

دا خبره باید طالبان په روښانه ډول واوري. افغانستان هیڅکله نه شي جوړېدای چې د نفوس نیمایي برخه یې له ټولګیو، کارځایونو او عامه ژوند څخه بې برخې وي. یونیسکو وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په سخت ډول منع دي، او نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له ابتدايي زده‌کړو وروسته له ښوونځي محرومې شوې دي.

دا یوازې د بشري حقونو ناورین نه دی؛ دا ملي فاجعه ده. کله چې نجونې له زده‌کړو منع کېږي، کورنۍ لا بېوزلې کېږي، روغتیايي خدمتونه کمزوري کېږي، اقتصاد کوچنی کېږي او راتلونکو نسلونو ته فرصت له منځه ځي. د ولسمشر غني دا جمله چې «یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي»یوازې شعار نه دی؛ دا د پرمختګ حقیقت دی.

د بیان ازادي هم ځپل شوې ده. یوه ټولنه هغه وخت ځان نه شي اصلاح کولای چې خبریالان چوپ کړای شي، مدني ټولنه محدوده شي او وګړي له خبرو کولو ووېرېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او یوناما راپور ورکړی چې په افغانستان کې خبریالان له ګواښ، خپل‌سرو نیونو، توقیف، ناوړه چلند او مبهمو محدودیتونو سره مخ دي.

دا د وېرې فضا له سولې سره نه جوړېږي. سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی. سوله دا معنا لري چې خلک له وېرې پرته خبرې وکړي، نجونې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي، پخواني سرتېري او چارواکي له وېرې پرته ژوند وکړي، او سیاسي مخالفان له ورکېدو او زندان پرته خپل مخالفت څرګند کړي.

له پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره چلند د تېرو پنځو کلونو له تر ټولو دردناکو ټپونو څخه دی. دغو ځوانانو او ښځو د افغانانو او افغانستان خدمت وکړ. ډېرو یې د عمومي بښنې پر ژمنه باور کړی و. موږ د عمومي بښنې عیني شاهدان یوو. د ملګرو ملتونو راپورونو هم د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر ضد جدي سرغړونې مستندې کړې دي، چې پکې له قضایي بهیر پرته وژنې، اجباري ورکېدل، شکنجه، ناوړه چلند او خپل‌سرې نیونې شاملې دي.

دا کړنې هیڅکله بې ځوابه نه پاتې کېږي. خو که سوله وشي د بخښنې چارې زیاتوي.

د ولسمشر غني پیغام له دې امله هم مهم دی چې هغه تاوتریخوالی ردوي. نوموړی په څرګنده وايي چې هېڅ سیاسي هدف یا نارضایتي نه شي کولای د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه بیا پرانیزي. د هغه په وینا: «هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمی‌تواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.»

دا مسؤلانه دریځ دی. افغانستان بله کورنۍ جګړه نه غواړي. زموږ خلکو ډېر زامن او لوڼې خاورې ته سپارلي دي. خو د تاوتریخوالي ردول باید د چوپتیا، تسلیمۍ یا دایمي حذف د توجیه لپاره ونه کارول شي. د جګړې بدیل دیکتاتوري نه ده. د جګړې بدیل خبرې، اساسي مشروعیت، ټول‌شمولیت او ملي اجماع ده.

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

له همدې امله، د ولسمشر غني د ملي خبرو غوښتنه پر وخت ده. هغه له افغانانو غواړي چې درې پوښتنې وڅېړي: په نږدې پنځو کلونو کې څه ترلاسه شوي؟ په بدل کې یې څه بیه ورکړل شوې؟ او که همدا مسیر پنځه کاله نور هم دوام وکړي، پایله به یې څه وي؟

دا هغه پوښتنې دي چې هره افغانه کورنۍ یې لري. او دا هغه پوښتنې دي چې طالبان یې باید ځواب کړي.

