• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د پوهنې او دفاع وزارتونو متقاعدینو ته د تقاعد پيسو د ورکولو بهیر پیلوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د ماليې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست د متقاعدینو د حقوقو د ورکولو شپږم نوبتي مهالویش اعلان کړ. د مهالوېش له مخې به د دې ډلې د پوهنې او دفاع وزارتونو د متقاعدینو د حقونو ورکولو بهیر د روانې وري میاشتې پر ۲۶مه پیلیږي او د چنګاښ تر ۲۶مې غځیږي.

د طالبانو مالیې وزارت نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې ددغه مهالویش له مخې به د یوه اپلیکیشن له لارې په انلاین بڼه نوبت اخیستل کېږي.

یاد وزارت همدراز زیاتوي، چې روانې وري میاشتې پر ۲۶مه له منظم مهالویش سره سم، په نوبتي ډول د دوو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو ورکولو پروسه طی مراحل کیږي.

وزارت له متقاعدینو غوښتنه کړې، چې د اداري نوم یې په نوملړ کې شامل نه وي، د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست ته دې مراجعه نه کوي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې د پاتې نورو ادارو مهالویش د روان کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۵مه نېټه اعلانېږي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي وو، چې د دې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکولو پرېکړه شوې ده، خو متقاعدین نیوکه کوي، چې اړوندې ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعتراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کرکټ د وسایلو په ګډون پر شپږ قلمه وارداتي توکو تعرفې لوړې کړې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د ماليې وزارت اعلان کړی چې د تعرفې کمېټې پرشپږو وارداتي توکو تعرفې لوړې کړې دي. د اوربلوونکو مايعاتو تعرفه شپږ سلنه لوړه شوې، د لمريزو اوبو ګرموونکو وسايلو تعرفه شپاړس سلنه شوې او د کرکټ د بېټ پر وارداتو دېرش سلنه تعرفه ټاکل شوې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د ماليې وزير ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ ناسته کې، چې د دې ډلې د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم او عامې روغتيا وزارتونو استازو، د معيار او کيفيت ادارې ریيس، د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت او د استخباراتو رياست استازو او د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې او مالدارۍ خونو مسوولينو پکې ګډون کړی و، پرېکړه شوې، چې پر شپږو وارداتي توکو تعرفې لوړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا د ۱۴۰۵ لمريز کال لومړۍ ناسته وه چې د بېلابېلو موضوعاتوپه تړاو تر هر اړخيزو بحثونو وروسته د کورني صنعت د ملاتړ، د توليداتو د ودې او د کرنې او سوداګرۍ د پياوړتيا په موخه پکې ځینې پرېکړې وشوې.

طالبانو ويلي چې دا پرېکړې به د تعرفې له اصولو سره سمې عملي شي.

دپرېکړو له مخې د البسو تعرفه له لس سلنې څخه شپاړس سلنې ته لوړه شوې، د کاغذي رول تعرفه هم له لس سلنې څخه شپاړس سلنې ته رسېدلې او د ګلخانه‌يي پلاستيکي رول تعرفه هم شپاړس سلنې ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د اوربلوونکو مايعاتو تعرفه شپږ سلنه لوړه شوې، د لمريزو اوبو ګرموونکو وسايلو تعرفه شپاړس سلنه شوې او د کرکټ د بېټ پر وارداتو دېرش سلنه تعرفه ټاکل شوې ده.

د طالبانو ماليې وزارت ټينګار کړی چې دا پرېکړې د کورني توليد د ملاتړ او د اقتصادي ودې د پياوړتيا لپاره شوې دي او تمه ده چې له دې سره به د هېواد صنعت او سوداګري نوره هم وده وکړي.

