د توغندیو د بریدونو د خطر زنګونه هر څو ساعتونه وروسته غږېږي، واړه ماشومان له وېرې چیغې وهي او د چاودنو د اور لمبې اسمان روښانه کوي. د قطر په یوه کمپ کې د امریکا تر ادارې لاندې د بند پاتې شاوخوا زرو افغان کډوالو لپاره دا حالت هغه وخت پیل شو چې امریکا او اسراییل نږدې یوه اوونۍ وړاندې له ایران سره جګړه پیل کړه.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، دغه کسان د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د امریکايي ځواکونو په پخوانۍ اډه «اس سیلیه» کمپ کې امریکا ته د لېږد په تمه ایسار پاتې دي.
يواېساېټوډې ورځپاڼه وايي، په دغه اډه کې د مېشتو شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوالو ډېری برخه هغه کسان دي، چې د افغانستان په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی. نږدې ۱۵۰ تنه یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي. دا کډوال نور افغانستان ته د ستنېدو توان نه لري، ځکه هلته د طالبانو د حکومت له لوري د ځورونې، تعقیب او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
په منځني ختیځ کې تازه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ډونالډ ټرمپ حکومت او اسراییل پیل کړې، دغه کډوال په وېره او ګډوډۍ کې اچولي دي. د ایران غچ اخیستونکي توغندي د دوی له سرونو تېرېږي او د امریکا او قطر د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا شنډېږي، په داسې حال کې چې د چاودنو ټوټې پر ځمکه غورځي. د کمپ اوسېدونکو یادې امریکايي ورځپاڼې ته ویلي، چې د شپې ډېر خلک له خوبه بېبرخې وي، بهر ولاړ وي او په اسمان کې د توغندیو تګراتګ ګوري، په داسې حال کې چې نږدې چاودنې ماشومان سخت وېرولي دي.
په دغه کمپ کې څلورو کډوالو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یواېس ټوډي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، ځکه موضوع ډېره حساسه ده. د هغوی په وینا، د کمپ چارواکو او د قطر حکومت اوسېدونکو ته پیغام ورکړی چې د توغندیو له بریدونو وروسته باید د دې وضعیت په اړه په ښکاره ډول خبرې ونهکړي.
یوه ۱۴ کلنه افغانه نجلۍ چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، وایي: «موږ له جګړې تښتېدلي وو، خو اوس دلته هم جګړه ده؛ توغندي راځي، توغندي ځي او هره ورځ چاودنې کېږي». هغې زیاته کړه: «موږ هېڅ جرم نه دی کړی، خو په دې کمپ کې داسې ژوند کوو لکه په زندان کې چې یو».
د افغان اېواک له لوري د ټرمپ حکومت چارواکو ته په استول شوي یوه لیک کې ویل شوي، چې د دغه کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي وو، د اوږدو امنیتي څېړنو او مرکو له تېرېدو وروسته په امریکا کې د مېشتېدو لپاره منل شوي وو. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل سره سم د کډوالو د انتقال پروګرام په نامحدوده توګه وځنډاوه او دې کار د دغو کسانو ژوند د ګډوډۍ او بې برخلیکۍ نوي پړاو ته داخل کړ. ډېری افغانان اوس څو کاله کېږي چې د قطر په همدې کمپ کې بند پاتې دي.
کله چې امریکا او اسراییل پر ایران لومړنی برید وکړ، تهران د سیمې پر هغو هېوادونو چې د امریکا متحدین دي، لکه قطر باندې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه وکړل. کډوال وايي چې له هغې راوروسته اوس هره ورځ اس سیلیه کمپ کې وېره خپروي او مرګونې شېبې ګوري. د خطر زنګونه د ورځې څو ځله غږېږي او اوسېدونکي اړ کېږي چې په کوچنیو کانټینرونو کې پناه واخلي.
په هغه ګډ لیک کې چې د کمپ اوسېدونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د کانګرس غړو ته استولی، ویل شوي: «هغه کانټینرونه چې موږ پهکې ژوند کوو هېڅ خوندي نه دي او نور سم ځایونه هم نشته. کله چې د خطر زنګ غږېږي، ډېرې میندې او ماشومان خوندي ځای ته د تګ امکان نه لري».
په لیک کې زیاته شوې ده: «نږدې ۱۱۰۰ ملکي وګړي اوس له وېرې او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یادې ورځپاڼې ته په یوه ایمیل کې ویلي: «موږ په سیمه کې د ټولو اړوندو عملیاتي اندېښنو د حل لپاره په فعاله توګه کار کوو او په ځانګړي ډول د اس سیلیه کمپ د اوسېدونکو امنیت تضمینوو چې د امریکا تر ساتنې لاندې دي».
