• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د مارچ ۸مه

افغانه ډیزاینره: ځوان نسل خپل راتلونکی افغانستان کې لیده او دومره لوی بدلون ته اماده نه‌وو

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۷ GMT+۰

د افغاني دودیزو جامو ډیزاینره ملیحه نوري چې د سلګونو زرو نورو افغان نجونو او ښځو په څېر له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې، د جمهوري نظام رانسکورېدو او واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې سره وايي، چې ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه ځوان نسل د دومره لوی بدلون تصور نه درلود.

د ریدۍ په نوم د افغاني جامو برنډ مسووله ملیحه نوري چې اوس په پاکستان کې د «فېشن ډيزاین» په برخه کې خپلو زده‌کړو ته له دوام سربېره د افغاني دودیزو جامو ډیزاین او کاروبار کوي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې تحولاتو کابو ټول افغانان او په ځانګړې توګه ځوان نسل اغېزمن کړ. هغه وايي: «زه ډاډه یم چې ټول یې اغېزمن کړي، یو څوک یې په مالي لحاظ او بل څوک یې د تعلیم په لحاظ اغېزمن کړي. په ټوله کې پر هر چا یې تاثیر کړی دی».
نوموړې زیاتوي، په جمهوري نظام کې ټولو خپله راتلونکې په افغانستان کې لیدله او پرې پانګونه یې کوله او په وینا یې: «دغه بدلونونه چې راغلل هغه ته موږ اماده نه‌وو، ځکه ټولو ذهناً خپل راتلونکی په افغانستان کې لیده او ټولو پر زده‌کړو پانګونه کوله چې زه به په افغانستان کې اینده ولرم، خو متاسفانه تغییرات راغلل او د ټولو ژوند یې اغېزمن کړ، زما ژوند یې هم متاثره کړ».
دغه افغان ډيزاینره چې دوه ځلي کډوالۍ ته اړه شوې او لومړنۍ زده‌کړې یې په پاکستان او لوړې زده‌کړې یې په افغانستان کې کړي، په خپل هېواد کې د خپلو هیلو او خوبونو په تړاو وايي، له پوهنتوني زده‌کړو وروسته یې هوډ درلود چې سیاست ته مخه کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې په دې برخه کې زده‌کړې نیم‌ګړې پاتې شوې او دا هیله یې یوازې هیله پاتې شوه.
نوموړې په افغانستان کې د خپلو زده‌کړو تر څنګ په یوه ښوونځي کې نجونو ته تدریس هم کاوه، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له بندیز وروسته د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره په رسمي توګه «ملیحه اکاډمي» جوړه کړه، خو هغه هم د درېیو میاشتو په تېرېدو سره د طالبانو له لوري وتړل شوه.
ملیحه نوري په دې اړه چې څنګه د جامو ډیزاین ته یې مخه کړه وايي: «زما په اکاډمۍ کې د افغانستان له کریکولم سربېره د بهرنیو ژبو زده‌کړه او همداراز د مهارتونه برخه هم وه. د مهارتونو په برخه کې د فېشن ډيزان له درسونو سره زما مینه هم پیدا شوه».

100%


هغه چې اوس د پاکستان په یوه پوهنتون کې د «فېشن ډيزان» په څانګه کې د پنځم سمستر زده‌کړیاله ده، پر دې باوري شوې: «چې که یو نارینه باسواده شي، نو یو کس باسواده کېږي، خو که ښځه باسواده شي، نو یو نسل باسواده کېږي».
د جامو دغه ډيزاینره د نجونو او ښځو پر زده‌کړو له ټينګار سربېره وايي: «د ښځو تعلیم تر هر څه ډېر مهم دی. که تاسو یوه ښه ټولنه، راتلونکې او هېواد غواړئ، نو د ښځو تعلیم ورته ډېر مهم دی».
دا چې اوس په انلاین بڼه د افغاني دودیزو جامو ډيزاین او کاروبار کوي، تر اوسه یې ۸ ډيزاینونه د «فېشن نړۍ» ته معرفي کړي او د جامو د ډيزان چاره یوه اوږدمهاله پروسه ګڼي او د جامو د ډيزان په برخه کې د خپل کار یوه ځانګړنه د افغاني- شرقي او افغاني- غربي ترکیب بولي.

