طالبانو په کابل کې د عمر ګلستان ښارګوټي ۱۱ جریبه ځمکه دولتي ګرځولې

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړي محکمې په کابل کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم نږدې ۱۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړي محکمې په کابل کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم نږدې ۱۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې ده.
د طالبانو عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د کابل ښار د نهمې ناحیې د درېیم مکرویان په سیمه کې د عمر ګلستان ښارګوټي د ځمکې د سندونو او مدارکو له څېړنې وروسته د یاد ښارګوټي ټوله ۱۰،۹۹۴ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه.
طالبانو ویلي، چې د یادې ډلې لهخوا د ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون،، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړوندې ځانګړي محکمې د سندونو، مدارکو او اړوندو ادارو د معلوماتو له دقیقې څېړنې وروسته، د دولتي غصب شویو ځمکو په اړه پرېکړه کوي.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.
یعقوب اوغلو په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ویلي، « موږ ټولو دا خولۍ پر سرکړې او له سیمینار وروسته د پسرلي د رارسېدو او د طبیعت د ښکلا په مناسبت مو د پوهنتون د انګړ د کثافاتو پاکولو ته مخه کړه. د همدې فعالیت پر مهال د لوړو زده کړو وزیر سیمې ته راغی او له موږ یې وپوښتل چې څه کوو. موږ هم ورته وویل چې د پوهنتون چاپېریال پاکوو».
دغه محصل وايي، چې وروسته وزیر له دوی نه وپوښتل چې ولې یې دا خولۍ پر سر کړې دي او دوی ورته وویل چې دا خولۍ د ازبکي کلتور یوه برخه ده. ید محصلانو په وینا، « هغه وویل دا د افغانستان له کلتور سره تړاو نه لري. استادانو هڅه وکړه ورته تشریح کړي چې دا خولۍ د ازبکي کلتور ریښه لري او ازبکې ښځې یې اوبي، خو له بده مرغه هغه دې خبرو ته پام ونه کړ او ویې ویل چې دا خولۍ د خلقیانواو منظور پشتین خولۍ ده».
د محصلانو په وینا، دوی د طالبانو وزیر ته وویل، چې له منظور پشتین سره هېڅ اړیکه نه لري او نه یې هم پېژني، خو ندیم دا موضوع سیاسي فعالیت وباله او د یوه محصل له سرنه یې خولۍ لرې کړه او ویې غورځوله.
د ندیم له خوا په څپیړه وهل شوي محصل وویل، « وروسته یې له ما وپوښتل چې د چا په امر مې دا خولۍ پر سر کړې ده. ما ورته وویل چې دا زموږ د کلتور برخه ده، له هېچا مې امر نه دی اخیستی، بلکې له کوچنیوالي راهیسې یې پر سر کوم».
د یاد محصل په وینا، ندیم دا چاره سیاسي فعالیت وباله او له ده یې وغوښتل چې له مخ نه ماسک لرې کړي.
نوموړې زیاتوي، « کله مې چې ماسک لرې کړ، زه یې په مخ په څپېره ووهلم. دا شیبه مې مخ او زړه دواړو درد وکړ او نړۍ تیاره راته وبرېښېده».
نوموړی وايي، چې دوی نن په افغانستان کې یوه خولۍ نه شي پرسر کولای او کله چې په مورنۍ ژبه او خپل کلتوري لباس ځوک دغسې سپکاوی ویني، په دغسې شرایطو کې ژوند کول سخت او بې معنا دي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو وزیر ددغو محصلانو تذکرې هم اخېستې او د هغوی مشخصات یې ثبت کړي، خو وروسته د پوهنتون د مرستیال په ضمانت خوشې شوي دي.
د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان له ازبکي فرهنګ نه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.
طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۴ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.
د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.
د دغه وزارت لهخوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۲ قضیې هم حل کړې چې پهکې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بېکیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۲۱۸ اصلاحي ناستې لرلې.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایران نه ۵۴۴ کورنۍ چې د غړو ټولیز شمېر یې ۳زره او ۸۱۹ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کمېسیون وایي، تر ۲زره ډېر کسان یې خپلو مېنو ته لېږدولي دي.
یاد کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پرون له پاکستان او ایران نه د ستنو شویو کورنیو له ډلې د ننګرهار د توخم له لارې ۴۶۳ کورنۍ، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۴۶، د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۹ او د نیمروز د ورېښمو پله لارې ۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
د طالبانو یاد کمېسیون زیاته کړې، په همدې ورځ ۳۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰۹ ته رسېده؛ خپلو مېنو ته لېږدولې دي. هره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه په زرګونه کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي، چې د دوی په خبره نه په ګاونډيو هېوادونو کې خوندي وو او نه هېواد ته په تګ هوسا شوي.
