د پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د ستنولو مخه ونیوله

د خیبر پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې دې یاد کسان له هېواده نه باسي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې دې یاد کسان له هېواده نه باسي.
محکمې د دغو کډوالو له لوري د ثبت شوې عریضې په اړه د تېرې اورېدنې لیکلی حکم صادر کړی، چې له مخې یې د سرحدي او کډوالو چارو وزارت څخه د ۱۴ ورځو په موده کې د وضاحت غوښتنه شوې ده.
د محکمې په حکم کې ویل شوي چې د فدرالي پلټنو ادارې خپل ځواب وړاندې کړی، خو د دولت استازي د کډوالو چارو وزارت له لوري د ځواب لپاره د اضافي وخت غوښتنه کړې وه. محکمې د راتلونکې اورېدنې پورې د ځواب د وړاندې کولو مهلت ورکړی دی.
د عریضه کوونکو د وکیل کاشف جان په وینا، دغه کسان افغان وګړي دي چې دا مهال په خراسان کمپ کې مېشت دي. نوموړي ویلي چې یادو کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د کډوالو د ملاتړ له نړیوالې ادارې سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي.
وکیل له محکمې غوښتي چې تر هغه وخته پورې چې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، دغه کډوال دې له هېواده ونه ایستل شي.
له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلاماباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د ناروې د کډوالو شورا وایي، اوس مهال د ایران د جګړې له امله د څلورو میلیونو څخه ډېر افغانان د تر ټولو زیانمنو خلکو په ډله کې شمېرل کېږي. دغه شورا زیاتوي، چې ډېری افغانان د خوندي ځای موندلو توان نه لري او یا ورته اجازه نه ورکول کېږي چې د جګړې او ناامنو سیمو ووځي.
یادې شورا د جمعې په ورځ، د وري ۷مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په ایران کې ډېری افغان کورنیو خپل یوازینی عاید له لاسه ورکړی، ځکه چې غیر رسمي کارونه نشته او اقتصادي فعالیتونه کمزوري شوي دي. راپورونه ښيي چې ګڼ افغانان په هغو ښارونو کې مېشت دي چې د بریدونو، سیاسي بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله ډېر زیانمن دي.
دغه شورا زیاتوي چې ډېری افغانان د خوندي ځای موندلو توان نه لري او یا ورته اجازه نه ورکول کېږي چې د جګړې او ناامنۍ له سیمو ووځي. د جګړې له پیلېدو وروسته تر اوسه له ۳۵ زرو ډېر افغانان اړ شوي چې له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شي، خو تر اوسه هم له یو میلیونه ډېر افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، هغه هېواد ته چې د هغوی د منلو وړتیا نلري.
د شورا چارواکو خبرداری ورکړی چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د دوی په وینا:
«هره اونۍ په دې جګړه میلیاردونه ډالر لګېږي، خو زموږ د ژوند ژغورنې مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي. نړیوال تمویل باید زیات شي، څو د خلکو لوږه، بېکوري او نور کړاوونه کم شي.»
دغه شورا وايي که جګړه دوام وکړي نو په سیمه کې به پراخ انساني ناورین رامنځته شي او احتمال شته چې میلیونه خلک د پولو د اوښتو هڅه وکړي، چې دا به د سیمې پر لا زیانمن حالت دروند فشار واچوي.
اداره زیاتوي چې ټولو اړخونو ته پکار ده نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي، ملکي وګړي او ملکي بنسټونه خوندي وساتي او د شخړې د حل لپاره سیاسي لار غوره کړي.
د شورا په خبره، په ایران کې د یو میاشتني پرلهپسې بمبار وروسته، ملکي خلک له سختو روحي او فزیکي زیانونو سره مخ دي. میلیونه کسان د خوندي ځای په لټه کې تښتېدلي او نور په وېره کې پاتې دي ځکه هېڅ ځای خوندي نه ښکاري. د شورا د معلوماتو له مخې، د امریکا، اسراییل او ایران د بریدونو له امله په سیمه کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې تر نیمایي زیات یې په ایران کې دي.
د جګړې له امله په ګڼو ښارونو کې کورونه، روغتونونه او ښوونځي زیانمن شوي دي. د ایران په ګڼو سیمو کې خلک د کړکیو د شیشو د ماتېدو د مخنیوي لپاره خپلې کړکۍ ټېپوي، ځکه د همدې ټوټو له امله ډېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي. همدارنګه، د انټرنېټ پرچاوې او د بانکي خدمتونو ګډوډۍ د خلکو ورځنی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
دغه شورا وايي چې د دوی کارکوونکي په ډېر سختو شرایطو کې د جګړې له امله اغېزمنو کورنیو سره د مرستې هڅې کوي او په داسې حال کې کار ته ادامه ورکوي چې د چاودنو غږونه هره شپه اوري او خپل ژوند ته اندېښمن وي.
