له دې سربېره، د جګړې پراخېدو د منځني ختیځ په شاوخوا سیمو کې د هوا او سمندر مهمې لارې هم ګډوډې کړې دي.
د هرمُز تنګي له لارې سمندري لېږد، چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت له همدې لارې تېرېږي، نږدې د درېدلو حالت ته رسېدلی دی. همدارنګه د فارس خلیج په سیمه کې مهمې هوايي لارې هم عملاً بندې دي.
د نفت او ګازو د بیو لوړوالی د شرکتونو لګښتونه زیات کړي او ګټه یې کمه کړې ده. دغه وضعیت د اقتصادي پالیسۍ جوړونکو او پانګهوالو لپاره د انفلاسیون د نوې څپې د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
په ځانګړي ډول په امریکا کې د پټرول د بیې زیاتوالی د مصرفوونکو لپاره یو نوی فشار بلل کېږي. د جمعې په ورځ په امریکا کې د عادي پټرول د هر ګېلن منځنۍ بیه ۳٫۳۲ ډالرو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې یوه اوونۍ مخکې دا بیه ۲٫۹۸ ډالره وه. د برنت تېل بیه هم هر بېرل ۹۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
په اروپا کې چې لا هم د ۲۰۲۲ کال د انرژۍ له کړکېچ څخه د رغېدو په حال کې ده، دغه فشار د انرژۍ ډېر مصرفوونکو صنعتونو لکه د کیمیاوي صنعت لپاره لا شدید بلل کېږي.
د جرمني اقتصادي انسټیټیوټ ویلي، که د نفتو بیه هر بېرل ۱۰۰ ډالرو ته ورسېږي، نو کېدای شي سږ کال د جرمني د ناخالص کورني تولید ۰٫۳ سلنه او راتلونکی کال ۰٫۶ سلنه راکم شي. دا د دوو کلونو په موده کې د شاوخوا ۴۰ میلیارده یورو اقتصادي تولید د له لاسه ورکولو معنا لري.
خو د فرانسې د انرژۍ ډېر مصرفوونکو صنایعو اتحادیه، چې د کیمیاوي، موټر جوړونې او کرنیزو صنعتونو استازولي کوي خبرداری ورکړی، چې ځینې شرکتونه لا له اوسه خپل تولید کموي.
دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي: «په اروپا کې د ګازو پر بیه اغېز سمدستي و. د لنډمهاله بازار بیې نږدې ۸۰ سلنه لوړې شوې او د راتلونکې په اړه هم ډېرې نامعلومې اندېښنې شته. له همدې امله ځینې تولیدات درېدلي یا ورو شوي دي».
د هوايي چلند د شرکتونو ونډې هم په شدیده توګه راټیټې شوې دي. د اروپا ارزانه هوايي شرکت ویز ایر خبرداری ورکړی، چې جګړه ښايي د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د دې شرکت خالصه ګټه شاوخوا ۵۰ میلیونه یورو کمه کړي.
په سمندري لېږد کې ګډوډۍ پر مهمو صنعتي موادو لکه سلفر هم اغېز کړی دی. د لېږد او بیمې شرکتونو هم د دې جګړې په غبرګون کې ځینې بیې په چټکۍ لوړې کړې دي.
د قطالوم په نوم د قطر د المونیم د وېلې کولو شرکت دا اوونۍ د خپلو فعالیتونو د بندولو بهیر پیل کړی دی. همدارنګه د بحرین المونیم اعلان کړی، چې د هرمُز تنګي له لارې د فلز د لېږد د ستونزو له امله یې د بارونو استول درولي دي.
د خلیج سیمه د نړۍ د المونیم شاوخوا ۸ سلنه عرضه برابروي. له دې سربېره، په برېتانیا کې هم د المونیم بیه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د سویلي کوریا چارواکو هم خبرداری ورکړی، چې د جګړې دوام ښايي د مهمو موادو لکه هیلیوم عرضه کمه کړې؛ هغه ماده چې د مایکروچپونو په تولید کې حیاتي رول لري.
همدارنګه د بېپیلوټه الوتکو بریدونو د امازون د معلوماتي مرکزونو ځینې تاسیسات په متحده عربي امارات او بحرین کې زیانمن کړي، چې د سیمې د ټکنالوژۍ د اکمالاتي ځنځیر په اړه یې نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
په امریکا کې مېشت مالي بانک مورګان سټینلي، چې د نړیوالو مالي بازارونو له مهمو لوبغاړو څخه دی خبرداری ورکړی، که د انرژۍ په بازار کې اوږدمهاله شاک رامنځته شي، نو ښايي نړیوال اقتصاد د «رکود سناریو» پر لور لاړ شي.
شنونکو هم ویلي، که د نفتو بیه په موقتي ډول هر بېرل ۱۰۰ ډالرو ته ورسېږي، نو د نړۍ اقتصادي وده ښايي ۰٫۴ سلنه کمه شي.