څو ورځي وړاندې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی و، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو ناورینونو له امله د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې وه او شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلکو بشري مرستو ته اړتیا لرله.
د یادې ادارې په وینا؛ اوږدې وچکالۍ، ناڅاپي موسمي سېلابونو او زلزلو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی و. د اوچا راپور د ۲۰۲۵کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان په خیتځ کې مرګونې زلزلې ته اشاره کړې، چې د همدې زلزلې له امله کلي او کورونه ویجاړ او زرګونه خلک بېکوره او یېځایه شول.
په راپور کې راغلي، چې په همدې کال کې ۲.۷۸ مېلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو څخه په ناڅاپي او جبري ډول افغانستان ته ستانه شول چې همدې څپې فشار نور هم زیات کړ. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۴کال پرتله په ۲۰۲۵کال کې د بودجې کمښت یوه بله عمومي ستونزه وه.
راپور کاږي، د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر ډسمبر میاشتې پورې بشري مرستندویه همکارانو ۱۷.۱ مېلیونه کسانو ته مرسته رسولې؛ خو د ۲۰۲۴کال په ورته موده کې دوی له ۲۲.۴ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې وه.
اوچا وايي: «ښځو او نجونو ته د مرستو عادلانه لاسرسی او د افغان ښځینه بشري کارکوونکو خوندي او معناداره ګډون په افغانستان کې د بشري مرستو د اغېز زیاتولو لپاره بنسټیز اهمیت لري».
سوړ ژمی او د خلکو پراخې ننګونې
اوچا د خپل راپور په یوه برخه کې وايي، چې د جنورۍ میاشتې درنې واورې، بارانونو، توپانونو او واورې ښویېدنې د افغانستان ۱۵ ولایتونه وځپل. په راپور کې د طالبانو د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له قوله راغلي، چې د سېلابونو، بارانونو او واورې همدې څپې د ماليزیانونو ترڅنګ شاوخوا ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپيان کړل.
اوچا ویلي، چې د ژمي د مرستو پرمهال یې د ۶زره ستانه شويو ماشومانو په ګډون ۲۰زره زدهکوونکو ته مرستې رسولې؛ ترڅو خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
درز لرونکي دېوالونه، سړې شپې: د افغانستان په شمال کې تر زلزلې وروسته بېړنۍ اړتیاوې
اوچا وايي، په ۲۰۲۵کال کې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله کورنۍ د سړې څپې په رارسېدو د ژوند تر ټولو سخت حالت سره مخ وو. اوچا د سمنګان د فیروز نخچیر ولسوالۍ د فقیر اباد په کلي کې د عجب خان سره خبرې کړې، هغه وايي: «هوا ډېره سړه ده او ماشومان سخت ځورېږي».
د هغه لور چې په زلزله کې ټپي شوې لا یې هم وېره له زړه نهده وتلې او کله چې زیانمنو کورونو ته نږدې کېږي ژاړي. اوچا ویلي، ورته کیسې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم شته.
د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې اغېز ډېر پراخ دی نږدې ۴زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي، ۹۱ ښوونځي او ۱۸ د اوبو سرچینې تخریب شوې دي. اوچا وایي، چې بشري مرستندویه شریکانو همدې کورنیو ته کمپلې، سون توکي، خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مرستې ورکړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې تر ټولو هغه زیانمنې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې مشري یې ښځې او معلولیت لرونکي کسان کوي.
اوچا د هغو کورنیو په اړه هم اندېښنه ښودلې، چې د زلزلې له کبله په تخریب شويو او زیانمن شویو کورونو کې اوسېږي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۵ کسان یې په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي. یاد کسان پر غلا، درغلۍ، قتل او د نشهيي توکو پر کاروبار تورن دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وايي، په هرات، فراه، کندهار او بدخشان ولایتونو کې یې ۲۵ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، په هرات کې ۱۲ کسان د غلا او یو تن د درغلۍ په تړاو، په فراه کې ۵ تنه د وسلهوالو غلاوو، په بدخشان کې ۵ تنه د قتل او غلاوو او په کندهار کې دوه کسان د نشهيي توکو د کاروبار په تړاو نیول شوي دي.
ویل کېږي له یادو کسانو نږدې ۲۹ زره «زیکپ» نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.