د برګمټال او کامدېش قومي مشرانو په دغو ولسوالیو کې د خوراکي توکو د تمامېدو خبرداری ورکړی

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ځینو قومي مشرانو او اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د لارو د بندېدو له امله د ځايي خلکو خوراکي توکي تمام شوي دي. ځینو قومي مشرانو خبرداری ورکړ، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو اړ دي، چې له پاکستاني ځواکونو مرسته وغواړي.

د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو قومي مشرانو او ځايي اوسېدونکو نن یکشنبه، د وري پر ۱۶مه وویل، چې له تېرې یوې میاشتې راهسې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله یې د نورستان له مرکز پارون سره لارې تړل شوې دي.

د برګمټال یو اوسېدونکي وویل: « اوړه نشته، مجبور یې څاروي حلالوو او بیا وروسته یې یوازې غوښه خورو.»

د کامدېش ولسوالۍ یوه بل اوسیدونکي وویل، چې په کلینیکونو او درملتونونو کې درمل خلاص شوي دي او سخت ناروغان له مرګ سره مخامخ دي.

ددې ولسوالیو هغه ځوانان، چې په نورو ولایتونو کې زده کړې کوي، د لارو د بندېدو له امله بند پاتې دي.

د برګمټال او کامدېش ولسوالیو ځینې قومي مشران وایي، چې څو ځله یې د خپلو ستونزو د حل لپاره د نورستان والي او کابل ته د طالبانو وزیرانو ته کسان لېږلي چې د یادو ولسوالیو لاره پرانیزي او یا هم ورته د اړتیا وړ توکي ورسول شي خو تروسه یوازې ژمنې شوې او عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

دوی خبرداری ورکړ، چې که طالبان د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو د لارو په پرانېستلو کې پاتې راشي نو د انساني ناورین د مخنیوي لپاره اړ دي چې له پاکستاني پوځیانو مرسته وغواړي.

یو قومي مشر وویل:« د طالبانو چورلکې راغلې وې، یوازې یې خپلو سرتیرو ته اکمالات وکړل او یو څه درمل یې راوړي ول، هغه د دوه ولسوالیو اړتیاوې نه شي پوره کولی.»

په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې له سلو زیات کلي اباد دي او شاونخوا سل زره تنه نفوس لري.

د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم د وري پر ۵مه تایید کړه چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي د کامدیش او برګمتال ولسوالیو ته داخل شي، له همدې امله د دغو دواړو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

صمیم وویل چې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین هڅه کوي د ترافیکو لپاره بدیله لاره پرانیزي.

د نورستان یوه قومي مشر له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د اوړو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې او یوه بوجۍ اوړه په ۱۴ او ۱۵ زره افغانۍ هم نه پیدا کیږي.

نوموړي وویل، چې بدیله لاره د غازي اباد له لارې کامدیش ته ځي، چې اوس هغه سیمې له واورو ډکې دي او دوه درې میاشتې باید پرې کار وشي، چې لاره پرانېستل شي، خوځايي چارواکي په بیړنیو حالاتو او تخنیکي مسایلو نه پوهیږي، ځکه په دومره وخت کې انساني ناورین رامنځته کیږي.

له دې وړاندې په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي وو، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره نه ډزې کوي او موټر نه شي پر لاره تېرېدای.

طالبانو له پارون نه متبادله لاره پیل کړې، خو ددې لارې نښلول ډېر وخت غواړي.

د طالبانو مشر د فرمان له مخې په دولتي اداراو کې د بهرنیو اصطلاحاتو پر کارونې بندیز ولګېده

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت د یادې ډلې د مشر ملاهبت الله تازه فرمان خپور کړی چې په‌کې راغلي، په اداري مراسلاتو کې د بهرنیو ژبو د اصطلاحاتو پر کارونې بندیز لګېدلی. د یاد وزارت په وینا؛ دغه فرمان په څلورو مادو کې صادر شوی او د صدور له نېټې وروسته د اجرا وړ ګڼل شوی دی.

