احمد مسعود: په افغانستان کې ځینې بدلونونه را روان دي

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ازادۍ جبهې د وژل شویو کسانو د یادغونډې پر مهال ویلي چې د افغانستان هغه بنبست، چې د طالبانو په ګټه و، اوس د ماتېدو په حال کې دی. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې ځینې بدلونونه را روان دي، خو د دغو بدلونونو په اړه یې نور جزییات نه دي ور کړي.
