د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د جمعې په ورځ وویل، چې په ایران کې د جګړې پر «تدریجي کمولو» غور کوي. د ټرمپ سلاکاران هم غواړي چې د ډیپلوماسۍ لپاره لاره هواره کړي.
د اکسیوس د راپور لهمخې، د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هر ډول هوکړه کې باید د هرمز تنګي بیا پرانېستنه او په ایران کې د لوړې کچې غني شویویورانیمو زیرمو ته رسېدنهشامله وي او همدارازد اټومي پروګرام، بالستیک توغندیو او په سیمه کې د ایران لهخوا د نیابتي ځواکونو د ملاتړ په اړه یوه اوږدمهاله هوکړه رامنځته شي.
په دې وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه اړیکه نهده رامنځته شوې، خو مصر، قطر او برېتانیا د دواړو لورو ترمنځ پیغامونه تبادله کړي دي.
یوه امریکايي چارواکي او دوو نورو سرچینو اکسیوس ته ویلي،مصر او قطر امریکا او اسراییل ته خبر ورکړی چې ایران مذاکراتو ته لېوالتیا لري، خو په خورا سختو شرایطو سره.
د ایران په غوښتنو کې اوربند، په راتلونکي کې د جګړې د نهپیلېدو تضمین او غرامت ورکړه شامل دي.
یوه امریکايي چارواکي وویل: «زموږ لیدلوری دا دی چې موږ د ایران د ودې مخه نیولې» او باور لري، چې ایران به د مذاکرې مېز ته راشي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې امریکا غواړي ایران شپږ ژمنې وکړي؛ په دې ژمنو کې د پنځو کلونو لپاره د توغندیز پروګرام نه لرل، صفر ته د یورانیمو د غني کولورسول، د نطنز، اصفهان او فردو د اټومي تاسیساتو د ریکټورونو لهمنځه وړل، د سنټرفیوژونو او اړوندو تجهیزاتو پر جوړولو او کارولو کلکه بهرنۍ څارنهاو په لبنان کې د حزبالله، په یمن کې د حوثیانو یا په غزه کې د حماس په څېر د نیابتي ځواکونو نه تمویل شامل دي.
ایران په تېر کې په ځلونو ځینې دغه ډول غوښتنې رد کړي او ایراني چارواکو ویلي، چې له هغه ولسمشر سره خبرې ستونزمنې دي، چې د پیل کړو خبرو پر مهال یې یو ناڅاپي نظامي برید وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ (د وري په لومړي) خپل هندي سیال ته وویل، چې په هرمز تنګي کې د وضعیت عادي کول د امریکا او اسراییل د بریدونو بندولو او په راتلونکي کې یې د نه تکرارېدو ژمنې ته اړتیا لري.
ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې له خبرو اترو سره مخالف نهدی، خو دا مهال د اوربند لپاره د ایران د غوښتنې منلو ته لېوالتیا نهلري.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې ټرمپ د غرامت غوښتنه «په بشپړ ډول د نهمنلو وړ» بولي.
یوه بل چارواکي بیا ویلي، چې ښايي د ایران د کنګل شویو شتمنیو د بېرته ورکړې په اړه د خبرو لپاره زمینه برابره شي.