د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، چې د اداري اسنادو د ارزونې لپاره دې د طالبانو د عدلیې وزارت، د لوړو زده‌کړو وزارت، علومو اکاډمي او چارو ادارې د عمومي ریاستونو په غړیتوب استازي وټاکل شي.

د فرمان په دویمه ماده کې راغلي، چې ټولې ادارې باید د خپلو اړوندو اسنادو له مخې د نورو ژبو اصطلاحات او د هغه د بدیلو مناسبو اصطلاحاتو سره راټول او پورته ذکر شوي استازو ته دې د ارزونې په موخه وړاندې کړي.

په درېیمه ماده کې ویل شوي، چې دغه اصطلاحات دې د ټاکل شویو استازو له‌خوا و ارزول شي او مناسب افغاني او اسلامي بدیل اصطلاحات دې ورته وړاندیز او دوی ته وړاندې شي. د یادونې وړ ده، چې په دغه فرمان کې عربي ژبه مشترکه ژبه بلل شوې او اصطلاحات یې استثنا ګڼل شوي دي.

د ستنې شوې کورنۍ غمجن برخلیک؛ په زلزله کې قرباني شوې کورنۍ تازه له ایران نه ستنه شوې وه

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۷ GMT+۱

په کابل کې دوه شپې وړاندې د سختو ورښتونو او زلزلې له امله له ایران نه تازه ستنه شوې یوه ۹ کسیزه کورنۍ تر خاورو لاندې شوه، چې په پایله کې یې ۸ کسان مړه او یو دوه نیم کلن ماشوم ژوندی پاتې شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون په یوه راپور کې ویلي، د یادې کورنۍ غړي هغه مهال مړه شول چې د کور دېوالونه یې د زلزلې له امله پرې راونړېدل. د یادې کورنۍ ګاونډیان وايي، چې تر ډېره وخته تر خاورو لاندې د بندپاتې کسانو غږونه اورېدل کېدل؛ خو د دېوالونو ډبرې ډېرې درنې وې او د هغوی ژغورل ورته ستونزمن وو.

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه کورنۍ د تخار ولایت د چاه‌اب ولسوالۍ وه او نږدې ۱۵ ورځې وړاندې له ایران نه افغانستان ته ستنه شوې وه. دغه کورنۍ په داسې حال کې هېواد ته ستنه شوې وه، چې په سیمه کې د کړکېچونو او جګړو له امله په ایران کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او ډېری افغانان اړ شوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې بیا تېره ورځ له دې پېښې وروسته وویل، چې په کابل کې د شوې زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. دغې ادارې تایید کړه، چې د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ په «ګوسفنددره» سیمه کې یوازې د یوې کورنۍ لږترلږه اته غړي مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.
د راپورنو پربنسټ؛ په مړو شویو کسانو کې پلار، مور، څلور لوڼې او دوه هلکان شامل دي. له دې سره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې بیا ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانې میاشتې له شپږمې تر ۱۵مې نېټې پورې د سختو بارانونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو په پایله کې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو لسو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ترڅنګ سلګونه کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

پر زده‌کړو بندیز؛ له ۱۶۵۷ ورځو راهیسې افغان زده‌کوونکې د ښوونځیو پرانیستې ته په تمه دي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۴ GMT+۱
•
مرضیه حفیظي

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو د تړلو ۱۶۵۷ ورځې پوره شوې؛ خو طالبانو لاهم په دې برخه کې خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې او دغه دروازې لاهم د هغوی پر مخ تړلې دي.

