په هلمند کې د طالبانو د قول اردو چارواکو ډیورند کرښې ته څېرمه له پوستو څخه لیدنه کړې

د پاکستان او طالبانو تر منځ د اوربند له پایته رسېدو وروسته په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو چارواکو د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې ډیورند کرښې ته څېرمه له امنیتي پوستو څخه لیدنه کړې ده.
په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد قول اردو د لومړي پلې لوا قومندان محمد نسیم سراجي د یوه پلاوي په مشرۍ پر ډیورنډ کرښه له پرتو پوستو او طالب سرتېرو څخه لیدنه کړې ده.
د پوستو د لیدنې په موخه یاد طالب چارواکو د نیمروز ولایت له چهار برجک ولسوالۍ څخه پیل او د هلمند تر بهرامچې ولسوالۍ پورې د ډیورنډ کرښې ټولو سیمو، پوستو او طالب سرتېرو څخه لیدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوي له ټولو پوستو څخه د لیدنې پر مهال د هغوی د ستونزو د حل ډاډ هم ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي اعلان کړی، چې اسلاماباد د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د «غضب للحق» په نوم عملیات بېرته پیل کړي دي.
اندرابي په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا عملیات «هدفمند» دي او د کوچني اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند هم پای ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، پاکستان دا عملیات د فبرورۍ په ۲۶مه (د کب ۷مه) پیل کړي وو.
