• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کډوالۍ ادارې د ټېکزاس په یوه روغتون کې د یوه افغان مړینه تایید کړه

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، دغه ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال نومېده او د دغې ادارې په بندخونه کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د مارچ په ۱۴مه (شنبه) د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې وفات شوی دی. دغې ادارې یاد افغان د جرمي مخینې لرونکی ناقانونه کډوال بللی دی.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړی د هغه د مړینې په اړه څېړنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پکتیاوال یوه پېژندل شوې جرمي مخینه درلوده؛ هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ځايي چارواکو له‌خوا د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام کې د درغلۍ په تور چې یو جنایت بلل کېږي، نیول شوی وو. وروسته بیا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غلا په تور د دویم ځل لپاره هم ونیول شو».

خبرپاڼه زیاتوي، محمد نذیر پکتیاوال د مارچ په ۱۳مه (جمعه د کب ۲۲مه) په موخه‌ییزو عملیاتو کې ونیول شو او په وینا یې، د نیولو او لومړنیو څېړنو پر مهال هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ راپور نه‌وو ورکړی.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي: «د مارچ د ۱۳مې په ناوخته ماښام (جمعه د کب ۲۲مه) پکتیاوال په داسې حال کې چې د دالاس په دفتر کې د انتظار په خونه کې وو، د ساه لنډۍ او د سینې له درده شکایت وکړ. د کډوالۍ ادارې سمدستي بېړني طبي خدمتونه وغوښتل او هغه یې پارکلنډ روغتون ته ولېږداوه. د بېړنۍ خونې ډاکټر سپارښتنه وکړه، چې هغه باید د څارنې لپاره په روغتون کې پاتې شي».

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، د مارچ د ۱۴مې په سهار وختي (شنبه د کب ۲۳مه) کله چې پکتیاوال د سهار چای ته ناست وو، ډاکټران متوجه شول چې د هغه ژبه پړسېدلې ده او سمدستي یې تر درملنې لاندې ونیوو، خو څو ساعته وروسته بیا مړ اعلان شو.

د یادې ادارې د معلوماتو له‌مخې، محمد نذیر پکتیاوال د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۱مه د واشنګټن ډلس نړۍوال هوایي ډګر له لارې متحده ایالات ته داخل شوی وو او په مشروط ډول (پېرول) ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې وه، چې دغه موده یې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۲۰مه پای ته رسېدلې وه.

افغان اېواک: د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې یو پخوانی افغان نظامي مړ شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي وو، محمد نذیر پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

امنیت شورا د طالبانو پر ۲۲ لوړپوړو چارواکو د بندیزونو نوملړ خپور کړ

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزنو کمیټې په دې وروستیو کې د طالبانو د هغو لوړپوړو غړو او چارواکو نوملړ خپور کړی، چې د دغې کمیټې له‌خوا له بندیزونو سره مخ دي. په دې نوملړ کې د ملا محمد حسن اخوند، عبدالغني برادر او سراج‌الدین حقاني نومونه هم شامل دي.

د یاد نوي نوملړ له‌مخې، د طالبانو ۲۲ چارواکي د امنیت شورا د سفر بندیز، د شتمینو کنګل کېدو او د وسلو د تحریم لاندې دي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د کب پر ۱۹مه دا نوملړ تازه کړی، چې له‌مخې یې د طالبانو د ادارې ډېری وزیران او لوړپوړي چارواکي په‌کې شامل دي.

په یاد نوملړ کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، اداري مریستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر، د کرنې او مالدارۍ وزیر عبدالطیف منصور، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده‌کړو پخوانی وزیر عبدالباقي حقاني، د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین قدرت‌الله جمال، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس نورالدین ترابي، د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی اخوند، د ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حقاني، د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د میدان ورګ والي خیرالله خیرخواه نومونه شامل دي.

د یاد طالب چارواکو او وزیرانو سربېره، حمیدالله اخوند، عزیزالرحمان، ګل اغا اسحاقزی، مالک نوري او احمدضیا چې د یادې ډلې غړي دي هم د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د طالبانو یاد چارواکي د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له‌مخې په خپل تحریمي نوملړ کې شامل کړي دي. په دغه نوملړ کې شامل کسان یوازې د امنیت شورا د رسمي اجازې په صورت کې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته سفر کولی شي.