د توغندي ټوټې د یوې افغانې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې
کډوال وایي، د جګړې په لومړۍ ورځ د توغندیو د برید خبرداری هر پنځلس دقیقې یا تر هغه هم ژر اورېدل کېده، خو اوس هر څو ساعتونه وروسته غږېږي.
د دوی په وینا، کوچني ماشومان او امیندوارې ښځې د نږدې چاودنو په اورېدو له وېرې چیغې وهي. یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وایي، د کمپ ډېری اوسېدونکو، د هغې او د هغې د مور او پلار په ګډون د سختو رواني فشارونو له امله د خپګان ضد درمل ترلاسه کړي دي. یوه بل کس هم ویلي، چې د ده مېرمنې څو ورځې وړاندې د شدید فشار له امله خپل ماشوم له وخته مخکې زېږولی دی.
که څه هم تر اوسه پورې په کمپ کې څوک په فزیکي ډول ټپي شوي نه دي، خو ځینو کډوالو راپور ورکړی چې د شنډ شوي توغندي یوه ټوټه د یوې کورنۍ خونې ته نږدې لګېدلې ده. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې وروسته خپرې شوې، د چت په سر یو لوی سوری او لویې فلزي ټوټې ښيي چې پر ځمکه پرتې دي.
یو ۵۰ کلن افغان چې له لسو کلونو څخه زیات یې د امریکا له حکومت سره کار کړی او وروسته له افغانستانه تښتېدلی، وایي چې هغه د کمپ له مسوولینو غوښتي وو چې ماشومان خوندي ځای ته انتقال کړي، خو ورته ویل شوي چې بل ځای نشته.
هغه وویل، د مارچ په دویمه شاوخوا سل تنه د کمپ اوسېدونکو خپل سامانونه ټول کړل او هڅه یې وکړه د اصلي دروازې له لارې ووځي او دوحې ته ولاړ شي تر څو د قطري چارواکو مرسته وغواړي، خو امنیتي ساتونکو بېرته وګرځول.
د ده په وینا، ساتونکو ورته ویلي وو: «حکومت بوخت دی او ستاسو لپاره څه نهشي کولی؛ هغوی اوس د خپلو خلکو د ژغورلو په کار بوخت دي». دغه سړی وایي، ډېر کسان چې کلونه کېږي په کمپ کې ژوند کوي، لا له مخکې هم له رواني ستونزو سره مخ وو، خو وروستیو توغندیزو بریدونو وضعیت د ډېرو لپاره د نه زغملو وړ پرېښی.
هغه وویل، اوس دا کمپ «د دوزخ په شان ځای» ګرځېدلی دی. دا افغان زیاتوي: «یوازې د خدای په مهربانۍ تر اوسه ژوندي پاتې شوي یو، خو که دا حالت همداسې دوام وکړي، وضعیت به ورځ تر بلې خراب شي».
کډوال په لویو ګودامونو ته ورته ودانیو کې ژوند کوي چې په هره یوه کې سلګونه کسان اوسېږي او په دوه پوړیزو کټونو ویده کېږي. له توغندیزو بریدونو وروسته ډېر کسان د خوب لپاره فلزي کانټینرونو ته انتقال شوي دي. هغه انځورونه او ویډیوګانې چې دوی له یواېساې ټوډی سره شریک کړي ښيي، چې اووه یا اته کسیزې کورنۍ په یوه کوچني کانټینر کې په تنګ ډول اچول شوي او ماشومان د دېوالونو په تنګو کونجونو کې پراته دي. د اوسېدونکو په وینا، کله چې توغندي چاودېږي د کانټینرونو دېوالونه لړزېږي.
یو پلار چې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره له یو کال څخه زیات په دغه کمپ کې ژوند کوي وایي، د هغه لس کلنه لور د توغندیو له بریدونو وروسته نور نه خواړه خوري او نه خوب کولی شي.
هغه وویل: «لور مې وېرېدلې ده، شپه او ورځ ژاړي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې غواړي دغه کمپ د مارچ تر ۳۱مې وتړي، خو تر اوسه یې نه ده روښانه کړې چې اوسېدونکي به یې چېرې انتقال شي. هغو کډوالو چې له یادې امریکایي ورځپاڼې سره خبرې کړې دي، وایي چې دوی ته ویل شوي چې ښايي یوه نامعلوم درېیم هېواد ته واستول شي. د مارچ په درېیمه د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په غونډه کې ورته ویل شوي چې د دوی د راتلونکي ځای په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
دغه پلار په پای کې وویل: «جګړه پیل شوې ده او موږ نه پوهېږو څه به کېږي. زموږ راتلونکی به څه شي؟ زموږ د ماشومانو راتلونکی به څه وي؟».