طالبان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴ ملکیان وژل شوي

طالبان وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پکتیکا، پکتیا او خوست پر ولایتونو د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴ ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. دوی زیاتوی، چې پاکستان د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ ۶۰ ثقيله مرمۍ توغولي او د دوکلام مرکزي کلي دويالي بند يې ويجاړ کړی.
