په ډېرو سیاسي نظامونو کې دا یو مهم اصل ګڼل کېږي چې د جګړې او بحران پر مهال د دولت لومړی شخص باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي، د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د خلکو د اندېښنو د کمولو هڅه وکړي.
په متحده ایالاتو کې د حکومت مشران د نړۍوالو جګړو او کړکېچونو په اړه پرلهپسې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه څو ځله خبرې کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس د روان وضعیت په اړه خبر وساتي. په ډېرو لوېدیزو سیاسي نظامونو کې د دې ډول څرګندونو هدف دا وي چې خلک پوه شي حکومت څه کوي او وضعیت تر کومه کنټرول لاندې دی، ځکه ولس د حاکمیت د مشروعیت اساسي مرجع ده.
په ایران کې هم ورته صحنه لیدل شوې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په وروستیو ورځو کې په تهران کې د خلکو تر منځ راښکاره شوی او هڅه یې کړې خپلو پلویانو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې د جګړې پر مهال له ولس سره ولاړ دی او د خلکو له اندېښنو خبر دی.
دا په سخت حالت کې د ولس د عامه روان او عقل د ډاډ هڅه ګڼل کېدای شي چې هېواد مشران یې کوي.
د افغانانو پوښتنه
پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان خلک هم دا حق لري چې له خپل واکمن څخه پوښتنه وکړي، چې څه روان دي او ولې غلی یې؟
له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د زیان اړولو ادعاوې کوي، هوايي بریدونه شوي دي، پاکستان د کابل سربېره کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او یو شمېر نورې سیمې بمبار کړې او زرګونه خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. سربېره پر دې، سوداګریزې لارې تړل شوې، بازارونه زیانمن شوي، بیې لوړې شوې او د ډېورنډ دواړو غاړو ته اقتصادي ژوند اغېزمن شوی دی.
خو په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د طالبانو تر ټولو لوړ مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم څرګند او مستقیم دریځ نه دی نیولی. حتا د کوچني اختر په وروستي پیغام کې هم د جګړې پر ځای ټینګار پر دې شوی چې د هغه د اوامرو اطاعت باید وشي.
دا پوښتنه ځکه جدي ده چې ملا هبت الله د طالبانو د واک تر ټولو لوړه پرېکړه کوونکې مرجع ګڼل کېږي؛ خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړی نه یوازې له رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکې ډېر کم په عام محضر کې هم راښکاره شوی او افغانانو یې مخ هم نه دی لیدلی.
په سیاسي نظامونو کې د مشر حضور یوازې یو سمبول نه وي؛ بلکې د بحران پر مهال د خلکو او خپلو پلویانو د ډاډ یوه مهمه وسیله هم ګڼل کېږي. کله چې جګړه، ناامني او بېباوري زیاته شي، خلک غواړي د خپل واکمن وویني، خبرې یې واوري او پوه شي چې څوک د وضعیت د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري؟
همدا اوس هېڅوک نه پوهیږي چې د وضعیت د کنټرول لومړۍ درجه مسوول څوک دی؟ او څه کوي؟
همدا لامل دی چې اوس د ډېرو افغانانو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د اوسني وضعیت کنټرول په رښتیا د چا په لاس کې دی؟ او په کومه کچه ډاډ موجود دی چې د افغانستان له خلکو دفاع کېږي؟
ځینې شنونکي باور لري چې د داسې وضعیت پر مهال خاموشي څو پیغامونه لرلای شي. یو احتمال دا دی چې مهمې پرېکړې یوازې د محدودې کړۍ په دننه کې کېږي او د ولس له فشار او پوښتنو لرې ساتل کېږي.
بل احتمال دا دی چې د سیاسي مشروعیت او حساب ورکولو هغه دود لا هم نه دی رامنځته شوی چې خلک وکولای شي له حاکم څخه پوښتنه وکړي.
خو د دې خاموشۍ تر ټولو ډېر تاوان عادي خلکو ته رسېږي.
کله چې جګړه روانه وي او خلک له رسمي سرچینو واضح معلومات ترلاسه نه کړي، اوازې زیاتېږي، بېباوري پراخېږي او خلک نه پوهېږي چې راتلونکی به څه ډول وي. سوداګر نه پوهېږي چې سوداګري به روانه پاتې شي که نه؟ او کورنۍ نه پوهېږي چې جګړه به نوره هم پراخه شي که پای ته به ورسېږي.
له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د جګړې پر مهال د مشرانو خبرې یوازې یو سیاسي بیان نه وي؛ بلکې د ولس لپاره د معلوماتو، ډاډ او شفافیت یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او ښايي همدا هغه پوښتنه وي چې اوس د افغانستان د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي:
که جګړه د هېواد پر خاوره روانه وي، ایا د هېواد واکمن باید چوپ پاتې شي، که د ولس مخې ته راشي او د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي؟
ځکه په جګړه کې یوازې مرمۍ نه لګېږي؛
خاموشي هم کله ناکله د خلکو پر باور او راتلونکې ژور اغېز پرېږدي.