ځواب تبلیغات نه شي کېدای. ځواب پوځي، اقتصادي او د پلونو جوړولو نمایشونه، اجباري چوپتیا یا سمبولیکې ناستې نه شي کېدای. ځواب باید د افغانانو ترمنځ جدي ملي ډیالوګ وي: ښځې او نارینه، دیني عالمان او مسلکي کسان، پخواني چارواکي او اوسني واکمنان، ځوانان او مشران، د افغانستان دننه ټولنې او له هېواده بهر افغانان. هېڅ یوه ډله د افغانستان مالکیت نه لري. هېڅ یوهډله یوازې د ملي ګټو تعریف نه شي کولای.

ولسمشر غني وايي: «اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي». اجماع د هغه ملت له ملي ارادې راځي چې مشروع نظام، سوله او باعزته ژوند غواړي.

طالبان فکر کوي چې حذف، ځپنې او انزوا پر همدې لاره دوام کولی شي، په دې فکر دي چې وخت به موجود حالت په عام افغانانو کې عادي کړي. خو د دوی تېره دوره او تاریخ ثابتوي چې استبدادي نظامونه دوام نه شي کولی. کېدای شي د یوې شېبې لپاره نظم تحمیل کړي، خو مشروعیت نه شي راوستلی. کېدای شي ادارې کنټرول کړي، خو د خلکو زړونه نه شي ګټلی. کېدای شي انتقاد چوپ کړي، خو د عدالت، زده‌کړو، عزت او استازیتوب غوښتنه نه شي له منځه وړلای.

طالبان کولای شي له خپلې تېرې دورې او د افغانستان له تاریخه زده کړه وکړي او بله لاره غوره کړي: د مذاکراتو دروازې پرانیزي، ومني چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او د مشروع او ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي پر لور رښتینی بهیر پیل کړي.

د ولسمشر غني پیغام باید د یوه خبرداري او فرصت په توګه ولوستل شي. هغه وايي د ځان لپاره هېڅ نه غواړي، خو چمتو دی چې د لازمي اجماع په رامنځته کولو کې خپله ونډه ادا کړي، د مرګ پر ځای ژوند، د فقر پر ځای سوکالي، او د دښمنۍ پر ځای سوله او پرمختګ غوره کړي.

همدا باید اوسنی مسیر وي. افغانستان سولې ته اړتیا لري، خو سوله پر چوپتیا نه جوړېږي. افغانستان ثبات ته اړتیا لري، خو ثبات پر حذف نه جوړېږي. افغانستان رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري، خو رسمیت مشروعیت نه شي بدلولای.

د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه باید بنده پاتې شي. خو د ملي ډیالوګ دروازه باید همدا اوس پرانیستل شي.

که داسې ونه شي طالب په هیڅ قیمت دوام نه شي کولی.

د مسکو تازه ادعا؛ ایا افغانستان د نیابتي جګړو پر لور روان دی؟

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د روسیې د فېډرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ادعا کړې چې د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې «د برېتانیا د استخباراتو» په ملاتړ غواړي د افغانستان شمالي سیمې ناامنه کړي. دا ادعا په داسې حال کې کیږي چې د امرالله صالح په مشرۍ زرغونې قطعې تازه په پنجشېر کې پر طالبانو برید کړی.

که څه هم تر اوسه دا څرګندونې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، خو د سیمې د جیوپولیټیک وضعیت، د لویو قدرتونو سیالۍ او د افغانستان د امنیتي راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.

د ادعا تر شا احتمالي انګېزې

د روسیې دا ډول څرګندونې یوازې امنیتي خبرداری نه دی، بلکې یو مهم سیاسي پیغام هم ګڼل کېږي. مسکو له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ وساتي او د لوېدیځ حضور محدود کړي. پر برېتانیا یا نورو لوېدیځو هېوادونو تور لګول، د دې لپاره وي چې هغوی د سیمې د بې‌ثباتۍ عاملین وښيي.

له بلې خوا، روسیې په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړې دي. د طالبانو حکومت ته د یو نسبي مشروع شریک په سترګه کتل او د هغوی مخالفین د “بهرنیو ملاتړ لرونکو ډلو” په توګه معرفي کول، د همدې سیاست برخه بلل کېدای شي.

په ورته وخت کې هغه ډار چې د لویدیځ له نفوذ څخه موجود دی، په غیرمستقیم ډول په دا ډول څرګندونو کې بیانېدی شي.

