
د افغانستان د ښځو د ملاتړ بنسټ (راواه) د مارچ ۸مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان ښځو د دوامداره تبعیض او حقونو د سرغړونو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د ښځو غږونه باید په هر ډول پرېکړو کې شامل وي.
راواه بنسټ په خپل اعلامیه کې ویلي چې افغان ښځې لا هم د زدهکړې، کار، ټولنیز ګډون او عامه ژوند له حقونو محرومې دي. دغه وضعیت د یوې لنډمهاله پالیسي نتیجه نه ده، بلکې د یوه اوږدمهاله جوړښتي نظام برخه ده چې د ښځو هویت او کرامت تر فشار لاندې راوړي.
اعلامیه ټینګار کوي چې هغه ادعاوې چې ګواکې افغان ښځې د موجوده وضعیت ملاتړ کوي، د حقیقت تحریف دی. سکوت یې د رضا نښه نه ده، بلکې د ویرې، سرکوب او مجازاتو پایله ده.
راواه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو قربانیان باید د پرېکړو په پروسو کې شامل شي، د طالبانو د چارواکو په وړاندې د نړیوالو قضایي میکانیزمونو له لارې د جرمونو تعقیب یقیني شي، او هر ډول نړیوال ابتکار چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي باید د ښځو او مدني فعالانو د حقیقي استازو په ګډون وي، که نه، د دغو پروسو مشروعیت به نه وي.
اعلامیه وايي چې د مارچ ۸مه د افغانستان د ښځو لپاره د مقاومت، عدالت غوښتنې او د بنسټیزو حقونو د دفاع نښه ده او د ښځو غږ به هېڅکله خاموش پاتې نه شي.

د جمهوري نظام پر مهال د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل، د افغانستان د ازبک ښځو د ژوند کړاوونو او انساني حقونو د وضعیت په اړه یوې تازه څېړنې ته پام اړولی، چې په کې د جنسیت، ژبني محرومیت، قومي هویت او جغرافیايي واټن له امله د ښځو د ګډو ستونزو وضاحت شوی دی.
ثریا دلیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې نازیلا علمی د “څوک پوهېږي او څوک پېژندل کېږي؟ د افغانستان له حاشیې څخه د پوهې تولید په اړه فیمینسټي څېړنې” په نامه څېړنه په International Quarterly for Asian Studies کې خپره کړې ده.
د دې څېړنې له مخې، د افغانستان ازبک ښځې د تاریخ په اوږدو کې د ښځو د خبرو له حاشیې او محدودیتونو سره مخ شوي، چې دا وضعیت د هغوی د جنسیت، ژبې، قومي هویت او جغرافیايي واټن له مخې د ګډو محرومیتونو سبب شوی دی. څېړنه ټینګار کوي چې د ازبک ښځو غږونه په انساني حقونو کې د پوهې په تولید کې نه یوازې نادیده شوي، بلکې د هغوی د تجربو او کړاوونو په اړه معلومات کمزوري پاتې شوي دي.
ثریا دلیل ویلي، «دغه څېړنه ښيي چې د ازبک ښځو تجربه د انساني حقونو په ډګر کې څومره مهمه ده، او باید د هغوی غږونه د حقونو په راپورونو او نړیوالو پالیسۍ جوړولو کې شامل شي.»
هغې دا څېړنه د پوهې تولید او انساني حقونو د بحث لپاره حیاتي وبلله، او د ټولنیزو او علمي چارو په رڼا کې یې د ازبک ښځو د ژوند کړاوونو د څرګندولو اهمیت روښانه کړ.
ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو له امله له ایران څخه افغانستان ته راستانه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) سرپرستې ویلي، چې د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د افغانستان په سرحدي دروازو کې د مرستو د برابرولو لپاره چمتووالی نیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې جورجېت ګانیون له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په یادولو سره، دا وضعیت ډېر ستونزمن بللی دی. هغې همدارنګه ویلي، چې د روان کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورند کرښه د دروازو بندېدو له کبله دواړو غاړو ته خلک اغېزمن شوي دي.
جورجېت له ټولو لورو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي، د خبرو اترو لاره خپله کړي او له ملکي وګړو څخه ساتنه وکړي. هغې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «ملګري ملتونه په پرلهپسې او دوامداره توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شويو محدودیتونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي».
