پاکستان د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اسلاماباد ته وربللي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د طالبانو ضد یو شمېر مهم سیاسي جریانونه اسلام اباد ته وربللي دي او د هغوی د سفر په اړه لومړنۍ سلا مشورې روانې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د طالبانو ضد یو شمېر مهم سیاسي جریانونه اسلام اباد ته وربللي دي او د هغوی د سفر په اړه لومړنۍ سلا مشورې روانې دي.
لږ تر لږه دوو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ غونډې شوې دي او په دغو ناستو کې د پاکستان د بلنې په اړه بحثونه او سلا مشورې شوې دي.
د طالبانو ضد یوې پوځي جبهې یوه چارواکي هم تایید کړې چې د دې بلنې په اړه د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
تمه کېږي چې د کوچني اختر له پای ته رسېدو وروسته به په اسلاماباد کې یوه غونډه وشي چې د طالبانو د مخالفو مهمو سیاسي جریانونو استازي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي به پکې ګډون وکړي.
تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو وروستی نوملړ نه دی خپور شوی.
سرچینې وایي پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیاتوي چې له بلې خوا یې د پوځي فشارونو کچه هم لوړه کړې ده.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام په غبرګون کې د دې ډلې پر سیاستونو او له پاکستان سره د اړیکو په اړه نیوکې کړي او وایي چې د پاکستان پر بریدونو د طالبانو د مشر چوپتیا پوښتنې راولاړوي.
میاخیل ویلي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په پیغام کې له اسلامي هېوادونو سره د ورورولۍ او همکارۍ یادونه شوې، خو په وینا یې دا خبره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ګڼې بېځوابه پوښتنې راپورته کوي.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي،« ایا هغه کسان چې د پاکستان په بمباریو کې شهیدان او زخمیان کیږي، د هغوی کورنیو ته د تسلیت ویلو حق پرې دی او که نه؟ ایا ولس ته د اطمینان نور څه لري او که نه؟، او که یوازې به له نامعلوم ځای څخه د ده د فرمانونو اطاعت کوي».
هغه زیاته کړې چې د طالبانو مشر په خپل پیغام کې نه یوازې د پاکستان د بریدونو یادونه نه ده کړې، بلکې د دغه هېواد نوم یې هم نه دی اخیستی. میاخیل پوښتنه کړې: «ایا د طالبانو او پاکستان اړیکې باید د ورورولۍ پر بنسټ وي؟ ولې د طالبانو مشر د پاکستان بریدونه ونه غندل؟ او ایا دا بریدونه د طالبانو له همغږۍ پرته کېږي؟»
نوموړي همدارنګه د طالبانو د روانې واکمنۍ په کلونو کې د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي چې خلک لا هم د اقتصاد، امنیت او راتلونکې په اړه اندېښمن دي. د هغه په وینا، باید روښانه شي چې ایا د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی، د هېواد دننه امنیت ټینګ شوی او د جرمونو کچه راکمه شوې او که نه.
هغه خبرداری ورکړی چې که د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته نه شي، د افغانستان راتلونکی به لا هم له کړکېچ سره مخ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل وروستي اختریز پیغام کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو یادونه نه ده کړې او یوازې یې له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
په داسې حال کې چې همدا اوس د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې روانې دي، له اوکراین نه تر منځني ختیځه او له اسیا تر افریقا پورې د ډېرو هېوادونو مشران هڅه کوي خپل ولس د جګړو او کړکېچونو په اړه په دوامداره توګه خبر وساتي او هغوی ته ډاډ ورکړي، خو په افغانستان کې ملا هبت الله چوپ دی، ولې؟
په ډېرو سیاسي نظامونو کې دا یو مهم اصل ګڼل کېږي چې د جګړې او بحران پر مهال د دولت لومړی شخص باید د خلکو پوښتنو ته ځواب ووایي، د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او د خلکو د اندېښنو د کمولو هڅه وکړي.