روسیه په ځانګړې توګه د داعش - خراسان ډلې له فعالیتونو اندېښنه لري. دا ډله نه یوازې په افغانستان کې بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره هم احتمالي ګواښ ګڼل کېږي. د بهرنیو جنګیالیو جذب، د پټو شبکو جوړول او د بریدونو پلانونه هغه څه دي چې مسکو یې جدي خطر بولي. له همدې امله، روسیه هڅه کوي دا موضوع نړۍواله کړي او د سیمه‌ییزو همکاریو اړتیا پرې ټینګار وکړي.

مسکو د دغه بیان پر اساس نه یوازې دا چې طالبان متوجې کوي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم یو خبرداری ورکوي چې که دقیق چلند ونه کړي، ښايي له لویدیځه راغلې جګړه یې پر کور ور دننه شي.

ممکنه پایلې

که څه هم د روسیې له خوا د دا ډول ادعاوو کول لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت شورا هم ویلي وو چې په افغانستان کې وسله والې ډلې موجودې دي، خو دا ادعاوې کولای شي څو مهمې پایلې ولري.

  • لومړی، د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي بې‌باوري نوره هم ژوره کولی شي.
  • دویم، دا خطر شته چې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړو ډګر شي، چېرته چې بېلابېل قدرتونه د خپلو ګټو لپاره د داخلي ډلو ملاتړ کوي.
  • درېیم، د منځنۍ اسیا هېوادونه به له زیات امنیتي فشار سره مخ شي او ښايي خپل سرحدي کنټرول او پوځي چمتووالی لوړ کړي. دا وضعیت کولی شي د سیمې عمومي ثبات ته زیان ورسوي.

پر افغانستان خپرېدونکی تاثیر

د افغانستان لپاره دغه ادعاوې څو اړخیزې اغېزي لري او که د افغانستان خلک ورته متوجې نه شي، ښايي زیان یې له بل هر وخته زیات وي.

طالبان ښايي د بهرني ګواښ د پلمې له مخې خپل امنیتي سیاستونه سخت کړي، چې دا به د سیاسي ازادۍ او داخلي ثبات پر وضعیت منفي اغېز ولري.

له بلې خوا، د طالبانو مخالفې ډلې به د “بهرنیو لاسپوڅو” په توګه وښودل شي، چې دا به د ملي پخلاینې او سیاسي حل لارو امکانات کمزوري کړي. نړۍوال تعامل هم اغېزمنېدای شي، ځکه لوېدیځ هېوادونه به له احتیاط څخه کار واخلي او په مقابل کې به روسیه او چین خپل رول زیات کړي.

د ادعاوو دا بهیر د مرستو پر کمښت، افغانستان ته د بهرنیو پر تګ راتګ او د بهر مېشتو افغانانو د پېسو پر لېږد هم منفي اغېز کولی شي.

که په لنډه ووایو، د روسیې دا ادعا که څه هم تر اوسه نه ده ثابته شوې، خو د افغانستان حساس جیوپولیټیک موقعیت یو ځل بیا څرګندوي چې افغانستان لا هم د لویو قدرتونو د سیالۍ مرکز کې دی. که د دې ډول تورونو او متقابلو سیاسي فشارونو لړۍ دوام وکړي، نو افغانستان به له اوږدمهاله بې‌ثباتۍ، امنیتي ننګونو او نړۍوالې انزوا سره مخ وي.

ثبات یوازې هغه وخت راتللی شي چې افغانستان د نیابتي رقابتونو له ډګره ووځي او سیمه‌ییز او نړۍوال ځواکونه د سیالۍ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي.

د امریکا او ایران ترمنځ په منځګړیتوب کې د پاکستان موخې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

په ۱۹۴۷کال کې له جوړېدو وروسته په ۷۹ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې پاکستان د امریکا او ایران تر منځ په خطرناکه جګړه کې د اوربند او روغې جوړې لپاره د ځینو نورو هېوادونو په ملتیا د خپلو هلو ځلو له لارې د سیمې او نړۍ د عامه افکارو پام ځان ته اړولی دی.

