• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

چین د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ارومچي خبرې اترې «غیر رسمي» وبللې

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د اپرېل له لومړۍ څخه تر اوومې پورې په ارومچي کې د پاکستان او طالبانو د استازو ترمنځ غیر رسمي خبرې وشوې. چین وايي، دواړو اړخونو هوکړه کړې، چې داسې ګامونه به نه اخلي، چې وضعیت ترینګلی کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د چارشنبې په ورځ وویل، چې د چین، افغانستان او پاکستان استازو د اپرېل له لومړۍ تر ۷مې پورې د سنکیانګ ایالت په ارومچي ښار کې یوه اوونۍ غیررسمي خبرې کړې دي.

د ویاند په وینا، په دغو خبرو کې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو، دفاع او امنیتي ادارو استازو ګډون درلود، چې تمرکز یې د ستونزو پر حل او د اړیکو پر ښه کېدو و.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو او پاکستان استازو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو او د سوله‌ییز ګډ ژوند له اصولو سره سم به خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

چین وايي، دواړو لوریو ژمنه وکړه چې له پاروونکو او وضعیت ترینګلي کوونکو اقداماتو به ډډه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ارومچي بهیر یو عملي او مهم ګام دی او درې واړه هېوادونه به خپلې اړیکې او خبرې اترې دوامدارې ساتي، څو سیمه‌ییز ثبات پیاوړی شي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۵
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