د فرانسې د سمندري ځواک مشر: چین به د هُرمز تنګي په اړه خبرو کې لا ډېر ګډون وکړي

د فرانسې د سمندري ځواک مشر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې چین به بالاخره اړ شي څو د هُرمز په تنګي کې د تېلو د لېږد د بهیر د بیا عادي کېدو په اړه لا مخامخ رول ولوبوي، ځکه چې اوس مهال د دغه هېواد له لوري تېرېدونکو بېړیو شمېر ښايي بسنه ونه کړي.
امیرالبحر نیکولا ووژور د پاریس په «جګړه او سوله» امنیتي کنفرانس کې وویل: «موږ نه دي لیدلي چې د چین سمندري ځواک د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره عملي ګام پورته کړي. خو له بلې خوا، د چین او ایران ترمنځ مستقیمې سیاسي خبرې روانې دي څو ډاډ ترلاسه شي چې یو شمېر بېړۍ تېرېدلی شي. خو ایا دا به کافي وي چې عادي تګ راتګ بېرته پیل شي؟ زما په اند نه.»
هغه زیاته کړه: «له همدې امله، چین به ښايي اړ شي چې په دې بحث کې لا ډېر مستقیم ګډون وکړي او خپله نارضایتي وښيي چې ولې دا تنګی لا هم تړلی پاتې دی.»
ووژور وویل چې فرانسه هڅه کوي څو لومړی په سیاسي کچه بېلابېل هېوادونه سره راټول کړي، څو دا وټاکي چې په کومو شرایطو کې تنګی بیا پرانیستل کېدای شي او دا کار څنګه په دوامداره توګه ترسره شي.
هغه وویل، چې په پای کې به پوځونو ته اړتیا وي څو د تنګي د بیا پرانیستلو څارنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې پوځونه دا هم ارزوي چې ښايي ماینونه ایښودل شوي وي او که داسې وي، نو باید پاک کړل شي.
هغه وویل:«دا ښکاره ده چې دا یوازې د فرانسې موضوع نه ده. دا د ټولو شریکو هېوادونو، د خلیج هېوادونو، د امریکا متحده ایالاتو او نورو اروپايي هېوادونو موضوع ده. خو موږ پر دې موضوع کار کوو، که چېرې د ماینونو ایښودل تایید شي، که څه هم تر اوسه دا خبره نه ده ثابته شوې.»