د پاکستان په تړاو دا د یوه داسې هېواد په توګه چې زیاتره وخت جنرالواکي پکې په واک کې پاتې شوې ده او له خپلو شرقي او غربي ګاونډیو هېوادونو؛ هند او افغانستان سره یې اړیکې ډېر وخت له شخړو ډکې او جګړه‌ییزې پاتې شوې، ډېره عجیبه ښکاري.

ځکه خو دا پوښتنه ډېره معقوله او منطقي ښکاري چې پاکستان په څه ډول د امریکا او ایران په جګړه کې له خپل دودیز خوی نه بدل عمل کړی دی؟ او ورسره دا پوښتنه هم طبیعي ده چې په دې تازه جګړه کې د منځګړیتوب په رول کې د پاکستان اصلي موخې او انګیزې څه دي؟ هغه د اوربند او روغې جوړې لپاره هلو ځلو کې کومې ګټې لري او له کومو تاوانونو څخه د ځان د ژغورلو لپاره دغه هلې ځلې کوي؟

د امریکا او پاکستان تر منځ ستراتیژیک مناسبات اوږد شالید لري.

په کال ۱۹۴۷ کې بریتانیا له جنوبي اسیا څخه د وتلو نه وړاندې د مذهب په نوم د هند د نیمې وچې تجزیې او انشعاب ته زړه ځکه ښه کړی و چې د پاکستان په شکل کې هغوی ته یوه داسې اډه په لاس ورتله چې په راتلونکي کې د بریتانیا لپاره مفیده متصوره کېده او بیا رښتیا چې په لنډ وخت کې هم داسې وشول.

په ۱۹۵۰مو کلونو کې چې کله د امریکا او د بریتانیا په مشرۍ کې غربي هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد د محاصرې لپاره د سېټو او سنټو په نومونو پوځي بلاکونه جوړول، نو پاکستان له پوښتنې پرته سملاسي په دغو پوځي بلاکونو کې غړیتوب واخیست. په ۱۹۸۰مې لسیزې کې په افغانستان کې د جهاد په نوم روانه جګړه کې پاکستان د شوروي اتحاد پر ضد د لوېدیزو او عربي هېوادونو له خوا د افغان جنګیالیو د تمویل او تجهیز د اډې دنده ترسره کړه. همدغسې په اصطلاح د ترهګرۍ ضد شل کلنه جګړه کې هم پاکستان له امریکا سره د ناټو نه بهر متحد پاتې شو.

د پاکستان پوځ د دغو خدمتونو په بدل کې له دیرشو میلیاردو ډالرو څخه زیاتې مرستې تر لاسه کړې او پوځ ته یې امریکایي وسلې او ټکنالوژي هم په لاس ورغله.

خو په دې وختونو کې چې پاکستان کومه اصلي ګټه کړې وه هغه یې د خپلې هستوي پروژې له لارې د اټومي وسلې تر لاسه کول وو. که څه هم پاکستان د لوېدیځ د عنعنوي متحد په توګه د امریکا د خاص شفقت د ترلاسه کولو په برخه کې تل ډاډمن پاتې شوی دی، ولې بیا هم پاکستان سره دا تشویش مل پاتې شوی چې هر کله امریکا په خپله ستراتیژیکه برنامه کې هغه ته اړتیا ونه لري، کېدای شي واشنګټن د پاکستان اټومي وسله د خپل ځان او اسراییل لپاره د ګواښ سرچینه اعلان کړي او د پاکستان د اټومي وسلې د شنډولو لپاره کوم پلان جوړ کړي.

که څه هم د پاکستان لوړپوړي دولتي چارواکي په رسمي او ډاګیز ډول د خپلې دغې اندېښنې په اړه ډېر نه غږېږي، خو په اسلام‌اباد کې په غیررسمي خبرو کې دغه اندېښنې تل شته او جدي پاتې شوې دې.

