سټیو ویټکاف: ایران ویلي و چې د ۱۱ اټومي وسلو د جوړولو لپاره کافي یورانیم لري

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف ویلي چې د ایران استازو د جګړې له پیل څخه مخکې په ډېپلوماټیکو لیدنو کې څرګنده کړې وه چې د یورانیمو د غني کولو پر «حق» کلک ولاړ دي او د ۱۱ اټومي وسلو د جوړولو لپاره کافي یورانیم لري.
د هغه په وینا، دغه دریځ واشنګټن دې پایلې ته رسولی چې تهران د خپل اټومي پروګرام پرېښودلو ته تیار نه دی.
ویټکاف د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د کابینې غونډې ته د پخوانیو ډېپلوماټیکو هڅو د تشریح پر مهال وویل چې د ایران استازو تل په دې ټینګار درلود چې د یورانیمو غني کول د هغوی اساسي حق دی او د هېڅ ډول فشار یا معاملې په بدل کې یې پرېښودلای نشي.
هغه زیاته کړه چې امریکایي چارواکو وروسته دا معلومات ترلاسه کړل چې ایران شاوخوا ۴۶۰کیلوګرامه ۶۰سلنه غني شوی یورانیم لري، هغه اندازه چې د ویټکاف په وینا، په بالقوه ډول د ۱۱اټومي وسلو د جوړولو لپاره کافي ګڼل کېږي.
هغه وویل چې د ایران دا دریځ او د هغوی د غني شوي موادو کچه د امریکا اندېښنې لا زیاتې کړې او واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې تهران د خپل اټومي هدف د پرېښودلو نیت نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د دې موضوع د مدیریت لپاره د امریکا «دقیق، دوامدار او عملي ډېپلوماټیک چلند» اړین دی.