په متحده ایالاتو کې د حکومت مشران د نړۍوالو جګړو او کړکېچونو په اړه پرلهپسې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه څو ځله خبرې کړې او هڅه یې کړې چې خپل ولس د روان وضعیت په اړه خبر وساتي. په ډېرو لوېدیزو سیاسي نظامونو کې د دې ډول څرګندونو هدف دا وي چې خلک پوه شي حکومت څه کوي او وضعیت تر کومه کنټرول لاندې دی، ځکه ولس د حاکمیت د مشروعیت اساسي مرجع ده.
په ایران کې هم ورته صحنه لیدل شوې ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په وروستیو ورځو کې په تهران کې د خلکو تر منځ راښکاره شوی او هڅه یې کړې خپلو پلویانو ته دا پیغام ورکړي چې حکومت یې د جګړې پر مهال له ولس سره ولاړ دی او د خلکو له اندېښنو خبر دی.
دا په سخت حالت کې د ولس د عامه روان او عقل د ډاډ هڅه ګڼل کېدای شي چې هېواد مشران یې کوي.
د افغانانو پوښتنه
پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان خلک هم دا حق لري چې له خپل واکمن څخه پوښتنه وکړي، چې څه روان دي او ولې غلی یې؟
له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ د کرښې په اوږدو کې جګړې روانې دي. دواړه لوري یو بل ته د زیان اړولو ادعاوې کوي، هوايي بریدونه شوي دي، پاکستان د کابل سربېره کندهار، هلمند، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او یو شمېر نورې سیمې بمبار کړې او زرګونه خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۱۵ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. سربېره پر دې، سوداګریزې لارې تړل شوې، بازارونه زیانمن شوي، بیې لوړې شوې او د ډېورنډ دواړو غاړو ته اقتصادي ژوند اغېزمن شوی دی.
خو په داسې حال کې چې جګړه روانه ده، د طالبانو تر ټولو لوړ مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر اوسه د دې جګړې په اړه کوم څرګند او مستقیم دریځ نه دی نیولی. حتا د کوچني اختر په وروستي پیغام کې هم د جګړې پر ځای ټینګار پر دې شوی چې د هغه د اوامرو اطاعت باید وشي.
دا پوښتنه ځکه جدي ده چې ملا هبت الله د طالبانو د واک تر ټولو لوړه پرېکړه کوونکې مرجع ګڼل کېږي؛ خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نوموړی نه یوازې له رسنیو سره مرکې نه کوي، بلکې ډېر کم په عام محضر کې هم راښکاره شوی او افغانانو یې مخ هم نه دی لیدلی.
په سیاسي نظامونو کې د مشر حضور یوازې یو سمبول نه وي؛ بلکې د بحران پر مهال د خلکو او خپلو پلویانو د ډاډ یوه مهمه وسیله هم ګڼل کېږي. کله چې جګړه، ناامني او بېباوري زیاته شي، خلک غواړي د خپل واکمن وویني، خبرې یې واوري او پوه شي چې څوک د وضعیت د کنټرول مسوولیت پر غاړه لري؟
همدا اوس هېڅوک نه پوهیږي چې د وضعیت د کنټرول لومړۍ درجه مسوول څوک دی؟ او څه کوي؟
همدا لامل دی چې اوس د ډېرو افغانانو په ذهن کې دا پوښتنه راولاړېږي: ایا د اوسني وضعیت کنټرول په رښتیا د چا په لاس کې دی؟ او په کومه کچه ډاډ موجود دی چې د افغانستان له خلکو دفاع کېږي؟
ځینې شنونکي باور لري چې د داسې وضعیت پر مهال خاموشي څو پیغامونه لرلای شي. یو احتمال دا دی چې مهمې پرېکړې یوازې د محدودې کړۍ په دننه کې کېږي او د ولس له فشار او پوښتنو لرې ساتل کېږي.