په افغانستان کې شل کاله د امریکا د اردو د موجودګۍ په زمانه کې څو څو ځله د پاکستان ځینو دفاعي کارپوهانو د دغه ګواښ یادونه هم کوله او له دغه ګواښ نه د ځان ژغورلو لپاره د پاکستان واکمنانو له امریکا سره په خپلو اړیکو کې د هر ډول خړپړتیا مخنیوی کړی و. تر دې چې په ځینو مواردو کې یې د خپل بل ډېر نږدې متحد چین په نسبت له امریکا سره نزدې پاتې کېدل زیات غوره ګڼلي وو.

په غربي اسیا کې د روانې شخړې د پای ته رسولو په هلو ځلو کې د پاکستان د ژور راښکون یو بل عامل دا دی چې که دغه جګړه وغځیږي او د پراختیا لوري ته ولاړه شي، نو پاکستان به حتماً په دې جګړه کې داسې ښکیل شي چې د هغه لپاره به څو ډوله خطرونه منځ ته راولي. وړومبۍ خبره دا ده چې د ایران سره جنګ پاکستان ته اسانه نه ښکاري، ځکه چې یو خو د پاکستان په نفوس کې په سلو کې تر شلو خواوشا پورې د اهل تشیع نفوس دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبري خپله مذهبي رهبري ګڼي او د پاکستان او د ایران تر منځ جګړه په پاکستان کې په داخلي جګړې اوښتلی شي.

بله خبره دا ده چې پاکستان سره دا ویره هم شته چې که په دې جګړه کې د ایران مرکزي حکومت ډېر ضعیف شي، نو د پاکستان بلوچستان ته ورڅېرمه د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې هم د بلوڅانو د قومي خپلواکۍ جګړه پیل کېدای شي، چې د پاکستان پر ضد د بلوڅو بېلتون‌پالو جګړې ته لا زیات قوت بښلی شي.

په غربي اسیا کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د پاکستان د هلو ځلو په اړه په پاکستاني خواله رسنیو کې او په محلي ژبو کې ډېرې داسې تبصرې خپرېږي چې د پاکستان له خوا په خپل غربي ګاونډ ایران کې د روغې جوړې هلې ځلې په داسې پوښتنو سره تر پوښتنې لاندې نیسي چې په ګاونډي هېواد کې د پاکستان د امن هڅې به هله رښتیني وګڼل شي چې پاکستان په کور کې د ننه له سیاسي مخالفینو او محکومو قومونو سره خپله جګړه پای ته ورسوي او روغه وکړي.

که جګړه بهر ښه نه ده، نو هغه دلته څنګه ښه ګڼل کېدای شي؟

او د تشویش خبره دا ده چې د پاکستان په داخل کې د روانو جګړو په اړه د پاکستان واکدارانو ځان داسې بې‌تفاوته نیولی دی لکه دا وینه تویېدنه چې بل ځای د نړۍ په کوم بل ګوټ کې روانه وي.

د پاکستان په اړه د امریکا تګلاره؛ بندیزونه، مالي مرستې او “محدودې خو ضروري” اړیکې

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱
•
رحمان بونیری

د ایران او اسراییل-امریکا جګړه کې د پاکستان منځګړیتوب ته د اسلام‌اباد او واشنګټن د اړیکو د بیا نږدې کېدو په توګه کتل کېږي خو په حقیقت کې له ۲۰۱۸ کاله راپه دې خوا پر پاکستان لګول شوي بندیزونه لا هم دوام لري او د واشنګټن په پالیسیو کې کوم بدلون جدي بدلون نه دی راغلی.

د اوباما له دورې تر ټرمپ پورې بدلون

د بارک اوباما د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې امریکا لا هم پاکستان ته د یوه مهم امنیتي شریک په سترګه کتل. واشنګټن اسلام‌اباد ته د افغانستان جګړې، د ترهګرۍ ضد عملیاتو او سیمه‌ییز ثبات په چوکاټ کې پراخې مرستې ورکولې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، امریکا پاکستان ته له ۲۰ میلیاردو ډالرو زیاتې مرستې برابرې کړې وې، چې پکې پوځي ملاتړ، امنیتي مرستې، پرمختیایي پروژې او اقتصادي پروګرامونه شامل وو.

خو د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال، دغه تګلاره په ناڅاپي ډول بدله شوه. په ۲۰۱۸ کال کې د هغه ادارې د پاکستان ډېری امنیتي مرستې وځنډولې. واشنګټن استدلال کاوه چې اسلام‌اباد د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې “کافي او قاطع اقدامات” نه کوي.