طالبانو په داسې حال کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته دوام ورکړی، چې نړۍوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د هېواد دننه او بهر ګڼ شمېر دیني عالمانو په ځلونو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو دغه پرېکړه د دې لامل شوې، چې زرګونه نجونې جبري او له وخته مخکې ودونو ته اړ اېستل شي، یوشمېر یې خپل شخصي کاروبار ته مخه کړي او ځینې یې د زده‌کړو د دوام په هیله ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شي؛ خو په زرګونه نورې نجونې بیا په هېواد کې بې‌برخلیکه پاتې دي، چې له امله یې ډېری له سختو رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.
په دغه نجونو کې چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، یوه هم هیله (مستعار نوم) ده. هیله هغه نجلۍ ده چې د ښوونځي د دروازې ان یوه ورځ تړل کېدل ورته د زغملو نه و؛ خو اوس د مېلیونونه نورو نجونو په څېر له نږدې پنځو کلونو راهیسې د زده‌کړو د دروازو پرانیستلو ته سترګې په لاره ده.
هیله له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وايي: «په دې پنځو کلونو کې له خپلو ټولو حقونو څخه تر بې‌برخې کېدو هم دردوونکې دا ده، چې ښوونځي ته په نه تګ عادت شو». هغه زیاتوي، لاهم هیله لري چې یا به د طالبانو حکومت نسکور شي او یا به هم د نجونو د زده‌کړو په اړه د هغوی پرېکړه بدله شي.

100%

د ښوونځیو او پوهنځیو تړل کېدل د طالبانوله‌خوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپنې او تبعیضي چلند د یادې ډلې د تګلارې یوه برخه ده. د بشري حقونو فعالانو د یوه نړۍوال کمپاین په پیلولو سره ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر حاکم کړی دی؛ په دې معنا چې ښځې یوازې د ښځینه‌توب له امله له نارینه‌و سره د مساوي حقونو لکه کار او زده‌کړو محرومې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په یوه بیانیه کې له حکومتونو غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر د بشریت پر وړاندې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون د یوې برخې په توګه په رسمیت وپېژني.
هیله چې نږدې پنځه کاله وړاندې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه او پوهنتون ته د تګ هیلې یې په سر کې لرلې، وايي: «نور نو څوک په شوق نه پوښتي، چې ښوونځي به کله پرانیستل شي؟ ترڅو نوې جامې (یونیفورم) واخلم، رنګین قلمونه چمتو کړم، کتابونه مې په رنګارنګو زرورقونو پوښ کړم او په ښوونځي کې خپلې ملګرې وګورم».
دغه زده‌کوونکې د خپلو ځینو ملګرو جبري ودونو ته هم اشاره کوي او وايي، چې په افغانستان کې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته دغه لړۍ پراخه شوې ده.

د کابل اوسېدونکې ثناء چې په ۱۶ کلنۍ کې واده ته اړ اېستل شوې ده، له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل چې د ژوند تر ټولو لویه هیله یې د ښوونځي پای ته رسول او په طب پوهنځي کې لوړې زده‌کړې وې؛ خو دغه ارمانونه یې په زړه پاتې شول.
هغه وايي: «زه د خپل ټولګي اول‌نمره وم او د دې لپاره چې طب پوهنځي ته لاره ومومم، د کورنۍ په همکارۍ مې بشپړ چمتووالی نیولی و او هڅو مې دوام لاره؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ښوونځي پاتې شوم. څه موده مې بیا هم په دې هیله خپل چمتووالي ته دوام ورکړ، چې ښایي ښوونځي به پرانیستل شي، خو هغه ورځ رانغله او بالاخره د کورنۍ په ټینګار مجبوره شوم چې واده وکړم».
ثنا دغه راز زیاتوي: «که څه هم د ښوونځیو د پرانیستلو هېڅ څرک نه لګېږي؛ خو خواښې مې په ځلونو راته ویلي چې خپل ژوند باید د ماشومانو راوړلو او د کور چارو سمبالولو ته وقف کړم او په هر صورت د زده‌کړو د دوام فکر له سره وباسم. د هغې دا خبرې مې زړه اره کوي».

