• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا ګوښه شوی لوی درستیز: امریکايي سرتېري د «زړورو او با شخصیته» مشرانو مستحق دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۱

د امریکا ګوښه شوي لوی درستیز جنرال رینډي جورج د پنټاګون چارواکو ته په خپل وروستي استولي برېښنالیک کې ویلي، چې امریکايي سرتېري د «زړورو او با شخصیته» مشرانو مستحق دي. دغه جنرال تېره اونۍ د امریکا د جګړې وزیر په غوښتنه استعفا ته اړ شوی وو.

سي‌بي‌اېس نیوز د جنرال جورج دغه وروستی برېښنالیک تر لاسه کړی او د یوه امریکايي چارواکي له قوله یې ویلي، چې جنرال جورج دا برېښنالیک د امریکا د جګړې وزیر، د دغه وزارت نورو چارواکو او په خپله کاري ډله کې څلور ستوریزو او درې ستوریزو جنرالانو او افسرانو ته استولی دی.

جنرال جورج لیکلي: «دا زما لپاره تر ټولو لوی ویاړ وو چې ستاسو تر څنګ مې خدمت وکړ او د خپل هېواد په ملاتړ مې د سرتېرو مشري وکړه. زه پوهېږم چې تاسو ټول به خپل پام پر ماموریت متمرکز وساتئ، نوښتونو ته به دوام ورکړئ او په بې رحمۍ سره به د اداري بیوروکراسۍ خنډونه لرې کړئ، څو زموږ جنګیالیو ته هغه څه ورسېږي چې د عصري جګړې په ډګر کې ورته د بریا لپاره اړتیا لري».

هغه زیاته کړې: "زموږ سرتېري په رښتیا په نړۍ کې تر ټولو غوره دي. هغوی د سختو تمریناتو او د داسې زړورو مشرانو مستحق دي چې شخصیت ولري».

دغه ۶۲ کلن جنرال د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۱مه د پوځ د ۴۱م لوی درستیز په توګه ټاکل شوی وو.

د امریکا د جګړې وزارت: جنرال رېنډي‌اې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د سي‌‌بي‌اېس د راپور له‌مخې، سمدستي یې مرستیال جنرال کریسټوفرلانیو ځای ناستی شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د جګړې وزیر تر اوسه له لسو څخه ډېر لوړپوړي نظامي افسران له دندو لرې کړي، چې په هغو کې د وسله‌والو ځواکونو د ګډو کمېټو مشر جنرال سي‌کیو براون، د سمندري ځواکونو عملیاتي مشره ایډمرل لیسا فرانچټي، د هوايي ځواک مرستیال او د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر جنرال جیفري کروز شامل دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د قاسم سلیماني د دوو خپلوانو له نیولو خبر ورکړ

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې حمیده سلیماني افشار او د هغې لور چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني خپلوانې دي، نیولې دي.

د روبیو په وینا، حمیده سلیماني او لور یې په امریکا کې د دایمي استوګنې (ګرین کارټ) درلودونکې وې او په دغه هېواد کې یې هوسا ژوند درلود.

مارکو روبیو وویل: «هغه د اسلامي جمهوري دولت له مستقیمو ملاتړو څخه ده چې پر امریکایانو یې بریدونه ستایلي او زموږ هېواد یې ستر شیطان بللی دی.»

هغه زیاته کړه: «دې اونۍ کې، ما د افشار او د هغې د لور قانوني وضعیت لغو کړ او هغوی اوس د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف کې دي او له متحده ایالاتو څخه د اېستلو په تمه دي.»

مارکو روبیو ټینګار وکړ: «د ډونالډ ټرمپ حکومت به اجازه ورنه‌کړي چې زموږ هېواد د هغو بهرنیو اتباعو د اوسېدو ځای شي چې د امریکايي ضد ترهګرو حکومتونو ملاتړ کوي.»

قاسم سلیماني او ملګري یې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا په ډرون برید کې ووژل شول. دا برید د ډونالډ ټرمپ په مستقیم امر ترسره شوی وو.

خو له بلې خوا، د قاسم سلیماني لور زینب سلیماني، له سلیماني کورنۍ سره د حمیده سلیماني افشار هر ډول تړاو رد کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا یې «دروغ» بللې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان: انلاین ځورونې ښځې او نجونې په رواني ستونزو اخته کړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) خبرداری ورکړی، چې په انټرنېټ کې ښځې او نجونې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي. دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د قربانیانو ملاتړ وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «انلاین ځورونه فزیکي ټپونه نه‌پرېږدي، خو رواني زیانونه پرېږدي. دا د حقیقي ژوند له ځورونې سره تړلي دي او دا د ډیجیټلي رسنیو د پراخوالي له امله لا زیاتېږي.»

سازمان زیاته کړې، چې میلیونونه ښځې، نجونې او ځوانان په ډیجیټلي ځایونو کې له څارنې، ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او د هغوی ورځنی ژوند او رواني وضعیت یې اغېزمن کړی دی.

دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د انلاین ځورونې هره قضیه راپور کړي او ناوړه حسابونه بلاک کړي، څو د نورو احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.

