سعودي عربستان وایي۵۶ بېپیلوټه الوتکې یې شنډې کړي

د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د جمعې له سهاره راهیسې یې ۵۶بېپیلوټه الوتکې چې د دغه هېواد هوايي حریم ته داخلې شوې وې، راپرځولي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو ډرون الوتکو څخه یوې هڅه کوله چې د پلازمېنې ریاض په لوړه کچه خوندي ډیپلوماتیکې سیمې ته نږدې شي، خو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، ودرول شوه.
د عربستان د دفاع وزارت مخکې هم ویلي وو چې د پنجشنبې په شپه د تېرو ۲۴ساعتونو په موده کې یې ۵۳ډرونونه شنډ کړي او پنځه بالستیک توغندي یې هم له منځه وړي دي.
د سعودي چارواکو په وینا، د هېواد دفاعي سیستمونه په دوامداره ډول د هر ډول احتمالي هوايي ګواښ پر وړاندې چمتو دي.
