• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په امنیت شورا کې د روسیې استازی: د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه د داعش خراسان په ګټه ده

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل، طالبانو له داع-ش سره مبارزه کړې، خو کافي نه‌ده. د نوموړي په باور، د داع-ش خراسان ډله له بهره مالي ملاتړ ترلاسه کوي او د طالبانو او پاکستان جګړه د دوی (داع-ش خراسان) په ګټه ده.

واسیلي نبنزیا یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې وضعیت پر ټولې سیمې اغېز کوي او همداراز یې د طالبانو او پاکستان تر منځ له جګړې اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل: «د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې ډېرېدو ته اندېښمن یو. د دواړو لوریو تر منځ ستونزه باید په خبرو حل شي او وضعیت باید د خبرو مېز ته راوګرځي. موږ په دې برخه کې مرسته کوو».

د هغه په باور، طالبانو د داعش خراسان ډلې پر وړاندې مبارزه کړې، خو «کافي» نه‌ده. هغه زیاته کړه: «داعش خراسان ډله له بهره مالي ملاتړ ترلاسه کوي او غړي جذبوي».

واسیلي نبنزیا همداراز وویل، هر ډول بې‌ثباتي او نښتې د داعش خراسان په ګټه ده او زیاته یې کړه: «د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه د دوی [داعش خراسان] په ګټه ده».

نوموړي یو ځل بیا له طالبانو سره د نړۍوالو د رغوونکي تعامل غوښتنه وکړه او همداراز یې د لوېدیځوالو له لوري پر طالبانو د بندیزونو پر لرې کېدو او د افغانستان د شمتنیو پر ازاېدو ټینګار وکړ.

هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما لپاره د یوه نوي رييس د غوره کېدو غوښتنه وکړه او په وینا یې، دغه نوی رییس باید یوازې د لوېدیځوالو د ګټي پسې نه‌شي، بلکې د طالبانو غوښتنو او لیدلور ته هم پام وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو پر رعایتېدو له ټينګار سربېره په ډاګه وویل: «لوېدیځوالو ته وایم، که چېرې افغان ښځو ته د مرستو په لټه کې یئ، نو داسې شرایط برابر کړئ چې په یوه امن او با ثبات هېواد کې ژوند وکړي».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان استازی: افغانستان اوسمهال د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد وویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په یو خوندي پټنځای بدل شوی دی.

هغه وویل، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، بلوڅ بېلتون‌پالو او داعش ډلې شتون په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ ټولې سیمې ته یو لوی ګواښ دی.

نوموړې زیاته کړې، چې طالبان له ترهګرو څخه کلک ملاتړ کوي او د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه شوي دي. یاد پاکستاني استازي زیاته کړې، چې د طالبانو تر نظارت او ملاتړ لاندې د دوی په هېواد کې ترهګریز بریدونه شوي دي. هغه زیاتوي، چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د مسایلو د حل لپاره په ډیپلوماتیکو خبرو اترو باندې ټینګار کوي چې په سعودي، قطر او ترکیه کې هم مذاکرات وشول، خو چندان پایله یې ورنه‌کړه.

عاصم افتخار احمد زیاتوي: «طالبانو په دې مذاکراتو کې تضمین نه راکولو، د افغانستان له خاورې یې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په برخه کې رضایت او همکارۍ ته غاړه کېنښوده». دا استازی همداراز وایي، چې د افغانستان له خاورې څخه ترهګر په پاکستان کې جوماتونه، ښوونځي او پوځي مرکزونه په نښه کوي.

د نوموړي په خبره، د فبرورۍ په ۲۶مه طالبان وروسته تر هغې د پاکستان خلاف بریدونه وکړل چې دوی په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل. دا پاکستانی استازی زیاتوي، چې طالبانو پر ډیورنډ کرښه د دوی پر پوستو او مرکزونو مخامخ بریدونه وکړل.

د ده په وینا، پاکستان د خپل ځان او خلکو د دفاع لپاره اقدامات کړي او تر هغې پورې به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، تر څو پورې چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ ختم شوی نه وي. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د روانو بریدونو په تړاو د یوناما راپور هر اړخیز او رېښتینی نه دی او باید په دقیقه توګه مستند مسایل راواخلي.

