هند: پاکستان پر کابل د برید له لارې هڅه کوي کورنۍ ناکامۍ د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر کابل د پاکستان د تېرې شپې برید غندلی او دا یې «نه بښوونکی تاوتریخوالی» یاد کړی. هند ویلي:«دا د پاکستان دوامداره چلند او بې پروايي ښيي او هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ د کرښو ها خوا د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.»