بل احتمال دا دی چې د سیاسي مشروعیت او حساب ورکولو هغه دود لا هم نه دی رامنځته شوی چې خلک وکولای شي له حاکم څخه پوښتنه وکړي.
خو د دې خاموشۍ تر ټولو ډېر تاوان عادي خلکو ته رسېږي.
کله چې جګړه روانه وي او خلک له رسمي سرچینو واضح معلومات ترلاسه نه کړي، اوازې زیاتېږي، بېباوري پراخېږي او خلک نه پوهېږي چې راتلونکی به څه ډول وي. سوداګر نه پوهېږي چې سوداګري به روانه پاتې شي که نه؟ او کورنۍ نه پوهېږي چې جګړه به نوره هم پراخه شي که پای ته به ورسېږي.
له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې د جګړې پر مهال د مشرانو خبرې یوازې یو سیاسي بیان نه وي؛ بلکې د ولس لپاره د معلوماتو، ډاډ او شفافیت یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او ښايي همدا هغه پوښتنه وي چې اوس د افغانستان د ډېرو خلکو په ذهن کې ګرځي:
که جګړه د هېواد پر خاوره روانه وي، ایا د هېواد واکمن باید چوپ پاتې شي، که د ولس مخې ته راشي او د روان وضعیت په اړه وضاحت ورکړي؟
ځکه په جګړه کې یوازې مرمۍ نه لګېږي؛
خاموشي هم کله ناکله د خلکو پر باور او راتلونکې ژور اغېز پرېږدي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې د ترکمنستان–هرات د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا مزي چې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند بند بقرچر سیمه کې پرې شوي وو، په لنډ مهاله توګه بېرته نښلول شوي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې یادو مزو په نښلول کېدو سره د هرات ښار او ددغه ولایت ولسوالیو برېښنا، چې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا څخه تمویلېږي، بېرته فعاله شوې ده.
د تېرې اونۍ واورې ورېدو، سختې یخنۍ او شدیدو توپانونو له امله د ترکمنستان–هرات ۲۲۰ کېلوولټ وارداتي برېښنا شپږ ستنې نړېدلې او زیانمنې شوې وې.
د بلوچستان ځایي پولیس چارواکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ایالت په نوکنډي سیمه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ افغان کډوال چې له ایران څخه وراوښتي وو، نیولي دي.
د پولیسو په وینا، په نیول شویو افغان کډوالو کې ۳۳ نارینه، ۱۴ ښځې او ۱۸ ماشومان شامل دي.
دوی زیاته کړې چې د نیول شویو کډوالو د سفر موخه اروپایي هېوادونه وو، خو په ایران کې د وروستیو نښتو له امله اړ شوي چې په غیر قانوني توګه د بلوچستان خاورې ته واوړي او د بیا تګ په هڅو کې وو.
پاکستاني محلي چارواکي وایي چې یاد عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ کړي او همدارنګه یې په سیمه کې جوړ شوي څلور لنډمهالي پناه ځایونه هم له منځه وړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مخالفانو دوه ورځنۍ غونډه په اروپايي پارلمان کې پیل شوې ده. دا د اروپايي پارلمان او د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د افغانستان د کړکیچ په اړه لومړۍ رسمي اړیکه ده.
اروپايي پارلمان نن، دوشنبه، د مارچ ۱۶ او سبا د طالبانو د یو شمېر سیاسي او پوځي مخالفینو کوربه توب کوي.
له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې مخکې نړیوالې غونډې تر ډېره د بشري مرستو، د ښځو د حقونو او د کډوالو د موضوعاتو پر محور راڅرخېدې، خو دا ځل د خبرو پام د طالبانو پر وړاندې سیاسي مخالفت او وسلهوال مقاومت ته اوښتی دی.
اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې تل له طالبانو سره د محدود تعامل پر سیاست ټینګار کړی او د دوی له مخالفو جبهو سره یې له ښکاره اړیکو ډډه کړې وه.
بلجیم تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه پاتې شوی دی.