د پاکستان حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي، د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر او د پارلمان غړی خوشحال خان کاکړ او د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د یکشنبې په شپه (د کب ۲۴مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان د پاکستان د هوايي بمباریو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دوی له دواړو خواوو غوښتي، چې روانه وسلهواله شخړه سمدستي ودروي او زیاته کړې یې ده: «موږ دا تاوتریخوالی یوه نااعلان شوې جګړه ګڼو چې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته مېشت پښتانه په نامتناسب ډول ځپي. دا په ژوره توګه د اندېښنې وړ ده، چې د دې جګړې ۹۹ سلنه قربانیان پښتانه دي».
یادو پښتنو سیاستوالو خبرداری ورکړی، که پاکستان د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ کې ژور بدلون رانهولي، نو روانه جګړه به لا ډېر ولسي وګړي وځپي او همداراز یې په لویو پرېکړو کې د پاکستان د پارلمان پر څنډې کېدو هم نیوکې کړې دي.
دوی ویلي: «د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې له روښانه بدلون پرته، د دې جګړې دوام به د ملکي وګړو ژوند نور هم له خطر سره مخ کړي. موږ همدارنګه په اندېښنې سره یادونه کوو چې پارلمان په هغو پرېکړو کې له پامه غورځول شوی چې د سیمې د خلکو لپاره ناوړه پایلې لري».
دغو سیاستوالو په یاده اعلامیه کې روښانه کړې، چې ترهګري د سیمې محصول نهدی، بلکې دغه «ویجاړوونکي ځواکونه» له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د میلیاردونو ډالرو د لګولو له لارې په سیاسي چاپېریال کې داخل شوي دي.
اعلامیه کاږي: «موږ غواړو دا روښانه کړو چې له لسیزو راهیسې افراطیت او ترهګري چې بېشمېره بېګناه انسانان یې وژلي، د سیمې د اصلي ټولنې محصول نهدي. کافي شواهد شته، چې دغه ویجاړونکي ځواکونه زموږ په سیاسي جوړښت کې د هغو میلیاردونو ډالرو له لارې داخل شوي چې له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي د بنسټونو په جوړولو او ساتلو کې لګول شوي دي».
د دوی په باور، له لسیزو راهیسې پښتانه دا غوښتنه لري چې پاکستان دې د تش په نامه «مخکښ کرښې دولت» رول پای ته ورسوي، په سیمه کې دې د سترو قدرتونو د تاوتریخوالي پروژې ختمې کړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د سولې، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ اړیکې پیل شي.
دغو سیاستوالو پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې «امپریالیستي یرغل» بللی او د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې ده او همداراز یې خبرداری ورکړی، چې دا نه یوازې د سیمې د خلکو ژوند او شتمنۍ له منځه وړي، بلکې نړۍواله سوله هم ګواښي.