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې د نجونو جبري او تر قانوني عمر ښکته ودونه زیات شوي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ویلي، چې افغان کورنۍ د بې‌وزلۍ له امله خپلې لوڼې ودونو ته اړ باسي.
حسنا یوسفي بیا له هغو نجونو څخه ده، چې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې؛ خو له شته ستونزو سره سره یې د جامو پلورلو په برخه کې انلاین کاروبار پیل کړ. هغې له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «زما دوه وروڼه په بهر کې وو او زه او مور مې یوازې ژوند کاوه. زموږ د کور ټول لګښت مشر ورور پوره کاوه؛ خو له بده مرغه هغه مې له لاسه ورکړ او کشر ورور مې لا هم په زده‌کړو بوخت دی، نو مجبوره شوم چې د ژوند د تېرولو لپاره کار پیل کړم. بالاخره مې پرېکړه وکړه، چې یو انلاین پلورنځی ولرم او په ۲۰۰ ډالرو مې خپل کار پیل کړ».

100%

هغه چې میاشتنی عاید یې اوس ۲زره ډالرو ته رسېږي وايي، هېڅکله یې داسې تصور نه کاوه چې کاروبار به یې تر دې کچې وده وکړي. نوموړې وايي: «ما په لومړیو ورځو کې ان د خپل پلورنځي نوم په دقت انتخاب نه‌کړ او له ډېر فکر او مشورې پرته مې ورته د «ابرېشم» نوم وټاکه؛ هله مې له ځان سره داسې تصور کاوه، چې که په میاشت کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ډالرو هم وګټم، ډېرې پیسې دي او زموږ ګزاره به پرې وشي».
حسنا یوسفي هیله څرګندوي، چې په راتلونکي کې خپل کاروبار نور هم پراخ کړي او یوه ورځ وکولای شي خپلو لوړو زده‌کړو ته هم دوام ورکړي.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هم د دیني مدرسو شمېر ډېر شوی او هم د نجونو زده‌کوونکو (طالب‌العلمو). یو شمېر نیوکه کوونکي او د ښځو د حقونو فعالانې اندېښمن دي، چې پر دیني مدرسو د طالبانو پراخه پانګونه به افغان ټولنه له افراطیت سره مخ کړي.
د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د یاد سازمان د ښځو څانګې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې د یادې ډلې تګلاره ارزولې ده. د ارزونې پایلې ښيي، چې دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو دغه ارزونه د دې لپاره کړې، چې وڅېړي دغه اقدامات د افغانستان د نړۍوالو ژمنو سره د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون په چوکاټ کې څومره سمون لري.
په دغې ارزونه کې د طالبانو جزايي اصول‌نامه هم څېړل شوې، چې لږترلږه پنځه مادې یې په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي. د ارزونې پایلې ښيي، چې د طالبانو د جزايي اصول‌نامې ۱۴۰مه ماده د نجونو کم عمره ودونو ته قانوني بڼه ورکوي.
د ملګرو ملتونو په وینا؛ په دغه اصول‌نامه کې دا هم ویل شوي، چې د پلار پرېکړه یوازې د یوې نجلۍ د واده د ترسره کېدو یا اعتبار لپاره کافي ګڼل کېږي. ملګرو ملتونو د ملاهبت‌الله اخوندزاده د ۳۹۰ شمېرې فرمان هم ارزولی دی، چې په یوه برخه کې یې «بالغو ښځو» ته په واده کې د رضایت حق ورکول شوی؛ خو ملګرو ملتونو لیکلي: «په دې فرمان کې دا نه‌ده روښانه شوې، چې بالغه ښځه څوک بلل کېږي او نه هم د واده عمر ټاکل شوی دی».

100%

په افغانستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ لمریز کال ښوونیز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو. که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو هیله درلوده، چې سږ کال به طالبان نجونو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي؛ خو د هغوی دا هیله هم د افغان نجونو د ارمانونو په څېر یوازې تر هیلې پاتې شوه.
طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل، چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشه‌يي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان ښوونیز کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زده‌کړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بې‌حیایۍ» فضا عامه وه.