تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۹۵ کورنۍ افغانستان ته جبري ستنې شوي

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تازه معلوماتو له مخې، پرون د نیمروز، هرات او کندهار له لارې ۹۵ کورنۍ هېواد ته جبري راستنې شوې.

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تازه معلوماتو له مخې، پرون د نیمروز، هرات او کندهار له لارې ۹۵ کورنۍ هېواد ته جبري راستنې شوې.
یاد کمېسیون ویلي، چې د نیمروز د ورېښمو پله لارې له لارې ۲۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۴ کورنۍ او د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۶ کورنۍ راستنې شوي دي.
کمېسیون زیاته کړې چې د راستنېدونکو کورنیو د خوندیتوب لپاره ۱۶ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او په سلګونو نورو کورنیو ته د خوراکي توکو، جامو او نورو اړینو مرستو وېش هم ترسره شوی دی.

ډیموکراټ سناتور کریس کونز د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي افغان کډوال د دوسیې د څېړنې غوښتنه کړې. د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال د دغې ادارې په بندخونه کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې مړ شوی دی.
سناتور کریس کونز ویلي چې نذیر پکتیاوال د امریکایي سرتیرو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کړې او امریکا ته د خوندیتوب د ژمنې سره راغلی و. نوموړي د یادې قضیې د څېړنې او حساب ورکولو غوښتنه کړې او زیاته کړې: «د هغه د نیولو او مړینې په اړه باید خپلواکه څېړنه وشي او د ناوړه چلند لپاره حساب ورکول اړین دي.»
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم یاده پېښه خواشنونکې یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې کډوالي جرم نه دی.
هغې په ایکس لیکلي: «کډوالې جرم نه دی. هیڅوک د خپل کور پریښودو پریکړه نه کوي مګر هغه مهال چې پاتې کېدل وروستي حد ته ورسیږي.»
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړی د هغه د مړینې په اړه څېړنې روانې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «پکتیاوال یوه پېژندل شوې جرمي مخینه درلوده؛ هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ځايي چارواکو لهخوا د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام کې د درغلۍ په تور چې یو جنایت بلل کېږي، نیول شوی وو. وروسته بیا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غلا په تور د دویم ځل لپاره هم ونیول شو».
خبرپاڼه زیاتوي، محمد نذیر پکتیاوال د مارچ په ۱۳مه (جمعه د کب ۲۲مه) په موخهییزو عملیاتو کې ونیول شو او په وینا یې، د نیولو او لومړنیو څېړنو پر مهال هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ راپور نهوو ورکړی.
تر دې مخکې د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي وو، محمد نذیر پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، دغه ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال نومېده او د دغې ادارې په بندخونه کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د مارچ په ۱۴مه (شنبه) د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې وفات شوی دی. دغې ادارې یاد افغان د جرمي مخینې لرونکی ناقانونه کډوال بللی دی.
دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړی د هغه د مړینې په اړه څېړنې روانې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «پکتیاوال یوه پېژندل شوې جرمي مخینه درلوده؛ هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ځايي چارواکو لهخوا د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام کې د درغلۍ په تور چې یو جنایت بلل کېږي، نیول شوی وو. وروسته بیا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غلا په تور د دویم ځل لپاره هم ونیول شو».
خبرپاڼه زیاتوي، محمد نذیر پکتیاوال د مارچ په ۱۳مه (جمعه د کب ۲۲مه) په موخهییزو عملیاتو کې ونیول شو او په وینا یې، د نیولو او لومړنیو څېړنو پر مهال هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ راپور نهوو ورکړی.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي: «د مارچ د ۱۳مې په ناوخته ماښام (جمعه د کب ۲۲مه) پکتیاوال په داسې حال کې چې د دالاس په دفتر کې د انتظار په خونه کې وو، د ساه لنډۍ او د سینې له درده شکایت وکړ. د کډوالۍ ادارې سمدستي بېړني طبي خدمتونه وغوښتل او هغه یې پارکلنډ روغتون ته ولېږداوه. د بېړنۍ خونې ډاکټر سپارښتنه وکړه، چې هغه باید د څارنې لپاره په روغتون کې پاتې شي».
د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، د مارچ د ۱۴مې په سهار وختي (شنبه د کب ۲۳مه) کله چې پکتیاوال د سهار چای ته ناست وو، ډاکټران متوجه شول چې د هغه ژبه پړسېدلې ده او سمدستي یې تر درملنې لاندې ونیوو، خو څو ساعته وروسته بیا مړ اعلان شو.
د یادې ادارې د معلوماتو لهمخې، محمد نذیر پکتیاوال د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۱مه د واشنګټن ډلس نړۍوال هوایي ډګر له لارې متحده ایالات ته داخل شوی وو او په مشروط ډول (پېرول) ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وه، چې دغه موده یې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۲۰مه پای ته رسېدلې وه.
تر دې مخکې د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي وو، محمد نذیر پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزنو کمیټې په دې وروستیو کې د طالبانو د هغو لوړپوړو غړو او چارواکو نوملړ خپور کړی، چې د دغې کمیټې لهخوا له بندیزونو سره مخ دي. په دې نوملړ کې د ملا محمد حسن اخوند، عبدالغني برادر او سراجالدین حقاني نومونه هم شامل دي.
د یاد نوي نوملړ لهمخې، د طالبانو ۲۲ چارواکي د امنیت شورا د سفر بندیز، د شتمینو کنګل کېدو او د وسلو د تحریم لاندې دي.
د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د کب پر ۱۹مه دا نوملړ تازه کړی، چې لهمخې یې د طالبانو د ادارې ډېری وزیران او لوړپوړي چارواکي پهکې شامل دي.