نوموړې د دغو محدودیتونو د پایلو په اړه د افغانستان د راتلونکې اقتصاد لپاره خبرداری ورکړی او په ډاګه کړې یې ده: «دغه محدودیتونه د هېواد لپاره جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې پایلې لري. موږ همدارنګه ټینګار کوو چې دا مساله د دې لامل شوې چې افغانستان په تدریجي ډول نړۍوال نظام ته بېرته ورګډ شي او خپل نړۍوال مسوولیتونه پوره کړي».
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د افغان طالبانو په اړه د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړي او وايي، چې د افغانستان اوسني حاکمانو ته د «دوست حکومت» ارزښت ورکول د پاکستان د حکومت تېروتنه وه.
نوموړي د پاکستان پر تېرو او اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده: «له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې موږ په دوامداره توګه ویل، چې دا خوشبختي مه پالئ چې په افغانستان کې ستاسو «دوست حکومت» راغلی دی. ترهګر یوازې ترهګر وي».
نوموړي ویلي، چې د پاکستان د ناکامو پالیسیو په اړه یې له وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې اوس یې زیان هم د پاکستان ریاست او هم عامو خلکو ته رسېدلی دی.
اېمل ولي خان زیاته کړې: «نن هماغه عناصر چې پرون ورته -ستراتیژیک عمق- یا د دوستۍ نوم ورکول کېده، اوس نه پوهیږو چې د کومو سرلیکنو لاندې په عملیاتو کې په نښه دي».
نوموړي ویلي، د پاکستان ریاست باید پر دې پوه شي، چې «ترهګر نه دوست لري، نه مذهب او نه هم قوم».
اېمل ولي خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تر هغه وخته چې موږ همدا تېروتنې تکرار وو، تر هغو به زموږ خپل خلک بېکوره وي، زموږ بازارونه به خالي وي او زموږ ځوانان به د هدیرو او پنډغالو ترمنځ ژوند کوي».
اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې او د پاکستان د هوايي ځواکونو لهخوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوايي بمبارۍ په وقفهيي ډول دوام لري.
د بې پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو سره سم، هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته یې پناه وړې د نیولو او شړلو له نوې څپې سره مخ شوي دي. دغه سازمان یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په وینا، دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې پر افغان کډوالو په ځانګړي ډول پر تبعید شویو خبریالانو فشارونه زیات شي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د یادو خبریالانو د بېرته ستنولو په صورت کې به هغوی له سختو او حتی مرګونو غچ اخیستنې ګواښ سره مخ کړي.
په تېره یوه اوونۍ کې، چې د دواړو لورو تر منځ پوځي کړکېچ هم زیات شوی، څو افغان خبریالان په پاکستان کې نیول شوي او د اېستل کېدو اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا د ۲۰ خبریالانو د نیولو پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه شپږ هغه خبریالان چې د دغه سازمان له ملاتړه هم برخمن وو، په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د کال له پیل راهیسې د بېرته شړل شویو خبریالانو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.
ځینو دغو خبریالانو له بېپولې خبریالانو سازمان سره په خبرو کې د خپل سخت حالت یادونه کړې ده.
یوه افغان خبریال د نوم نهښودلو په شرط یاد سازمان ته ویلي: «د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې پولیس زموږ په سیمه کې پر افغانانو بیا بیا چاپې وهي. که څه هم زما ویزه لا هم اعتبار لري، پولیس درې ځله زموږ کور ته راغلل. حتی زه یې د پولیسو مرکز ته یووړم او نږدې یو ساعت یې بند کې وساتلم».
یو بل افغان خبریال د وېرې او یوازیتوب د ژوند کیسه داسې بیان کړه: «له څو اوونیو راهیسې زه او زما کورنۍ له کوره نه یو وتلي، ځکه وېره لرو چې د پاکستان د پولیسو لهخوا به ونیول شو. موږ په رښتیا هم په خپل کور کې بندیان شوي یو. اوس مهال موږ خواړه او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نهلرو».
ځینو خبریالانو شکایتونه کړي، چې د پاکستان پولیس ترې په زوره پیسې اخلي او که ور یې نهکړي، نو بیا یې زندان ته اچوي. له یوه افغان خبریال څخه پاکستاني پولیسو ۱۱۵ زره پاکستانۍ کلدارې چې نږدې ۴۰۰ ډالر کېږي په زوره اخیستي دي.
پاکستان کې مېشت جلا وطنه افغان خبریالان په افغانستان کې د طالبانو له سختو محدودیتونو او پر رسنیو د سانسور له کبله له خپل هېواده وتلي، خو اوس یې هلته هم ژوند له سختو کړاوونو او ننګونو سره مخ دي.
