طالبانو په بلخ او نېمروز کې دوه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په بلخ او نېمروز ولایتونو کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکو او غلا په تور د بند سزا ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په بلخ او نېمروز ولایتونو کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکو او غلا په تور د بند سزا ترڅنګ په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
له یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بلخ ولایت ابتدایه محکمې یو کس د زنا په تور ۳۵ دُرې، او همداراز د نېمروز ابتدایه محکمې یو بل کس د غلا په تور د دریو کالونو د بند ترڅنګ ۳۰ دُرې د وهلو په سزا محکوم کړي و، چې په عام محضر کې ورباندې دا سزاوې عملي شوي دي.
د طالبانو له خوا خلکو ته د بدني سزا ورکول د هېوادونو او بشري حقونو بنسټونو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو دا ډول سزا غندلې او د لغوه کولو غوښتنه يې کړې ده.
له دې اندېښنو سره سره د طالبانو ډلې په ټول افغانستان کې د دُرو وهلو سزا ته دوام ورکړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره انلاین غونډه کړې. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې په ځینو مهمو برخو کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره لا زیاتو همکاریو او مرستو ته اړتیا شته.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه، د کب پر ۱۶مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې غونډه کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا، د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د اکمال تخصص برنامې پر نوعیت او د نړیوالو ادارو له لوري د افغانستان روغتیايي سکتور سره د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو برخو کې د پراختیا اړوند خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان روغتیايي سیستم سره د دوامداره ملاتړ ډاډ څرګند او ویې ویل، چې بریتانیا به د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، پراختیا او دوامدار ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د جمهوریت پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، راتلونکې اونۍ په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل د خوشحالۍ ځای نهدی؛ ځکه شاوخوا شل مېلیونه نجونې او مېرمنې لاهم له زدهکړو او کار بېبرخې شوې دي. هغه دغه محرومیت د فکري نسلوژنې په توګه یاد کړی.
فضل محمود فضلي پر اېکس پاڼه لیکلي، د ټولنې نیمایي برخه چې له پوهې او کاره بېبرخې وي، د ملي دفاع، ټولنیز مشروعیت او راتلونکې لپاره جدي ګواښ دی. فضلي ویلي: «حاکمه ډله ښايي د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل خپله بریا او ویاړ وبولي؛ خو د ټولنې او د غیرطالب سیاسي او فکري جریانونو لپاره دا د ژورې ناکامۍ څرګنده نښه ده. یوه ټولنه چې نیم نفوس یې له پوهې، کار او ټولنیز مشارکته بېبرخې شي، نه یوازې خپل راتلونکی کمزوری کوي؛ بلکې د ملي دفاع او ملي اجماع بنسټونه هم زیانمنوي».
هغه د پاکستان د بریدونه یادونه هم کړې: «طبیعي ده چې د دې ډول تېریو څپې به وخت پر وخت تکرارېږي؛ خو د دغه څپو د مخنیوي یوازینۍ لار ملي دفاع ده او ملي دفاع یوازې د وسلو په زور نه رامنځته کېږي؛ بلکې د ولسي اجماع، کورني مشروعیت او د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون رامنځته کېږي».
فضلي د ملي وجدان او ښځو د حقونو پر اهمیت ټینګار کوي او وايي: «له همدې امله د پاکستان سره د شخړې تر سیوري لاندې یو اساسي حقیقت باید هېر نه کړو: موږ نه شو کولای د بهرني ګواښ پر وړاندې د ملي دفاع ادعا وکړو؛ خو په ورته وخت کې د خپلو لوڼو او خوېندو پر وړاندې روانه فکري نسلوژنه له پامه وغورځوو. د یوې ټولنې نیمایي برخه چې له زدهکړو او کاره بېبرخې وي، هغه ټولنه نهشي کولای پیاوړې ملي اجماع او اغېزمنه دفاعي اراده رامنځته کړي».
فضلي په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې، چې د نجونو او ښځو دوامداره محرومیت نه یوازې د فرد حقونه محدودوي؛ بلکې ټولنیز، سیاسي او دفاعي بنسټونه کمزوري کوي، چې دا موضوع د ملي وجدان او راتلونکې لپاره جدي ازموېنه ده.
د افغانستان د ښځو د ملاتړ بنسټ (راواه) د مارچ ۸مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان ښځو د دوامداره تبعیض او حقونو د سرغړونو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د ښځو غږونه باید په هر ډول پرېکړو کې شامل وي.