هغه وایي، یوناما هغو سیمو ته لاسرسی نه‌لري چې تر بریدونو لاندې راغلي او په دې اساس د دوی وروستی راپور ردوي.

عاصم افتخار احمد ټینګار کړی، چې په افغانستان کې بشري ناورین ډېر شوی او باید نړۍوالې مرستندویه ادارې خپلې همکارۍ دغه هېواد کې پراخې کړي. دې پاکستاني استازي ویلي، چې میلیونونه افغانان د دوی په هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېږي او «حتی د دوی خاورې ته یې ځینې ګواښ هم وو».

هغه د خپلو خبرو په پای کې ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د ورورولۍ تاریخي اړیکې لري او دوی له سولې برخمن افغانستان غواړي. د پاکستان استازي دا بیا وویل، چې د افغانستان اوسني واکمنان باید د وسله‌والو ډلو مخنیوی وکړي او په دې برخه کې د ګاونډیانو د امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.

فرانسه: د ښځو پر وړاندې د طالبانو نوي احکام د ژورې اندېښنې وړ دي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د فرانسې استازی وايي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د محدویتونو احکام جدي اندېښنې دي او فرانسه له افغان مېرمنو سره خپل پیوستون اعلانوي.

د هغه په وینا، دغه حکم بیا ښځې د دویمې درجې اتباعو په توګه راښيي او د افغان ښځو پر حقونو سیستماتیک نقض د جنسیت پر بنسټ د ځپنې بېلګه ده، چې د روم د اساسنامې له مخې کېدای شي د بشریت پر ضد جنایت وګڼل شي.

د فرانسې استازي ټینګار وکړ، چې طالبان باید د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي، په ځانګړي توګه د داعش - خراسان، القاعده او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې باید پرېکنده عمل وکړي.

هغه وویل، چې نړۍواله ټولنه باید ځان وپوښتي چې تر اوسه د طالبانو پر وړاندې غوره شوې تګلاره څومره اغېزمنه وه، ځکه د دوحې د بهیر له پیل راهیسې طالبانو یوازې په لا زیاتو پاروونکو اقداماتو ځواب ورکړی دی.

خو فرانسه د خبرو او ډیالوګ دروازه نه تړي او ټینګار کوي چې نه غواړي افغان ښځې او نارینه یوازې پرېښودل شي. استازي وویل چې فرانسه به د بشري مرستو له لارې د افغان ښځو او نارینه‌وو ملاتړ ته دوام ورکړي، که څه هم بشري مرستندویه بنسټونه په ډېرو سختو شرایطو کې خپلې چارې پر مخ وړي.

هغه یادونه وکړه، چې د امنیت شورا د ۲۷۲۰ پرېکړه لیک د داسې افغانستان غوښتنه کوي چې په سوله کې وي او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

فرانسه د یوناما او د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو هڅې وستایلې او ویې ویل چې د یوه ټولشموله سیاسي بهیر د رامنځته کولو لپاره د یوناما ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پانامه استازی: د طالبانو جزایي اصول‌نامه د افغانستان په اقتصاد او راتلونکي بدې اغېزې لري

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پانامه استازي ویلي، د‌ طالبانو جزایي اصول‌نامه د افغانستان پر اقتصاد او وضعیت ژورې منفي اغیزې لرلی شي. هغه زیاته کړې، چې طالبانو پر ښځو هم سخت بندیزونه لګولي او د ټولنې نیمایي وګړي یې له خپلو حقونو بې‌برخې کړې ډي.

د نوموړي په خبره، افغان مېرمنې په دولتي ادارو کې کار نه‌شي کولای او افغان نجونې د زده‌کړو له اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي. هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې هېوادونو او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

د پانامې استازي یادونه وکړه، چې په افغانستان کې اوسمهال د ټي‌ټي‌پي او داعش وسله‌والې ډلې فعالې دي.

چین: په افغانستان کې ترهګري او بشري ناورین جدي اندېښنه ده

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د چین استازي په ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ویلي، چې داعش - خراسان، ټي‌ټي‌پي، القاعده او نورې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې لا هم فعاله دي او یاد وضعیت د دغه هېواد او ګاونډیو لپاره جدي ګواښ جوړ کړی دی.

