حنیف اتمر پر کابل او ننګرهار د پاکستان بمبارۍ له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د پوځ له لوري پر کابل او ننګرهار د نن شپې هوایي بریدونه غندلي او دا یې د منل شویو نړۍوالو اصولو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید پر پاکستان فشار راوړي، څو د افغانستان پر خاوره بریدونه ودروي.
اتمر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه «وحشیانه بریدونه» یو ځل بیا د افغانستان د بېګناه ولس ترمنځ د ملکي وګړو د مرګژوبلې ناورین رامنځته کړی او د سیمې د امنیت او ثبات په اړه یې جدي اندېښنې راپارولي دي.
هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له دفتر (یوناما) وغوښتل، چې د دې پېښې په اړه بېطرفه او هر اړخیزې پلټنې ترسره کړي او پایلې یې په روښانه او شفافه ډول له عامو خلکو سره شریکې کړي.
د بهرنیو چارو دې پخواني وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې د دې خطرناک حالت د دوام د مخنیوي لپاره اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، که دا ډول بریدونه دوام ومومي، ښايي وضعیت له کنټرول څخه ووځي او د سیمې او ان تر هغې هاخوا د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ جوړ کړي.
اتمر ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کولی شي او باید د پاکستان حکومت دې ته اړ کړي چې د ګاونډي هېواد پر خاورې له «نه توجیه کېدونکي تېري» لاس واخلي. هغه همدارنګه وړاندیز وکړ، چې دغه شورا دې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د وضعیت او د دواړو لوریو د ژمنو د کچې د ارزونې لپاره خپلواکه څارنه رامنځته کړي.
د اتمر په وینا: «د پاکستان پوځ باید پوه شي چې پر داسې هېواد هوايي بریدونه چې د هوايي دفاع وړتیا نه لري، نه زړورتیا بلل کېدای شي او نه هم دا کار د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې اغېزمن تمامېږي».
هغه خبرداری ورکړ، چې د دې ډول بریدونو پایله به له شک پرته د تاوتریخوالي زیاتوالی او لا ډېره بېثباتي وي او ټینګار یې وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د عقلانیت، خبرو اترو او مسوولیت منونکي چلند لاره خپله کړي.