د همدې پرېکړې له مخې:

  • پوځي مرستې ودرول شوې
  • د امنیتي تجهیزاتو انتقال محدود شو
  • د پوځ روزنیز پروګرامونه کم کړل شول

ایا اوسنی حکومت نرم شوی؟

سره له دې چې د ټرمپ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ کال په پرتله یو څه نرم ښکاري، خو بنسټیز بدلون نه دی راغلی. تر اوسه:

  • مهم پوځي بندیزونه بشپړ نه دي لرې شوي
  • پراخ پوځي فنډونه بېرته نه دي پیل شوي
  • د پاکستان د چین سره اړیکو، اټومي پروګرام او د وسله‌والو ډلو سره د احتمالي اړیکو په اړه اندېښنې لا هم شته

محدود اقتصادي تعامل

په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو نښې لیدل کېږي. راپورونه ښيي چې امریکا غواړي خپل خصوصي سکتور وهڅوي څو په پاکستان کې پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول:

  • د تیلو او ګازو پروژې
  • معدني سرچینې
  • د بلوچستان اقتصادي فرصتونه

خو دا تعامل تر ډېره سوداګریز او اقتصادي بڼه لري، نه هغه ستراتیژیک پوځي مشارکت چې پخوا موجود و.

“محدودې خو ضروري” اړیکې

اوس مهال امریکا پاکستان ته د پخوا په شان د ستراتیژیک متحد په سترګه نه ګوري، خو بیا یې هم مهم ګڼي. دا اهمیت تر ډېره د لاندې فکتورونو له امله دی:

  • د ترهګرۍ ضد همکارۍ اړتیا
  • د سیمه‌ییز ثبات حساسیت
  • د اټومي وسلو امنیت
  • په سیمه کې د چین د نفوذ مقابله

په همدې حال کې د پاکستان پر وړاندې په سیاسي فضا کې یو څه نرمښت هم لیدل شوی. ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر “خپل خوښ فیلډ مارشال” بللی او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف یې “هوښیار سړی” یاد کړی دی.

خو شنونکي باور لري چې دا څرګندونې تر ډېره شخصي او سیاسي بڼه لري او لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه ژور باور نه دی بېرته راګرځېدلی چې د افغانستان جګړې پر مهال موجود و.

که په لنډه ووایو، د امریکا او پاکستان اړیکې اوس د “محدودو خو ضروري” اړیکو په چوکاټ کې تعریفېږي. که څه هم دواړه هېوادونه د یو بل اړتیا احساسوي، خو د بې‌باورۍ، ستراتیژیکو اختلافاتو او بدل شوي نړۍوال نظم له امله، دا اړیکې لا هم د احتیاط او محاسبې پر بنسټ روانې دي.

د هبت الله پر اوامرو ټینګار؛ د انسجام اړتیا او که له ټوټه کېدو وېره؟

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده لږ تر لږه ۳۱ ځله په ښکاره توګه ټینګار کړی چې د هغه د فرمانونو اطاعت باید وشي. دا ټینګار یوازې په ده پورې محدود نه دی؛ بلکې د طالبانو ګڼو لوړپوړو چارواکو هم بار بار پر همدې موضوع ټینګار کړی دی.

ولې د اطاعت دا موضوع دومره تکرارېږي؟ ایا دا یوازې یو مذهبي اصل دی، که تر شا یې سیاسي او امنیتي اندېښنې هم پرتې دي؟

د ملي وثیقې او اساسي قانون تشه

د طالبانو د نظام یوه بنسټیز ځانګړنه دا ده چې د ډېرو معاصرو دولتونو په څېر روښانه قانوني جوړښت نه لري. په عادي دولتونو کې اساسي قانون، پارلمان او خپلواکه قضایي اداره د پرېکړو بنسټ جوړوي؛ خو د طالبانو په واکمنۍ کې وروستۍ پرېکړه تر ډېره د یوه کس یا امیر په لاس کې ده.