د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې د دغو جلا وطنه افغان خبریالانو له اېستلو ډډه وکړي او ورسره دې د انساني چلند لاره اختیار کړي.
د دې سازمان د سویلي اسیا د څانګې مشره سېلیا مرسیه وايي: «اوسنی تاوتریخوالی باید د دې پلمه ونهګرځي چې کډوال په خپل سر ونیول شي او له هېواده وشړل شي. دا کړنې ځکه لا ډېرې د منلو وړ نهدي چې هغه خبریالان په نښه کوي چې د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي دي. د هغوی نیول او بېرته خپل هېواد ته لېږل، په حقیقت کې هغوی ښکاره خطرونو ته سپارل دي؛ لکه بند، تاوتریخوالی او حتی تر دې هم بد حالت».
هغې د پاکستان له چارواکو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان خبریالانو نیول او شړل بند کړي او د کډوالو د جبري بېرته نه ستنولو نړیوال اصل رعایت کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان پر وړاندې د «غضب الحق» په نوم پوځي عملیات پیل کړل او د «ښکاره جګړې» خبرې زیاتې شوې، پر افغان کډوالو فشارونه نور هم ډېر شول، حتی پر هغو کسانو هم چې قانوني اسناد لري. د پولیسو عملیات یوازې په اسلاماباد کې نه، بلکې د دغه هېواد په نورو سیمو کې هم زیات شوي دي. دا کړنې د افغان کډوالو د شړلو د پراخ سیاست یوه برخه ده، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او د اسلاماباد او د طالبانو د حکومت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره تړاو لري.
له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا په کابل کې واک ته ورسېدل، نږدې ۲۰۰ افغان خبریالانو له خپلو کورنیو سره یو ځای په موقتي ډول پاکستان ته پناه وړې ده، څو له هغه ځایه د درېیمو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي. خو اوس د اروپا او شمالي امریکا هېوادونو ته د بیا مېشتېدو بهیر ډېر ورو شوی او یا هم درېدلی دی او ډېر خبریالان د میاشتو او حتی کلونو لپاره په تبعید کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۲۵ کال پورې لږ تر لږه ۲۰ افغان خبریالان له پاکستانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.
اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو چاپېریال له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دی. دغه هېواد د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله درجهبندۍ کې د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راغلی دی.
په برېتانیا کې د سهیل په نوم یو افغان چې په ناقانونه ډول برېتانیا ته تللی، له ښځو څخه په «پرلهپسې ډول د بوسې غوښتلو» او د هغوی د جنسي ځورونې په جرم په بند محکوم شو. دې کس واده کړی، دوه اولادونه لري. هغه پر دوو ښځو د جنسي ځورونې او پر بلې ښځې د جنسي تېري د هڅې په تړاو اعتراف کړی.
دغه ۳۰ کلن افغان مخکې هم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۲۳مه برېتانیا ته د «ناقانونه ننوتلو» په جرم محکوم شوی وو.
د ساوتهمپټن ښار څارنوالۍ ویلي، چې دغه افغان پناه غوښتونکي د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۲۳مې د سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې هغه ښځه وځوروله چې د کار ځای ته روانه وه او ترې یې وغوښتل چې «یوازې یوه بوسه ورکړي». څارنوال زیاتوي، چې نږدې په همدې وخت کې د هماغې قربانۍ بله همکاره هم د سهیل له لوري د ځورونې هدف ګرځېدلې وه او مجرم له هغې څخه هم د بوسې غوښتنه کړې وه.
درېیمه قرباني چې د پوهنتون زدهکړیاله ده، د نیمې شپې پر مهال هغه وخت وځورول شوه چې له کاره خپل کور ته روانه وه. څارنوال څرګنده کړه، چې دغه سړي د هغې د لاس مړوند په زور ونیو، پرې فشار یې راوړ، ځان یې پرې ونښلاوه او څو ځله یې د هغې مخ ښکل کړ.
د دغو جنسي ځورونو له امله درې واړه قربانیانې اوس په یوازې توګه له ګرځېدو څخه وېرېږي او د خوب له ستونزو سره مخ شوې دي. د پوهنتون زدهکړیاله د سخت اضطراب له امله اړه شوې چې خپل یو تحصیلي کال وځنډوي. دغه افغان پناه غوښتونکي په محکمه کې د جنسي ځورونې پر ټولو درېیو پېښو اعتراف کړی دی.