په ایران کې د جګړې، اقتصادي ستونزو او پرلهپسې بریدونو له امله د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې لوړېږي. د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان دننه بېځایه شوي. دغه شورا زیاتوي چې له ۴،۴ میلیونو څخه ډېر افغانان په ایران کې ژوند کوي چې ۱،۴ میلیونه یې بې اسناده دي او ۷۸ سلنه یې په ښارونو کې مېشت دي. د جګړې د زیاتېدو له امله یوازې د فبرورۍ له ۲۸مې تر د مارچ ۲۱مې پورې ۳۵ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو لا هم میلیونونه کسان د بېځایه کېدو له خطر سره مخ دي.
ملګري ملتونه وایي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه له پاکستان څخه تر ۱۶۰زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دې بهیر پر بشري مرستو د فشار کچه لوړه کړې ده.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې پرانیستل ښايي د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر نور هم چټک کړي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۱.۹۲میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي او د لا ډېرو د ستنېدو احتمال شته.
مرستندویو بنسټونو ویلي چې دا بهیر په داسې حال کې روان دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې هم زیاتې شوې دي. دا نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو پیل شوې، د خلکو د بېځایه کېدو، د ملکي تلفاتو او د مهمو زیربناوو د زیان سبب شوې دي. یونیسف دا وضعیت «بحراني او چټک بدلېدونکی» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د فبرورۍ له وروستیو تر د مارچ تر نیمایي پورې لږ تر لږه ۲۸۹ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان دي، چې له دې ډلې ۷۶تنه وژل شوي دي. ښځې او ماشومان د قربانیانو له نیمایي زیات جوړوي.
همداراز، شاوخوا ۱۱۵زره کسان د تاوتریخوالي له امله تازه بېځایه شوي، که څه هم د دې شمېر د تایید بهیر لا روان دی خو ډېری دا بېځایه شوي کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي او روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او سرپناه ته محدود لاسرسی لري.
د یاد سازمان په وینا، دا وضعیت د افغانستان موجود بشري بحران نور هم ژور کړی دی. په ۲۰۲۶کال کې شاوخوا ۲۱.۹میلیونه کسان، چې له دې ډلې ۱۱.۶میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
نښتو همداراز کورونو، روغتیايي مرکزونو او بنسټیزو زیربناوو ته زیان اړولی او په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې د اساسي خدمتونو وړاندې کول یې ټکني کړي دي. په وروستیو اوونیو کې لسګونه د تغذیې مرکزونه تړل شوي او د ناامنۍ له امله سلګونه درسي ټولګي او لنډمهالي ښوونیز مرکزونه هم بند شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړې، چې د دغه هېواد د یوه سرحدي ساتونکي له ټپي کېدو وروسته، د تورخم دروازه یو ځل بیا د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ تړل شوې ده. پاکستان د پنجشنبې په ورځ، نږدې له یوې میاشتې ځنډ وروسته، د ډیورنډ پر کرښه دا دروازه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستې وه.
پاکستاني «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ماښام د افغانستان له خاورې د برید په ترڅ کې د یوه امنیتي چارواکي له ټپي کېدو وروسته، د جمعې په ورځ د بېاسناده افغانانو د ایستلو بهیر ودرول شو.
د د ډیورنډ په کرښه د تورخم دروازه د پنجشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستل شوې وه.
په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د اولخان پوستې ته نږدې د سرحدي ځواکونو د یوه غړي له ټپي کېدو وروسته، ټول سرحدي ځواکونه بشپړ چمتووالي ته داخل شوي دي. دغه پېښه د پنجشنبې په شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.
په تورخم کې پاکستاني سرچینو ویلي چې، سره له دې چې د ملي ثبت احوال ادارې، فدرالي تحقیقاتي ادارې، ملي لوژستیک شرکت، پولیسو او نورو دولتي بنسټونو کارکوونکي حاضر وو، هغوی ته امر وشو چې د افغانانو د ثبت او ایستلو بهیر سمدستي ودروي. د دغو سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۲۰ بېاسناده افغانان ثبت او بیا د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه کړل شول.
په تورخم کې د پاکستان امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سرحدي امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله د کډوالو د ایستلو بهیر درول شوی او سرحدي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي. هغوی زیاته کړه چې د «افغان لوري د تهاجمي چلند» له امله دا بهیر دا مهال دوام نه شي کولی.