په دې چوکاټ کې «قانون» ډېری وخت د «فرمان» بڼه خپلوي. کله چې یو منظم، لیکلی او ټول‌منلی قانوني سیستم کمزوری وي، اطاعت خپله د نظام د کنټرول اصلي وسیله ګرځي. نو د ملا هبت‌الله له خوا پر اطاعت ټینګار، یوازې مذهبي نه، بلکې اداري اړتیا هم ده.

داخلي اختلافات

د طالبانو د ډلې د داخلي اړیکو مطالعه ښيي، چې دا ډله یو شان فکري جریان نه دی. د دې ډلې دننه بېلابېل لیدلوري شته. یو لوری سخت‌دریځه دریځ لري او له نړۍوال تعامل سره مخالف دی. بل لوری بیا غواړي له نړۍ سره اړیکې وساتي او یو څه انعطاف ښيي.

همدا اختلافات کله ناکله د سیالۍ او حتا د ټکر تر کچې رسېږي. په داسې حالت کې د امیر له خوا پر اطاعت ټینګار د دې لپاره کېږي چې دا اختلافات تر کنټرول لاندې وساتل شي.

که په ساده ژبه ووایو، که هره ډله خپله لاره ونیسي، د نظام د ټوټه کېدو خطر زیاتېږي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې یوه ملي وثیقه یا اساسي قانون نه وي چې ټول پرې متفق وي.

د پاشل کېدو وېره

طالبانو کلونه د یوه ګډ هدف یعنې جګړې لپاره مبارزه وکړه؛ خو کله چې واک ته ورسېدل، د قدرت داخلي سیالۍ راڅرګندې شوې. څوک په امنیتي برخه کې نفوذ غواړي، څوک په اقتصادي سرچینو کې او څوک په سیاسي تصمیم‌نیونه کې غواړي مخکښ واوسي، چې له امله د داخلي اختلافاتو وېره لوړه شوې ده.

کارپوهان باور لري چې د طالبانو لپاره تر ټولو لوی خطر له بهره نه شته، بلکې خطر له دننه دی: اختلافات، نارضایتۍ او د نفوذ سیالي.

په همدې دلیل، د اطاعت پیغام په اصل کې یو واضح خبرداری هم دی، چې یا به ټول د یوه امر تابع وي، یا به یې نظام له ګډوډۍ سره مخ شي.

د مطلق واک ساتنه

یو بل مهم اړخ د قدرت تمرکز دی. ملا هبت‌الله هڅه کړې چې د واک اصلي مرکز په کندهار کې وساتي او خپل وفاداران په مهمو پوستونو کې ځای پر ځای کړي. په داسې شرایطو کې اطاعت یوازې یو دیني مکلفیت نه دی، بلکې د واک د دوام ستراتیژي ګرځي.

دا په دې معنا چې هر ډول مخالفت، که سیاسي وي یا اداري، په اسانۍ سره د «امر د نه اطاعت» په نوم ردېدای شي.

سره له دې ټولو ټینګارونو، داسې نښې هم لیدل شوې چې د ډلې دننه ټول په بشپړه توګه همغږي نه دي. د بېلګې په توګه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال عباس ستانکزی، چې راپورونه وایي له خپلې دندې لیرې او جلاوطنه شوی، د داخلي اختلافاتو یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د نړۍ تجربه شویو ډلو او دولتونو دا ښودلې چې د شخص پر محور او د اوامرو پر اطاعت اداري، سیاسي او اقتصاد انسجام د اوږدمهال لپاره نه رامنځته کیږي، چې له همدغې تجربې د دوه پوښتنې راپورته کېدی شي:

ایا یو نظام چې پر فرمانونو ولاړ وي او ملي وثیقه ونه لري، کولی شي اوږدمهاله ثبات تأمین کړي؟
او که نه، همدا پټ اختلافات به یوه ورځ بېرته راڅرګند شي؟

لکه څنګه چې خوشحال خټک ویلي:

اطاعت د اولوالامر ځکه نه کړم
خلیفه د زمانې پر زړه کافر دی

دا بیت ښايي نن هم د واک، اطاعت او مشروعیت ترمنځ د اړیکې پر ژور بحث اشاره وي.