په یاد نوملړ کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مریستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر، د کرنې او مالدارۍ وزیر عبدالطیف منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم، د لوړو زدهکړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین قدرتالله جمال، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابي، د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی اخوند، د ښار جوړولو وزیر نجیبالله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د میدان ورګ والي خیرالله خیرخواه نومونه شامل دي.
د یاد طالب چارواکو او وزیرانو سربېره، حمیدالله اخوند، عزیزالرحمان، ګل اغا اسحاقزی، مالک نوري او احمدضیا چې د یادې ډلې غړي دي هم د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.
د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو یاد چارواکي د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ پرېکړهلیک لهمخې په خپل تحریمي نوملړ کې شامل کړي دي. په دغه نوملړ کې شامل کسان یوازې د امنیت شورا د رسمي اجازې په صورت کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي.
دا بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې لاس لري، وسلې چمتو کوي، کسان جذبوي یا د هغوی د فعالیتونو ملاتړ کوي چې د افغانستان سوله او ثبات ګواښي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سلواغې پر ۲۳مه پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه.
طالبانو پر افغانستان د خپلې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال بار بار د یادو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د پراخ بنسټه حکومت نشتوالی د دې لامل شو چې امنیت شورا پر یادې ډلې بندیزونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر او دوو ګوندونو پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو د اندېښنې څرګندولو سربېره د روانې شخړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي، پاکستان باید په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي.
د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ او د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د یکشنبې په شپه (د کب ۲۴مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د پاکستان د هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دوی له دواړو خواوو غوښتي، چې روانه وسلهواله شخړه سمدستي ودروي او زیاته کړې یې ده: «موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه ګڼو چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول ځپي. دا په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده، چې د دې جګړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي».
یادو پښتنو سیاستوالو خبرداری ورکړی، که پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې ژور بدلون رانهولي، نو روانه جګړه به لا ډېر ولسي وګړي وځپي او همداراز یې په لویو پرېکړو کې د پاکستان د پارلمان پر څنډې کېدو هم نیوکې کړې دي.
دوی ویلي: «د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې له روښانه بدلون پرته، د دې جګړې دوام به د ملکي وګړو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي. موږ همدارنګه په اندېښنې سره یادونه کوو چې پارلمان په هغو پرېکړو کې له پامه غورځول شوی چې د سیمې د خلکو لپاره ناوړه پایلې لري».
دغو سیاستوالو په یاده اعلامیه کې روښانه کړې، چې ترهګري د سیمې محصول نهدی، بلکې دغه «ویجاړوونکي ځواکونه» له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو د لګولو له لارې په سیاسي چاپېریال کې داخل شوي دي.
اعلامیه کاږي: «موږ غواړو دا روښانه کړو چې له لسیزو راهیسې افراطیت او ترهګري چې بېشمېره بېګناه انسانان یې وژلي، د سیمې د اصلي ټولنې محصول نهدي. کافي شواهد شته، چې دغه ویجاړونکي ځواکونه زموږ په سیاسي جوړښت کې د هغو میلیاردونو ډالرو له لارې داخل شوي چې له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي د بنسټونو په جوړولو او ساتلو کې لګول شوي دي».
د دوی په باور، له لسیزو راهیسې پښتانه دا غوښتنه لري چې پاکستان دې د تش په نامه «مخکښ کرښې دولت» رول پای ته ورسوي، په سیمه کې دې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د سولې، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ اړیکې پیل شي.
دغو سیاستوالو پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې «امپریالیستي یرغل» بللی او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې ده او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې دا نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند او شتمنۍ له منځه وړي، بلکې نړۍواله سوله هم ګواښي.
په لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیبالله مبارز وايي، چې په روان کال کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۰ ترافیکي پیښې شوې دي، چې له امله یې ۷۰ کسان مړه او ۲۱۴ نور ټپیان شوي دي.
مبارز همداراز زیاته کړې، چې یادې ترافیکي پېښې تر ډېره د کابل-جلالاباد پر لویه لاره، د مرکز مهترلام په ښار او ځینو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا: «دغه پیښې د کابل ـ جلالاباد د لوې لارې سربېره په مرکز مهترلام او بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي، چې له امله یې ۷۰ کسان مړه شوي او ۲۱۴ نور ټپیان شوي دي».
د لغمان د ترافیکو مدیر ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ښځې او ۵۰ نارینه شامل دي او همدارنګه په دغو پېښو کې ۴۸ ښځې او ۱۶۶ نارینه ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
په لغمان کې یاد طالب چارواکي ویلي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د سیارو پوستو (چیک پواینټونو) ترڅنګ د سرعت کنټرول کېمرې هم لګولې دي او له یو شمېر موټرو څخه یې لیزري څراغونه هم لرې کړې دي.