دا بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې لاس لري، وسلې چمتو کوي، کسان جذبوي یا د هغوی د فعالیتونو ملاتړ کوي چې د افغانستان سوله او ثبات ګواښي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سلواغې پر ۲۳مه پر طالبانو د بندیزونو د څارنې ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځاوه.

طالبانو پر افغانستان د خپلې څه باندې څلور کلنې واکمنۍ پرمهال بار بار د یادو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د پراخ بنسټه حکومت نشتوالی د دې لامل شو چې امنیت شورا پر یادې ډلې بندیزونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان اپوزيسیون: پاکستان دې په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر او دوو ګوندونو پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د اندېښنې څرګندولو سربېره د روانې شخړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. دوی ویلي، پاکستان باید په سیمه کې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي.

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ او د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د یکشنبې په شپه (د کب ۲۴مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د پاکستان د هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دوی له دواړو خواوو غوښتي، چې روانه وسله‌واله شخړه سمدستي ودروي او زیاته کړې یې ده: «موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه ګڼو چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول ځپي. دا په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده، چې د دې جګړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي».

یادو پښتنو سیاستوالو خبرداری ورکړی، که پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې ژور بدلون رانه‌ولي، نو روانه جګړه به لا ډېر ولسي وګړي وځپي او همداراز یې په لویو پرېکړو کې د پاکستان د پارلمان پر څنډې کېدو هم نیوکې کړې دي.

دوی ویلي: «د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې له روښانه بدلون پرته، د دې جګړې دوام به د ملکي وګړو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي. موږ همدارنګه په اندېښنې سره یادونه کوو چې پارلمان په هغو پرېکړو کې له پامه غورځول شوی چې د سیمې د خلکو لپاره ناوړه پایلې لري».

دغو سیاستوالو په یاده اعلامیه کې روښانه کړې، چې ترهګري د سیمې محصول نه‌دی، بلکې دغه «ویجاړوونکي ځواکونه» له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو د لګولو له لارې په سیاسي چاپېریال کې داخل شوي دي.

اعلامیه کاږي: «موږ غواړو دا روښانه کړو چې له لسیزو راهیسې افراطیت او ترهګري چې بې‌شمېره بې‌ګناه انسانان یې وژلي، د سیمې د اصلي ټولنې محصول نه‌دي. کافي شواهد شته، چې دغه ویجاړونکي ځواکونه زموږ په سیاسي جوړښت کې د هغو میلیاردونو ډالرو له لارې داخل شوي چې له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي د بنسټونو په جوړولو او ساتلو کې لګول شوي دي».

د دوی په باور، له لسیزو راهیسې پښتانه دا غوښتنه لري چې پاکستان دې د تش په نامه «مخکښ کرښې دولت» رول پای ته ورسوي، په سیمه کې دې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د سولې، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ اړیکې پیل شي.

دغو سیاستوالو پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې «امپریالیستي یرغل» بللی او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې ده او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې دا نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند او شتمنۍ له منځه وړي، بلکې نړۍواله سوله هم ګواښي.

روان کال کې په لغمان کې ۸۰ ترافیکي پېښې شوې دي چې له امله یې ۷۰ تنه مړه شوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۰

په لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر حبیب‌الله مبارز وايي، چې په روان کال کې د لغمان ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۰ ترافیکي پیښې شوې دي، چې له امله یې ۷۰ کسان مړه او ۲۱۴ نور ټپیان شوي دي.

مبارز همداراز زیاته کړې، چې یادې ترافیکي پېښې تر ډېره د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره، د مرکز مهترلام په ښار او ځینو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د نوموړي په وینا: «دغه پیښې د کابل ـ جلال‌اباد د لوې لارې سربېره په مرکز مهترلام او بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دي، چې له‌ امله یې ۷۰ کسان مړه شوي او ۲۱۴ نور ټپیان شوي دي».