سازمان زیاته کړې، چې د قربانیانو ملاتړ مهم دی او باید د هغوی غږ واورېدل شي، څو دوی یوازې پاتې نه‌شي او د رواني فشارونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي او همدارنګه، په ډیجیټلي ځایونو کې د درناوي او همدردۍ کارول اړین دي، څو ټول کاروونکي په خوندي او سالم چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړي.

سازمان ټینګار کړی، چې «تشدد یا زورزیاتی» هېڅ ځای نه‌لري، نه په حقیقي ژوند کې او نه په انلاین نړۍ کې او په وینا یې، ټولنه باید د خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې، چې د انلاین ځورونې د ځایونه په نښه کول یوازې د افرادو مسوولیت نه‌دی، بلکې د حکومتونو، پلټفورمونو او نړیوالو ادارو ګډ مسوولیت دی، څو د ټولو کاروونکو خوندیتوب تضمین شي.

هند له ۷ کلونو وروسته له ایران څخه تېل وپېرل

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د روانو جګړو له امله د هُرمز تنګي له لارې د تېلو عرضه ګډوډه شوې، د هند د نفت وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) وویل، چې د دغه هېواد د نفتي موادو چاڼځایونو ایراني تېل پېرلي دي.په دې سره هند له اوو کلونو وروسته له ایران څخه تېل وپېرل.

هند چې په نړۍ کې د تېلو درېیم لوی واردونکی او مصرفوونکی هېواد دی، له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ایران پر تېلو د امریکا د بندیزونو د فشار له امله له تهران څخه د تېلو پېرولو بهیر درولی وو.

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د نفتي موادو د عرضې په برخه کې رامنځته شویو خنډونو، دغه د سویلي اسیا هېواد د سون توکو په واردولو کې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

له دې سره سره، امریکا تېره میاشت د تېلو د کمښت له امله پر ایراني تېلو او نفتي محصولاتو لګول شوي بندیزونه په لنډمهالي ډول لرې کړل.

د هند د تېلو وزارت د شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه وویل: «د هند د تېلو چاڼځایونو د ایران په ګډون له نورو ځایونو د خامو تېلو اړتیاوې پوره کړي او د ایران د تېلو د وارداتو د پیسو په ورکړه کې هم هیڅ خنډ نه‌شته.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې بیا راغلي: «هند له څه باندې ۴۰ هېوادونو اومه تېل واردوي او شرکتونه یې بشپړه ازادي لري، چې د سوداګریزو ملحوظاتو پر بنسټ له بېلابېلو سرچینو او سیمو څخه تېل وارد کړي.»

دغه وزارت زیاته کړې، چې هند له دې سربېره په یوې تحریم شوې بېړۍ کې بار د ایران ۴۴ زره ټُنه مایع ګاز (اېل‌پي‌جي) هم پېرلی دی. د دغه وزارت د اعلامیې له‌مخې، هند د راتلونکو میاشتو لپاره د اومه تېلو له اړخه خپله بشپړه اړتیا پوره کړې ده.

پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته، اسلامي جمهوري دولت په هُرمز تنګي کې د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه، خو په دې وروستیو کې ایران د پاکستان، هند او ترکیې د تېلو یو شمېر بېړیو ته اجازه ورکړې، چې په خوندي ډول له هُرمز تنګي څخه تېرې شي.

د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د سیمې د روان وضعیت په اړه په خبرو کې پر دې یې ټینګار کړی، چې ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، محمد اسحاق دار او عباس عراقچي په دې ټېلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو حالاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

د بهرنیو چازو وزارت په خبرپاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکل شوي: «پاکستان د هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي، چې د کړکېچونو د کمولو او د شخړو د حل لپاره ترسره کېږي.»

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د سیمې د مهمو مسایلو د حل لپاره یوازنۍ لاره ډیپلوماټیکې خبرې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادو دواړو مشرانو په پای کې موافقه کړې، چې د روانو پرمختګونو په رڼا کې به نږدې تماسونه وساتي څو د سیمې امنیت او ثبات تضمین شي.

مارکو روبیو: د امریکا د کډوالۍ ادارې د قاسم سلیماني ورېره ونیوله

۱۵ وری ۱۴۰۵ - ۴ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هې‍واد د کډوالۍ ادارې چارواکو د قاسم سلیماني ورېره حمیده سلیماني افشار له خپلې لور سره یوځای نیولې ده. روبیو ویلي، چې د سلیماني ورېرې او د هغې د لور ګرین کارتونه لغوه شوي او دواړې د کډوالۍ ادارې له لوري بندي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په وینا، حمیده سلیماني افشار او لور یې په امریکا کې د دایمي اوسېدو اجازه «ګرین کارتونه» لرل او همدلته یې ژوند کاوه، خو د امریکا حکومت د دوی قانوني حیثیت لغوه کړی او اوس د کډوالۍ ادارې په زندان کې ساتل کېږي.

روبیو پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي:« افشار د ایران یوه څرګنده ملاتړې وه، په تېرو وختونو کې یې پر امریکایي وګړو د بریدونو ملاتړ کړی و او متحده ایالات یې لوی شیطان بللی و».

روبیو ټینګار کړی، چې د ټرمپ اداره د امریکا ضد ترهګریزو رژیمونو ملاتړ کوونکو ته اجازه نه ور کوي.

د یادونې وړ ده چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.