• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړی. د تړون له مخې به د ۱۴ ډوله توکو لپاره ګمرکي تعرفې لغوه شي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډ فورم د روژې میاشتې له پای وروسته په کابل ښار کې جوړ شي.

دا پرېکړه د مارچ پر۶مه د ازبکستان د قانوني اسنادو په رسمي وېبپاڼه کې خپره شوې ده.

د دې هوکړې بنسټ د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۰مه د تاشکند د پانګونې نړیوال فورم په ترڅ کې کېښودل شو. هغه مهال د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر عزیز قدرتوف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پر تړون لاسلیکونه کړي وو.

د تړون له مخې به د ۱۴ ډوله توکو لپاره ګمرکي تعرفې لغوه شي. سربېره پر دې، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره به د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کولو بهیر هم اسانه شي. همدارنګه به د صادروونکو شرکتونو لپاره د ملاتړ میکانېزمونه پراخ شي.

د تړون د عملي کولو مسوولیت د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ګمرک کمېټې ته سپارل شوی، په داسې حال کې چې د ټول بهیر څارنه به د وزیرانو کابینه کوي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړل شوې چې افغان لوري ته د تړون د عملي کېدو رسمي خبر ورکړي.

تېره میاشت د ازبکستان د صدراعظم مرستیال جمشېد خواجه‌یف او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ویډیويي غونډې له لارې خبرې وکړې. په دې خبرو کې د ترجیحي سوداګرۍ د رژیم د پلي کېدو نېټه، د ګډې پانګونې پروژې او د صنعتي همکارۍ پراخوالی وڅېړل شول.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډ کاروباري فورم د روژې میاشتې له پای وروسته په کابل ښار کې ترسره شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

چین د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۰

چین د تاجکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي چې ټول لګښت یې ۴۲۴ میلیونه او ۸۳۰ زره چینایي یوان اټکل شوی. د تاجکستان حکومت دغه پروژه له مالیاتو، ګمرکي محصولاتو او نورو اجباري تادیاتو معاف کړې ده.

دا تړون د مارچ پر۴مه د تاجکستان د پارلمان په غونډه کې وڅېړل شو او تصویب شو. د چارواکو په وینا، د پروژې اساسي هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د مادي او تخنیکي امکاناتو پیاوړي کول دي.

د اسیا پلس د رپوټ له مخې، د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د مرستیال مرادعلي رجب‌زاده په وینا، پروژه به په درې پړاوونو کې عملي شي او د دویم پړاو د پلي کېدو لپاره اړوند تبادله شوي لیکونه لا دمخه لاسلیک شوي دي.

د تاجکستان د پارلمان د قانون، دفاع او امنیت د کمېټې غړي بهریدین ضیايي ویلي چې چین به د پروژې د څېړنې او ډیزاین چارې ترسره کړي او اړین تجهیزات او ودانیز توکي به هم برابر کړي.

همدارنګه به چین انجینران تاجکستان ته ولېږي، تخنیکي تجهیزات به نصب او تنظیم کړي او دفترونو او استوګنځایونو ته به فرنیچر او کمپیوټرونه برابر کړي.

د پروژې په چوکاټ کې به سړکونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو شبکې، برېښنا او نور اړین زیربنايي خدمات هم جوړ شي.

چارواکي وايي، د چین له لوري د دې پروژې مالي تمویل به هغه وخت پیل شي چې په چین کې اړوند داخلي قانوني مراحل بشپړ شي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې پلی شو، د چین په مالي مرسته د افغانستان پولې ته نږدې ۱۲ سرحدي تاسیسات جوړ شوي وو.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې چین غواړي د تاجکستان په بدخشان سیمه کې پوځي اډه جوړه کړي. دغه موضوع په ۲۰۲۱ کال کې د تاجکستان په پارلمان کې هم مطرح شوې وه.

خو وروسته د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د تاجکستان په خاوره کې د چین د پوځي اډې د جوړېدو په اړه راپورونه ناسم دي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله په دې وروستیو کې څو پېښو دوشنبه او بیجنګ له افغان خاورې د ګواښونو له اړخه اندېښمن کړي دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې؛ د پاکستان په بریدونو کې ۳ کسه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې په پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست ولایتونو کې د ملکي‌ خلکو پر کورونو بریدونه کړي. نوموړي ویلي، چې په دغه بریدونو کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

ښاغلي فطرت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې پاکستان د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې د ملکي خلکو کورونه په نښته کړي چې له کبله یې ۳ کسه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا؛ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ۷ کلیو د ملکي خلکو پر کورونو د پاکستان توغندي او هاوانونه لګېدلي، چې له کبله یې ۲ کسه ټپيان شوي‌ دي.