په وروستیو میاشتو کې، له طالبانو سره د اړیکو د خرابېدو په ترڅ کې، پاکستان میلیونونه افغان کډوال ایستلي دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې په بېساري ډول ترینګلې شوې دي. اسلاماباد طالبان د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان د افغانستان د بېثباته کولو لپاره پلانونه لري.
بلخوا، د اختر په ورځو کې لنډمهاله اوربند پای ته رسېدلی او پاکستاني چارواکو د «غضب الحق» عملیاتو د بیا پیل ټینګار کړی دی.
هغو سلګونو افغان ځانګړو سرتېرو ته، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د طالبانو پر ضد د بریتانیا له ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې وه، وروسته له هغې په بریتانیا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه چې د هغوی د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې رد شوې وې.
بریتانوی رسنۍ د جمعې په ورځ، د وري ۷مه، راپور ورکړ، چې د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې ۸۸۴ هغه پرېکړې یې بېرته اخیستې دي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې مخه یې نیولې وه. له دې سره اوس د دغو «ټرېپلز» په نوم پېژندل کېدونکو سرتېرو لپاره دا فرصت برابر شوی چې په بریتانیا کې د مېشتېدو قانوني حق ترلاسه کړي.
دغه افغان پوځیان، چې د افغانستان په جګړو کې یې د بریتانیا له ځانګړو ځواکونو سره اوږدمهاله او نږدې همکاري لرله، په پیل کې له دې امله رد شوي وو چې ګواکې دوی د مېشتېدو شرایط نه پوره کوي. خو د ملاتړو د دوامدارو هڅو او د بریتانیا د پوځ د افسرانو د فشار له امله حکومت ومنله چې دا کسان په حقیقت کې د بریتانیا له خوا تمویل شوي او د ملاتړ مستحق دي.
دا پرېکړه په پارلمان کې اعلان شوه، چې له مخې یې د دوو افغان ځانګړو قطعو غړي به د افغانانو د بیا مېشتېدو او مرستې د پروګرام له لارې د خوندي کېدو حق ولري، که څه هم د عادي ویزې بهیر به پکې هم عملي کېږي. ټرېپلز د دې پروګرام د نیمګړتیاوو له امله له جدي خطرونو سره مخ شوي وو، ځکه د دوی یو شمېر پخواني سرتېري د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو کې وژل شوي دي.
راپورونه ښيي چې د ټرېپلز یو شمېر غړي د خپلې قضیې د اوږده ځنډ له امله له طالبانو سره مخ شوي، نیول شوي او شکنجه شوي دي. یو ۴۰ کلن پخواني سرتېري د حکومت دا پرېکړه «ښه، خو ناوخته» بللې ده او ویلي یې دي چې له دې ځنډه ګڼ لوړپوړي سرتېري وژل شوي دي.
د ټرېپلز شاوخوا ۳۳۰۰ دوسیې په دې پراخې بیاکتنې کې ارزول شوې دي او تمه ده چې د پرېکړې له بدلون وروسته به شاوخوا ۶۰۰۰ افغانان د خپلو کورنیو په ګډون خوندي ځای ته انتقال شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، وایي چې مسکو د افغان کارګرانو د جذب په موخه له طالبانو سره خبرې روانې کړي دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه دواړه لوري کومې مشخصې هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو د امکانسنجۍ بهیر د کارپوهانو په کچه دوام لري.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» د جمعې په ورځ، د وري اوومه، د کابلوف له قوله لیکلي چې دغه خبرې د دې لپاره کېږي څو افغان کډوال په روسیه کې د کار لپاره جذب شي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي وویل چې روسي لوری په دې تړاو خبرو کې «د کډوالۍ د نافذه قوانینو او اقتصادي ملاحظاتو له مخې عمل کوي.»
په روسیه کې د طالبانو سفیر، ګلحسن، تر دې مخکې ویلي وو چې له مسکو سره یې د روسیې په کرنیزو برخو کې د افغان کارګرانو د جذب پر امکان خبرې کړې دي.
طالبانو له دې وړاندې هم له بېلابېلو هېوادونو، لکه متحده عربي اماراتو او قطر سره د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د خبرو، خبر ورکړی و. خو کارپوهان وایي چې بهر ته د کارګرانو لېږل ځانګړو شرایطو او قانوني پړاوونو ته اړتیا لري، چې د طالبانو اداره یې د بشپړولو توان نه لري. د پخواني حکومت هڅې هم، چې غوښتل یې کارګران اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته واستوي، بېپایلې پاتې شوې وې.