100%


دغه جلا وطنه افغان ډیزاینره وايي، د افغانستان پخوانۍ دودیزې جامې مډرن کوي او په ترکیبي بڼه یې نړۍالو ته معرفي کوي او زیاتوي: «زه غواړم د افغانستان لاسي کار او مهارتونه دنیا ته معرفي کړم. زموږ ډيزاین او جامې تر اوسه په افغاني دایره کې پاتې دي او نور ورسره ډېر اشنايي نه‌لري، ځکه په سمه بڼه ورته معرفي شوي نه‌دي».

100%

دا همداراز وايي: «زما هڅه دا ده، چې افغاني هنر دنیا ته ور وپېژنم. پروسږکال په پاریس کې -فېشن شو- وو هلته مې ګډون وکړ. ما هلته افغاني هنر په غربي کټ کې معرفي کړ او په پاکستان کې مې په شرقي ترکیب سره معرفي کړی او اوس ډېر مینه‌وال لري».
هغه پر ځينو نړۍوالو برنډونو په نیوکو سره وايي، اوس د جامو ځينې برنډونه د افغانستان هنر پرته له ریفرېنس ورکړې په خپل نوم کړي او «زه غواړم دا دنیا ته ور وپېژنم چې دغه افغاني جامې هویت او تاریخ لري او دا زموږ دي».
د دغې ډيزاینرې په باور، کله چې یو ډیزاینر غواړي د خپل هېواد د جامو ډيزاین نورو ته معرفي کړي، نو باید د هغوی له کلتور سره په ترکیبي بڼه یې وړاندې کړي، څو په هغو ټولنو کې ومنل شي.

100%

د افغانستان او پاکستان تر منځ شخړو او په ځانګړې توګه د لارو بندېدو د نورو برخو له زیانمنېدو سربېره د ملیحې نوري کاروبار هم ټکنی کړی او دا له څو میاشتو راهیسې نه‌شي کولی په افغانستان کې خپلو مشتریانو ته جامې ورسوي.
د افغاني دودیزو جامو ډيزاینره ملیحه نوري نجونو او ځوانو ښځو ته په خپل پیغام کې وايي: «په خپلو فکرونو، استعدادونو او خوبونو باور ولرئ. هره لاسته راوړنه له یوې وړې مفکورې رامنځته کېږي. که تاسو نوې مفکوره لرئ، دا کوچنۍ مه‌ګڼئ، دا مفکوره د دې سبب کېدای شي چې د تاسو راتلونکې ودانه کړي».
هغه ریسک د بریا یوه برخه ګڼي او وايي، ناکامي پای نه‌دی؛ د زده‌کړې یو پړاو دی او لومړنی پړاو هم ناکامي ده او څرګندوي: «که تاسو باور ولرئ، نو بریا هم حتمي ده».
نوموړې په داسې حال کې په پاکستان کې د خپل نوي کاروبار بنسټ اېښی، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوي او سرحدي نښتو د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو چارو ناوړه سیوری غوړولی دی. دغه کړکېچن وضعیت نه یوازې په پاکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی او د هغوی ډېری کاروبارونه یې له رکود او تړل کېدو سره مخ کړي، بلکې ورسره هم‌مهاله له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پراخه لړۍ هم په بې‌ساري شدت سره دوام لري؛ هغه ننګونې چې په جلاوطنۍ کې یې د افغانانو لپاره د کار او ژوند شرایط تر هر وخت سخت کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د بیان د ازادۍ مرکز: ۸۶ سلنه افغان ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د بیان د ازادۍ مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر له ۲۰۰۰ تنو څخه ۱۹۰ ته راکم شوی دی.

دغه مرکز د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ننګونو او ستونزو ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د سختېدو ترڅنګ، ښځې نیول شوې، بندي شوې او له فزیکي تاوتریخوالي سره هم مخ شوې دي.

د یاد مرکز په وینا، د طالبانو تر واک لاندې ښځینه خبریالانې له ګواښونو سره مخ دي، زنداني کېږي او ګڼو یې خپلې دندې هم له لاسه ورکړې دي.

د یاد مرکز په اعلامیه کې راغلي: «افغان ښځینه خبریالانې اوسمهال تر دوامدار ډار، اقتصادي ستونزو او رواني زیانونو سره مخ دی».

د بیان د ازادۍ مرکز موندنې ښيي، چې دمګړی د افغانستان په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه لري او په ډېری ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په پټه او مستعارو نومونو کار کوي او خپل اثار د نوم له یادولو پرته خپروي.