د طالبانو مرستیال ویاند وايي، چې د پکتیکا په برمل او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې هم د ملکي کسانو کورونه په نښته شوي دي. د نوموړي په خبره؛ تر بریدونو مخکې خلک له کورونو وتلي وو.

ملګري ملتونه: د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ د بشري فشارونو کچه لوړه کړې ده

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق استازی تاج الدین اویوالي وايي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښې اوسني وضعیت د بشري فشارونو کچه لوړه کړې ده.

نوموړي ویلي، د دغه بریدونو له کبله په افغانستان کې ۱۶۴زره کورنۍ بې‌ځایه شوې چې ۳۰زره یې د تېرې زلزلې اغېزمنې کورنۍ دي. یونېسف د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د تاج الدین ایوالي په حواله په یوه راپور کې لیکلي: «جیوپولیټيکي وضعیت د اکمالاتو په برخه کې لویه ګډوډي رامنځ ته کړې ده، ځکه چې بسټیز خدمات پر وخت نه رسېږي». د نوموړي په خبره؛ پر ډیورنډ کرښه ګډوډي د سیسټمونو پر فعالیت فشار زیاتوي او کاري چاپېریال ورځ تر بلې ستونزمن کوي.

هغه د دغه بریدونو اړوند د بې‌ځایه شویو کورنیو په اړه وايي: «شاوخوا ۱۶۴زره کسان په اغېزمنو ولایتونو کې په کور دننه بې‌کوره شوي، په دې کې د تېر کال د زلزلې شاوخوا ۳۰زره ژوندي پاتې شوي کسان شامل دي چې دا ځل هم بې‌کوره شوي.»

نوموړي ویلي، د ډاډ لپاره اقدام مهم دی که د ستنېدونکو کډوالو څپه زیاتېږي؛ نو باید کورنۍ پر وخت ملاتړ او خدمتونه ترلاسه کړي.

په پاکستان کې د افغانانو پراخه نیونه؛ ښځې، ماشومان او ناروغان زندانونو ته لېږدول شوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۰

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.

د معلوماتو له مخې؛ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد، د پنجاب لوی ښارونه لکه پېنډۍ، د خیبر پښتونخوا پېښور، کراچۍ، کوټه او نورو ښارونو کې د پولیسو عملیات پراخ شوي او ګڼ شمېر افغانان د اسنادو د نه‌لرلو یا د کډوالۍ د وضعیت د نه روښانتیا په تور نیول شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ؛ یوازې د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د روان کال د مارچ په لومړیو ورځو کې له ۲زرو زیات افغانان نیول شوي دي. دغه عملیات وروسته له هغې چټک شول، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په ډيوړنډ کرښه نښتې پیل شوې.

د مراد په نامه یو افغان چې د پېښور په بورډ بازار کې یې کوچنی کاروبار کاوه، د طالبانو سره د پاکستاني ځواکونو له نښتې وروسته په کور ناست دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « اوس حالت ډېر خراب دی، پولیس په نوم افغان ګوري او زندان ته یې وړي. موږ کاروبارونه بند کړي او په کورونو کې هم د بندیانو غوندې ژوند کوو، چې له دروازې ووځو نیول کېږو، ژوند خورا دېر سخت شوی دی».

سرچینې وایي، د ډيورنډ کرښې د لنډمهالی تړل کېدو له امله هغه افغانان چې نیول کېږي سملاسي افغانستان ته نه ستنول کېږي؛ بلکې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېږي. ویل کېږي، چې په نیول شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او ناروغان هم شامل دي.

په اسلام‌اباد کې یوشمېر کورنۍ چې د سرطان ناروغان لري او د درملنې لپاره راغلي وو؛ اوس سره د خپلو ناروغانو په اډیالان او اټک زندانونو کې بندیان دي. د دغه کورنیو له ډلې یو کس د نوم نه ښ،دلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سرطان په ناروغۍ اخته مور یې درملنې لپاره پاکستان ته راوستې؛ خو اوس یې ناروغه مور د پاکستان په زندان کې ده.

نوموړي زیاته کړه: « په ټوله دونیا کې په بارډر جنګونه کېږي؛ خو عامه خلکو سره حکومتونه دوښمني نه‌کوي، موږ دلته له مجبورې ورځې راغلي یو، د مور درملنه مو روانه وه؛ خو اوس په زندان کې ده، که د قانوني اسنادو خبره وي موږ چا ناقانونه کړي یو؟ ولې زموږ ویزې نه تمدیدېږي»؟

دغه کس همداراز وایي: «د پاکستان پولیس افغانانو سره د دوښمنانو په څېر سلوک کوي، هیڅ ډول انساني برخورد نه‌کوي، ناروغ نه ګوري، ماشوم نه ګوري، زنانه نه ګوري، بد رد وایي او زندانونو ته یې وړي».