د لغمان د ترافیکو مدیر ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ښځې او ۵۰ نارینه شامل دي او همدارنګه په دغو پېښو کې ۴۸ ښځې او ۱۶۶ نارینه ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

په لغمان کې یاد طالب چارواکي ویلي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې د سیارو پوستو (چیک پواینټونو) ترڅنګ د سرعت کنټرول کېمرې هم لګولې دي او له یو شمېر موټرو څخه یې لیزري څراغونه هم لرې کړې دي.

افراسیاب خټک: د طالبانو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو کارونې پاکستان ته لوی سرخوږی جوړ کړی

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۰

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې بریدونه له ګواښوونکي پیغام سره سره تر ډېره ننداریز وو. د هغه په وینا، د طالبانو بې‌پيلوټه الوتکو د جګړې څرنګوالی بدل کړی او پاکستان ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.

افراسیاب خټک له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، پاکستان پر پښتونخوا، راولپېنډۍ او اسلام‌اباد د طالبانو د بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې تېره شپه په کندهار کې څو سیمې بمبار کړې. ملا یعقوب ویلي وو، که کابل وېشتل کېږي، نو اسلام‌اباد به هم وېشتل کېږي او د خټک په وینا، طالبانو خپله دغه وینا عملي هم کړه.

د افراسیاب خټک په باور، په دې جګړه کې د طالبانو له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو کارونه د یو اړخیزې جګړې مسیر بدل کړ او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

خټک وايي: «پر پاکستان د طالبانو ډرون بریدونو د دغې جګړې مسیر بدل کړی دی. پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی. تر دې مخکې د پاکستان هوايي ځواک له کوم خنډ پرته پر افغانستان بمبار کاوه او بېرته راته، خو طالبانو په لومړیو کې دغه وړتیا [د هوايي بریدونو وړتیا] نه‌درلوده».

دغه پښتون سیاستوال پر کندهار د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه سمبولیک ګڼي او وايي: «د پاکستان دغه وروستي بریدونه اصلا سمبولیک دي، یعنې د کندهار په نښه کول په دې معنا دي چې د طالبانو امیر هلته ژوند کوي او دا یعنې پاکستان غواړي طالبانو ته ګواښ وکړي، که اسلام‌اباد په نښه کوي نو غبرګون به بد وي او پاکستان به په کندهار او کابل کې اهداف په نښه کړي».

افراسیاب خټک په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې په لومړیو کې د طالبانو د جګړې ساحه یوازې د ډیورند کرښې په شاوخوا کې محدوده وه، خو اوس یې د بې‌پيلوټه الوتکو په کارونې سره نظامي تقابل ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا، پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوازې ولسي وګړي وژل شوي او بې‌کوره شوي، خو «طالبانو ته هېڅ زیان نه‌دی رسېدلی».

خټک د پاکستان او طالبانو تر منځ په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې د شویو خبرو پر څرنګوالي په نیوکو سره وویل: «تېرې خبرې د پاکستان د ای‌اېس‌ای او د طالبانو د استخباراتو او نظامیانو تر منځ وې؛ دا مذاکرات نه‌دي، مذاکرات باید د ډيپلوماټانو او سیاستوالو تر منځ وي».

دغه پښتون سیاستوال خبرداری ورکړ، که د پاکستان هوايي او د طالبانو ډرون بریدونه دوام ومومي نو دواړو هېوادونو ته به ډېرې ستونزې جوړې شي.

سلام حنفي: موږ له هېچا سره جګړه او ستونزې نه غواړو

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغې ډلې او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې له هېچا سره جګړه نه غواړي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له یو شمېر سیاسي شنونکو سره د روژه ماتي پر مهال له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د عبدالسلام حنفي له قوله لیکل شوي: «موږ له هېچا سره جګړه او ستونزې نه غواړو. د متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو، د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو؛ خو که څوک زموږ ملي حاکمیت نقض کړي، نو د خپل ولس او نظام دفاع پر ټولو لازم ده».

دغه لوړپوړي طالب چارواکي د پاکستان په وروستیو بریدونو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشینې ښودلې او وايي، جګړه پر افغانستان تحمیل شوې ده، خو طالبان تر دې مهاله پر شته ګواښونو برلاسي دي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې له تېرو څو اوونیو راهیسې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.