د امریکا پوځ: تر دې مهال مو په ایران کې له ۶ زرو څخه زیات هدفونه په نښه کړي

د امریکا د ګډو وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، جنرال ډین کین، ویلي چې د امریکا پوځ تر دې مهاله په ایران کې له ۶زرو څخه زیات هدفونه په بریدونو کې په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې سنټکام د عملیاتو پر مهال پر «دښمن بشپړ برلاسی» لري او د سیمې وضعیت تر خپل کنټرول لاندې ساتي.
د هغه په وینا، دغه بریدونه د امریکا د پوځ د پراخو عملیاتو برخه ده چې د دښمن د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي.
کین ټینګار وکړ چې د امریکا پوځ به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي څو د سیمې امنیتي ګواښونه محدود کړي.