په ځینو سیمو کې د پولیسو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي. د اسلام‌اباد په یوشمېر مېشت ځایونو کې پولیسو د افغانانو د کورونو دروازې ماتې کړې او خلک یې له خپلو کورونو نیولي دي.

لاتراوسه د دغه نیول شویو افغانانو کره شمېره نه‌ده خپره شوې. بل لور ته ډېری دغه نیول شوي افغانان هغه کسان دي، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

د دغه افغانانو له ډلې ډېری یې د درېیمو هېوادونو د کډوالۍ دوسیې لري او د امریکا، کاناډا، اروپايي هېوادونو یا نورو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي. په پلازمینه اسلام‌اباد کې د جمشېد په نامه یو افغان چې د امریکا د کډوالۍ ویزې په تمه دی وایي، د پولیسو سخت چلند یې د کورنۍ ټول غړي په رواني ناروغۍ اخته کړي.

جمشېد زیاتوي: « د پاکستان حکومت له طالب سره جګړه کوي؛ خو دوی یې زور له هغه خلکو باسي، چې له طالبانو راتښتېدلي دي، د دغه دوښمنۍ اندازه موږ ته هم نه لګېږي؛ خو دې روژې میاشت ته ګوره او په موږ د پولیسو چاپې. موږ لویان او ماشومان ټول په رواني نارغیو اخته شوي یو، چې دروازه وټکېږي له حالت مو یو خدای خبر وي».

دغه کسان وایي، چې اوس په خورا ستونزمن وضعیت کې دي؛ ځکه که افغانستان ته ستانه شي؛ نو د امنیتي ګواښونو او د احتمالي څار له ګواښ سره مخ دي. د بشري حقونو ځینې فعالان خبرداری ورکوي، چې د افغان کډوالو د پراخو نیونو دوام کولای شي د زرګونه هغه کسانو وضعیت نور هم کړکېچن کړي چې لاهم د نړۍوالو کډوالۍ پروګرامونو د پایلو په تمه دي.

دوی ټینګار کوي، چې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو زنداني کول د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي. په همدې حال کې افغان کډوال وایي، چې د نیولو له وېرې نه‌شي کولای په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او ډېری یې په کورونو کې پټ ژوند کوي؛ څو د پولیسو له نیونو ځان وژغوري.

یونېسف: له ایران نه ستانه شوي ماشومان له ستونزو او ناروښانه راتلونکې سره مخ دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي تاج الدین اویوالي په جېنوا کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې له ایران نه ستانه شوي ماشومان له ستونزو او ناروښانه راتلونکې سره مخ دي. هغه ویلي، چې د دوی لپاره د خوړو، روغتیا او نورو بنسټیزو بشري مرستو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

یونېسف د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د شخړو د زیاتېدو اغېزې د پولو هاخوا ماشومانو لپاره سملاسي ګواښونه رامنځ ته کوي. دوی زیاته کړې، چې له ایران نه افغانستان ته د اسلام‌کلا او نورو پولو له لارې ستنېدونکې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ناروښانه راتلونکې په اړه اندېښمنې دي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي ډاکټر تاج الدین اویوالي وايي: «موږ ډېرې مېندې ګورو، چې له خپلو ماشومانو سره د استوګنې مرکزونو ته راځي، ستړې، خپه او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې تمه کېږي که د راستنېدونکو شمېره زیاته شي؛ نو د ماشومانو پر وړاندې ګواښونه هم زیاتېږي».

نوموړي‌ زیاته کړې، چې دغه وضعیت د لومړي ځل لپاره نه؛ بلکې په ۲۰۲۵ کال کې د تاوتریخوالي او وېرې له کبله نږدې ۳ مېلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي.

هغه دا هم ویلي، چې افغانستان له څو اړخیزو کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا ۱۱ مېلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. د یونېسف دغه استازي‌ په ځانګړي ډول د بې‌سرپرسته ماشومانو پر ملاتړ او پاملرنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه په کار ده، په ځانګړې توګه بې‌سرپرسته او بې ملاتړه ماشومانو ته. نوموړي زیاته کړې: «تېر کال د راستنېدونکو په پراخه څپه کې یونېسف له ایران او پاکستان نه تر ۸زره د ډېرو بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ کړی دی».

یونېسف ټینګار کړی، چې ماشومان دا مهال د دوی تر ټولو جدي خوندیتوب او ملاتړ ته اړتیا لري.