نوموړي وویل، چې د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه افغانستان د یوه ټولنیز او بشري بحران په حالت بدل کړی دی.

هغه وايي، چې ځینو هېوادونو افغانستان ته خپلې مرستې کمې کړې یا درولي، چې د تېر کال په اوږدو کې د ملګرو ملتونو د ډېرو مرستندویه پروګرامونو فعالیتونه اغېزمن شوي دي. د دې له امله ستونزې لکه د خوړو ناامني، د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه او د ماشومانو او امیندواره ښځو خوارځواکي لا پسې زیاته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ باید د افغانانو په ګټه وکارول شي او د کنګل کېدو موضوع باید حل شي. چین په دې برخه کې د خصوصي پروژو او د مخدره موادو پر ضد مبارزې ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، هڅه کوي چې د کوکنارو کر بدل شي او پر ځای یې نور کرنیز محصولات وکرل شي.

د چین استازي د افغانستان د نجونو او ښځو د زده کړو او روغتیايي خدمتونو محدودیتونه هم وغندل. هغه وویل چې دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځو روغتیا او پرمختګ ته زیان رسوي، بلکې د ټولنې پرمختګ او اقتصاد هم له ستونزو سره مخ کوي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلو ټولو وګړو، په ځانګړې توګه ښځو، بنسټیز حقونه رعایت کړي، څو د نړۍوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.

هغه وویل، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته د دندو محدودیتونه هم باید لغوه شي.

د چین استازي د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ شخړه هم د اندېښنې وړ وبلله او د دواړو لورو څخه یې وغوښتل چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

چین ژمنه وکړه چې د ډېپلوماتیکو لارو به منځګړیتوب وکړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به ښې کړي.

چین د دوحې د بهیر د پرمختګ هیله څرګنده کړه، د ویزو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه یې وکړه او ټینګار یې وکړ چې د امنیت شورا غړي دې د یوناما ماموریت تمدید ته دوام ورکړي.

د امریکا استازی: افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دردناکو کلونو تېرېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو استازي په ملګرو ملتونو کې وویل، چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له اوږدو او ډېرو دردناکو کلونو تېر شوی او د هېواد اوسنی وضعیت خورا خراب دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څخه څلور اوږده او دردناکه کلونه تېر شوي دي او د حیرانتیا خبره نه ده چې د دغه هېواد حالت ډېر خراب شوی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې طالبانو پر افغانانو پرله‌پسې سختۍ او کړاوونه تېر کړي دي او هغوی یې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې کړي دي. د امریکا استازي زیاته کړه، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي نه‌منل کېدونکي او «کرکجن» بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین او اقتصادي کړکېچ لامل شوي دي.

د ښاغلي والټز په وینا، په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو د رسولو هڅه کړې، طالبانو د «یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ» ته په دوام ورکولو او د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي له لارې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پروګرامونو د پلي کېدو مخه نیولې ده.

هغه دا کړنې د بد نیت پر بنسټ وبللې او ټینګار یې وکړ، چې واشنګټن د طالبانو د بدلون او د افغانستان د نړۍوالو ژمنو د رعایت په اړه جدي شکونه لري.

د امریکا استازي همدارنګه څرګنده کړه، چې متحده ایالات د داسې یوې ډلې په اړه هېڅ مثبت نظر نه لري، چې یو بې‌ګناه امریکایی یې په بند کې ساتلی دی. هغه زیاته کړه، که طالبانو د هېواد نیمایي وګړي له لومړنیو حقونو څخه نه وای بې‌برخې کړي، ښایي د نړۍوالې ټولنې له لوري افغانستان ته ډېرې مرستې ورکړل شوې وای.

هغه په پای کې وویل، چې متحده ایالاتو د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره میلیاردونه ډالره لګولي او ان خپلو سرتېرو یې په دې لاره کې ژوند بایللی دی، نو ځکه د افغانستان خلک د اوسني حالت پرتله د ډېر ښه وضعیت مستحق دي.