د جرمني لومړی وزیر: موږ د ایران د جګړې برخه نه یو

د جرمني لومړي وزیر، فریدرېښ مېرڅ، ویلي چې هېواد یې د ایران له جګړې سره هېڅ تړاو نه لري او برلین نه غواړي په دې شخړه کې ښکېل شي.
مېرڅ د امریکا د هغې پرېکړې په اړه هم نیوکه وکړه چې د روسیې پر نفتو لګول شوي بندیزونه یې د لنډ وخت لپاره کم کړي دي. نوموړي وویل چې غواړي پوه شي د امریکا حکومت د دې اقدام تر شا څه انګېزه لري.
د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې د ایران دجګړې برخه نه ده او نه هم غواړي په دغه کړکېچ کې داخل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ایران اړوند کړکېچونه زیات شوي او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.
