اکسیوس: امریکا او ایران د اوربند لپاره سخت شرطونه ټاکلي

د اکسیوس د راپور له مخې؛ د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د احتمالي سولې د خبرو اترو په اړه لومړني تماسونه شوي، چې دواړه خواوو د اوربند لپاره سخت شرطونه وړاندې کړي دي.
اکسیوس خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي او یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د ډونالد ټرمپ حکومت د ایران په وړاندې د راتلونکو ګامونو او د احتمالي سولې د خبرو اترو د پیل په اړه لومړنۍ ارزونې پیل کړې دي.
د امریکایي چارواکو په خبره؛ تمه ده چې شخړه له ایران سره دوه تر درې اونیو پورې دوام وکړي. په دې منځ کې جرد کوشنر او سټیف ویتکاف په هغو خبرو اترو کې برخه لري، چې د احتمالي ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره ترتیب شوې دي.
سرچینې وايي، چې په وروستیو ورځو کې مستقیم تماس د امریکا او ایران ترمنځ نهدی شوی؛ خو مصر، قطر او بریتانیا د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه لیږلي دي. ایران د خبرو اترو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې؛ خو د اوربند، د جګړې د بیا نه پیلولو تضمین او د تاوان د ورکړې په ګډون سخت شرطونه لري.
یوه امریکایي چارواکي ویلي، واشنګټن له تهران څخه شپږ ژمنې غواړي چې پهکې د پنځو کلونو لپاره د توغندیو پروګرام بندول، د یورانیمو غني کول صفر ته رسول، د نطنز، اصفهان او فردو تاسیساتو تړل، سخته څارنه، د سیمهییزو وسلو د کنټرول تړونونه او د نیابتي ځواکونو مالي ملاتړ بندول شامل دي.
