رپوټ وايي، چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کې لا هم نازک پاتې شو او یوازې په لږه کچه د ۲۰۲۱–۲۰۲۲ کلونو له سخت اقتصادي سقوط وروسته د بیا رغېدو په حال کې و. نړیوال بانک د افغانستان د ټولیز ناخالص کورني تولید (GDP) وده شاوخوا ۴،۸ سلنه اعلان کړې، چې تر ډېره د خصوصي مصرف او د غیر کرنیزو فعالیتونو د بیا راژوندي کېدو له امله ګڼل شوې.
بانک وايي، دا دواړه تر یوه بریده د بېرته راستنېدونکو د زیاتوالي له امله د کورنۍ تقاضا د لوړوالي پایله ده.
سړي سر عاید کم شوی
خو سړي سر عاید۵،۶سلنه کم شوی، ځکه د نفوس زیاتوالی له اقتصادي ودې څخه چټک و او انفلاسیون هم لوړ شو، چې دا د تقاضا د بیا زیاتېدو او د پولو د تړل کېدو له امله د سوداګرۍ او ترانسپورت د لګښتونو د لوړوالي انعکاس دی.
بانک په خپل رپوټ کې ویلي، چې تمه کېږي د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۶ کې ۴،۰ سلنه وده وکړي، چې دا به د تقاضا د پیاوړتیا، د خصوصي پانګونې د زیاتوالي او د کار بازار ته د بېرته راستنېدونکو د ښه جذب له امله حمایه شي.
خو په منځني ختیځ کې روانه جګړه یو لوی خطر بلل شوی، ځکه د رپوټ له مخې، دا کولی شي سوداګري ګډه وډه کړي او د کډوالۍ بهیر ګړندی کړي.
د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې کېږي، نو که دغه مسیر وتړل شي، دا به کلنۍ اقتصادي وده راکمه او انفلاسیون لوړ کړي.
نړیوال بانک وايي، د بېرته راستنېدونکو ناڅاپي او پراخ بهیر کولای شي په لنډمهاله توګه د سړي سر عایداتو پر کمېدو فشار زیات کړي، ځکه کورنی اقتصاد د اضافي کارکوونکو د جذب توان په بشپړه توګه نه لري.
انفلاسیون په ۲۰۲۵ کې ۴،۰ سلنه و او تمه کېږي چې په ۲۰۲۶ کې ۵،۰ سلنې ته لوړ شي.
انفلاسیون په ۲۰۲۵ کې ۴،۰ سلنه و او تمه کېږي چې په ۲۰۲۶ کې ۵،۰ سلنې ته لوړ شي.
د رپوټ له مخې، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د وارداتو او صادراتو ترمنځ بېلانس نه درلود، چې کورنی ناخالص تولید ۳۶،۱ سلنه منفي و. اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کې به دا وضعیت لا هم خراب شي او منفي ۳۸،۵ سلنې ته ورسېږي.
همدارنګه، د دولت د عوایدو او لګښتونو توپیر هم منفي و، په ۲۰۲۵ کې د مالي حساب بیلانس ۰،۲ سلنه منفي و او په ۲۰۲۶ کې به لږ زیات منفي ۰،۳ سلنې ته ورسېږي.
د نړیوال بانک د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان مرستیال عثمان ډیون ویلي، چې «اوسنی بحران د سیمې لپاره یوه روښانه یادونه ده چې لا ډېر کار ته اړتیا شته. نه یوازې د ناورینونو د زغملو او پیاوړو اقتصادونو د جوړولو نوښت وکړي، بلکې حکومتولي ښه کړي، پرتاسیساتو پانګونه وکړي او د کارموندنې سکتورونه پیاوړي کړي».
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په مارچ میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي.
راپور ښيي چې پر رسنیو د سانسور کچه لوړه شوې او خبریالان یوازې د مثبتو او تبلیغاتي مطالبو خپرولو ته اړ اېستل شوي.
امسو په یوه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ د وري پر ۲۰مه یې خپره کړې ویلي، دا ارزونه په څلورو زونونو کې له خبریالانو سره د مرکو او راټولو شویو معلوماتو له مخې په شپږو اساسي کټګوریو کې ترتیب شوې ده.
د امسو په وینا، ښځینه خبریالانې هم له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له هغوی سره اړیکې او مرکې کول منع شوي او د هغوی د فعالیت ساحه محدوده شوې ده.
راپور زیاتوي چې د محتوا کنټرول سخت شوی، د منفي پوښتنو او د جګړو، چاودنو او بشري حقونو اړوند راپورونو خپرول محدود شوي دي. سربېره پر دې، خبریالان تر استخباراتي څار لاندې دي او د هغوی شخصي حسابونه څارل کېږي.
همداراز، رسنیو ته د ساحوي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي او خبریالان نه شي کولای پرته له اجازې معلوماتو ته لاسرسی ومومي، چې دا کار د معلوماتو د ازاد جریان مخه نیسي.
امسو په خپله تحلیلي ارزونه کې ویلي چې دا وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاعرسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور سوق کېږي. د راپور له مخې، سیستماتیک سانسور او د ښځینه خبریالانو محدودول د رسنیو د خپلواکۍ او ټولنیز توازن لپاره جدي ننګونې دي.
رپوټ وايي، پر خبریالانو د خبر او راپور ورکولو په برخه کې سخت محدودیتونه لګول شوي او ځینې اصطلاحات هم په اجباري ډول کارول کېږي.
د یاد سازمان په باور، که دا وضعیت دوام وکړي، نو په هېواد کې به د باوري معلوماتو کچه راټیټه شي او د ولس او حکومت ترمنځ واټن به نور هم زیات شي، چې په پایله کې به د رسنیو مسلکي بنسټونه له جدي زیان سره مخ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د کابل پوهنتون د یوه محصل سپکاوی یوازې د هغه د دودیزې خولې د پرسرکولو له امله د اندېښنې وړ دی. د هغه په وینا، دا ډول چلند نه یوازې ناسم دی، بلکې هېڅ ډول توجیه نه لري.
اتمر د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان او د افغان ملت بنسټ د متقابل درناوي پر ارزښتونو ولاړ دی او هر افغان باید د خپل فرهنګي هویت د څرګندولو حق ولري.
هغه زیاته کړې چې د خلکو ښکلی او بډایه فرهنګ د درناوي او ستاینې وړ دی او باید خوندي وساتل شي.
د نوموړي په وینا، تعلیمي بنسټونه باید د اسلامي، افغاني او مدني ارزښتونو د روزنې مرکزونه وي، نه دا چې د تعصب او تاوتریخوالي فضا پکې حاکمه وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.