ازبکستان: قوش تېپه کانال له لارې د ډیرو اوبو کارونه د ازبکستان پر کرنه منفي اغېز لرلی شي

د ازبکستان د اوبو وزیر، شوکت حامرایف، ویلي چې که افغانستان د قوش تېپې کانال له لارې د سیندونو اوبه زیاتې وکاروي، دا کار د دې هېواد پر کرنې منفي اغېزې لرلی شي.

د ازبکستان د اوبو وزیر، شوکت حامرایف، ویلي چې که افغانستان د قوش تېپې کانال له لارې د سیندونو اوبه زیاتې وکاروي، دا کار د دې هېواد پر کرنې منفي اغېزې لرلی شي.
ښاغلي حامرایف د «کنز یوز» رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د اوبو د کارونې حق په رسمیت پېژني، خو د اوبو د استفادې کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحث اصلي موضوع ده.
هغه زیاته کړه، که افغانستان شاوخوا دوه میلیارد متر مکعب اوبه وکاروي، پر ازبکستان به جدي اغېزه ونلري، خو که دا اندازهتر څلورو میلیاردو متر مکعبو زیات شي، د کرنې په برخه کې ګواښونه رامنځته کېدای شي.
یاد ازبک وزیر همدارنګه وویل چې د قوش تېپه کانال پروژه، چې ټاکل شوې وه تر ۲۰۲۸کال بشپړه شي، اوس مهال ودرول شوې ده. د هغه په وینا، د دې پروژې یوه لویه ستونزه د پمپونو د فعالیت لپاره د برېښنا کمښت دی.
په دې خبرو کې د مرکزي اسیا د سیمهییزې همکارۍ د ښه والي یادونه هم شوې او ویل شوي چې د سیمې هېوادونه په وروستیو کلونو کې د اوبو د منابعو مدیریت کې همغږي ډېره کړې ده.
قوش تېپې کانال د افغانستان د شمال یوه مهمه اوبه لېږدونکې پروژه ګڼل کېږي چې موخه یې د کرنیزو ځمکو پراختیا ده، خو همزمان یې په ګاونډیو هېوادونو کې اندېښنې راپارولې دي.
طالبانو واک ته د بیا رسېدو وروسته د دې کانال د جوړولو هڅې زیاتې کړې دي. په ۱۴۰۲کال کې طالبانو وویل چې د کانال لومړۍ برخه پرانیستل شوې، او د امو سیند اوبه به د هېواد د شمال درې ولایتونو کرنیزې ځمکې اوبهمني.