یاد سازمان د پاکستان په ګډون په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د خبریالانو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو څخه یې غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نصیر احمد اندېشه: طالبان د هېواد د اصلي بحرانونو پر ځای نورو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۱۴ GMT+۰

په جینوا کې د افغانستان استازی، نصیر احمد اندېشه، وایي چې په داسې حال کې چې هېواد له بې‌ساري پوځي، اقتصادي او ټولنیز ملي بحران سره مخ دی، طالبان د دې بحرانونو د مهار پر ځای نورو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکوي.

هغه په ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې د طالبانو د دفاع وزیر له اوږده غیبت وروسته راڅرګند شو او د هېواد د اصلي بحران پر ځای د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي) له ډلې د ملاتړ پر دوام یې ټینګار کړی دی.

اندېشه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري هم یو نوی مذهبي اثر خپور شوی چې د «اهل السنت و الجماعه عقیده» په اړه دی. د هغه په وینا، دا موضوعات د طالبانو د حکومت له اصلي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

هغه زیاتوي چې په داسې حال کې چې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی، د طالبانو تمرکز لا هم پر سیاسي او مذهبي مسایلو دی. اندېشه له خلکو غوښتي چې د طالبانو د سپینولو او ملاتړ په اړه احساساتي دریځ ونه نیسي.

نوموړي په پای کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله پوره شوي، خو د هېواد اساسي ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

افغان ایواک: پر افغان ښځو دوامداره محدودیتونه د اندېښنې وړ دي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د افغان ایواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دې ورځ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ښځو هڅې او قربانۍ ستایل کېږي خو په همدې لړ کې پر افغان مېرمنو دوامداره محدودیتونه د اندېښنې وړ دي.

دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ښځې په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له سختو ستونزو او خنډونو سره مخ دي.

په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو څخه محرومې دي، ګڼې ښځې له کاره ایستل شوې دي او د ښځو پر عامه حضور ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتېږي.

سره له دې ستونزو، افغان ښځې لا هم د خپلو کورنیو او ټولنو لپاره د تنظیم، ملاتړ او مشرتابه هڅې جاري ساتي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او دا مبارزه او استقامت یې د ستایلو وړ دی.

افغان ایواک زیاته کړې چې د افغان مېرمنو ترڅنګ باید د هغو ښځو رول هم وستایل شي چې د افغان کډوالو د ملاتړ، د بیا مېشتېدو پروګرامونو او د افغان متحدینو سره د شویو ژمنو د پوره کولو لپاره کار کوي. په دې ډله کې ښځینه پوځیانې، وکیلانې، د قضیو کارکوونکې، ټولنیزې فعالانې او رضاکارانې شاملې دي چې د خپلو هڅو له لارې دا بهیر مخته وړي.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې د افغان ښځو مبارزه باید هیره نه شي او نړیواله ټولنه باید د دوی د حقونو او راتلونکې د خوندي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یو افغان پانګوال په کندوز ولایت کې د درملو فابریکه جوړوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کندوز ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، یوه افغان پانګوال لېوالتیا ښودلې چې د لومړي ځل لپاره په کندوز ولایت کې د درملو د تولید یوه معیاري فابریکه جوړه کړي. د طالبانو والي په کندوز کې د درملو د تولید فابریکې د جوړېدو هرکلی کړی او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ور کړی دی.

د طالبانو د کندوز والي دفتر نن یکشنبه، د کب پر ۱۷مه په اېکس کې لیکلي، چې نوموړي پرون په خپل کاري دفتر کې له افغان پانګوال نویداحمد سفري او همکارانو سره یې وکتل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، یاد افغان پانګوال ویلي د درملو د معیاري فابریکې د جوړولو په برخه کې یې د طالبانو د کندوز والي څخه د مرسته غوښتې ده او د طالبانو والي هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ددې فابریکې د مالي لګښت او د کار د پیل کېدو په اړه لا تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې دمګړۍ په افغانستان کې د دردملو او طبي وسایلو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت ارزونه کوي

۱۷ کب ۱۴۰۴ - ۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا (دوشنبه، د کب۱۸مه) په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث او ارزونه وکړي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دېغونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت سرپرسته، جورجټ ګانیون، امنیت شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما ویلي چې دغه غونډه به د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو او د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجو وشي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان په تړاو د بشري حقونو شورا په تېره غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، اعلان وکړ، چې د «بشریت ضد جنایت» په توګه د جنسیتي اپارتاید د جرم ګرځولو ملاتړ کوي.

تورک وویل،چې د جنسیتي اپارتاید روښانه تعریف او قانوني پېژندنه د دې پدیدې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او محدودیتونو په اړه جدي او عملي ګامونه واخلي.