راواه بنسټ په خپل اعلامیه کې ویلي چې افغان ښځې لا هم د زدهکړې، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند له حقونو محرومې دي. دغه وضعیت د یوې لنډمهاله پالیسي نتیجه نه ده، بلکې د یوه اوږدمهاله جوړښتي نظام برخه ده چې د ښځو هویت او کرامت تر فشار لاندې راوړي.
اعلامیه ټینګار کوي چې هغه ادعاوې چې ګواکې افغان ښځې د موجوده وضعیت ملاتړ کوي، د حقیقت تحریف دی. سکوت یې د رضا نښه نه ده، بلکې د ویرې، سرکوب او مجازاتو پایله ده.
راواه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو قربانیان باید د پرېکړو په پروسو کې شامل شي، د طالبانو د چارواکو په وړاندې د نړیوالو قضایي میکانیزمونو له لارې د جرمونو تعقیب یقیني شي، او هر ډول نړیوال ابتکار چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي باید د ښځو او مدني فعالانو د حقیقي استازو په ګډون وي، که نه، د دغو پروسو مشروعیت به نه وي.
اعلامیه وايي چې د مارچ ۸مه د افغانستان د ښځو لپاره د مقاومت، عدالت غوښتنې او د بنسټیزو حقونو د دفاع نښه ده او د ښځو غږ به هېڅکله خاموش پاتې نه شي.
د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل، د افغانستان د ازبک ښځو د ژوند کړاوونو او انساني حقونو د وضعیت په اړه یوې تازه څېړنې ته پام اړولی، چې په کې د جنسیت، ژبني محرومیت، قومي هویت او جغرافیايي واټن له امله د ښځو د ګډو ستونزو وضاحت شوی دی.
ثریا دلیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې نازیلا علمی د “څوک پوهېږي او څوک پېژندل کېږي؟ د افغانستان له حاشیې څخه د پوهې تولید په اړه فیمینسټي څېړنې” په نامه څېړنه په International Quarterly for Asian Studies کې خپره کړې ده.
د دې څېړنې له مخې، د افغانستان ازبک ښځې د تاریخ په اوږدو کې د ښځو د خبرو له حاشیې او محدودیتونو سره مخ شوي، چې دا وضعیت د هغوی د جنسیت، ژبې، قومي هویت او جغرافیايي واټن له مخې د ګډو محرومیتونو سبب شوی دی. څېړنه ټینګار کوي چې د ازبک ښځو غږونه په انساني حقونو کې د پوهې په تولید کې نه یوازې نادیده شوي، بلکې د هغوی د تجربو او کړاوونو په اړه معلومات کمزوري پاتې شوي دي.
ثریا دلیل ویلي، «دغه څېړنه ښيي چې د ازبک ښځو تجربه د انساني حقونو په ډګر کې څومره مهمه ده، او باید د هغوی غږونه د حقونو په راپورونو او نړیوالو پالیسۍ جوړولو کې شامل شي.»
هغې دا څېړنه د پوهې تولید او انساني حقونو د بحث لپاره حیاتي وبلله، او د ټولنیزو او علمي چارو په رڼا کې یې د ازبک ښځو د ژوند کړاوونو د څرګندولو اهمیت روښانه کړ.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو له امله له ایران څخه افغانستان ته راستانه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې ویلي، چې د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د افغانستان په سرحدي دروازو کې د مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې جورجېت ګانیون له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په یادولو سره، دا وضعیت ډېر ستونزمن بللی دی. هغې همدارنګه ویلي، چې د روان کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورند کرښه د دروازو بندېدو له کبله دواړو غاړو ته خلک اغېزمن شوي دي.
جورجېت له ټولو لورو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، د خبرو اترو لاره خپله کړي او له ملکي وګړو څخه ساتنه وکړي. هغې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «ملګري ملتونه په پرلهپسې او دوامداره توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدودیتونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي».
نوموړې د دغو محدودیتونو د پایلو په اړه د افغانستان د راتلونکې اقتصاد لپاره خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده: «دغه محدودیتونه د هېواد لپاره جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې پایلې لري. موږ همدارنګه ټینګار کوو چې دا مساله د دې لامل شوې چې افغانستان په تدریجي ډول نړۍوال نظام ته بېرته ورګډ شي او خپل نړۍوال مسوولیتونه پوره کړي».