یوې موسسې په بامیان کې له ۸۰۰ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سيډبلیواېساې موسسې د بامیان په یکهولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بېوزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.

په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو یا سيډبلیواېساې موسسې د بامیان په یکهولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بېوزلو کورنیو ته له سروې وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې ووېشلې.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې پنځم پړاو مرستو کې هرې کورنۍ ته، ۲,۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، پر یادو کورنیو ټولټال دوه میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوي دي.
له دې سره سم، په یاده سیمه کې بېوزلې کورنۍ دغه مرستې بسیا نهبولي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم د ورته مرستو غوښتنه لري.

په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي محمد رضا نفر ویلي، د میلک سرحدي دروازه باید د بندر عباس او چابهار بندر په کچه پیاوړې شي. میلک په نیمروز کې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریز بندر دی.
په کابل کې د ایران سفارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په کندهار کې د ایران کونسلګرۍ نوي چارسمبالي د ایران د سیستان او بلوچستان له مسوولینو او د میلک سیمې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، د میلک بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو لارو څخه ده او باید پراختیا ومومي.
هغه زیاته کړې: «د ایران او افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ د یوې مهمې لارې په توګه د میلک پولې فعالیت باید د بندر عباس او چابهار بندر په څېر پیاوړی شي».
تر دې مخکې ایران اعلان کړی وو، چې په دې پوله کې د نوې ځمکنۍ لارې په پرانېستلو سره به د بار وړونکو موټرو تګراتګ زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې د میلک- زرنج لاره د افغانستان د نیمروز او د ایران د سیستان بلوچستان ترمنځ موقعیت لري او افغانستان ته د ایران د تېلو او نورو توکو د صادراتو مهمه دروازه بلل کېږي او همداراز افغان کډوال هم پرې را اړول کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي چې د افغانستان اماني صندوق په ۲۰۲۵کال کې د بیړنیو پیښو او اوږدمهاله بشري اړتیاوو د حل لپاره اټکلي ۷۳،۵ ملیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې اوچا وویل چې دا صندوق په ۲۰۲۵کال کې ۳،۵ملیون خلکو ته رسېدنه کړې، چې په کې بیرته راستنیدونکي او هغه ټولنې شاملې دي چې د زلزلې، وچکالۍ او پراخو بحرانونو څخه اغیزمن شوي دي.
راپور کې ویل شوي چې دې تخصیصونو په ټول افغانستان کې ملیونونو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې رسولو لپاره لاره هواره کړې، په ځانګړي ډول د هغو خلکو په اړه چې د بې ځایه کیدو، اقلیمي پیښو او طبیعي پیښو څخه ډیر اغیزمن شوي دي.
اوچا وویل چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې ۲۲ملیون خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ملګري ملتونه د دوی د مرستې لپاره د ۱،۷ملیارد ډالرو غوښتنه کوي.
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي، د راپورونو لهمخې، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي. د هغه په وینا، د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له منځنۍ، لېسې او لوړو زدهکړو بېبرخې دي، د تېر نظام د ننګرهار پخوانی والي ضیاالحق امرخېل د ایرانیانو د بریالیتوب یو «مهم راز» د ښځو فعاله ونډه بولي.
ضیاالحق امرخېل د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، د راپورونو پر بنسټ، په ایران کې تر ۶۰ سلنې پورې انجینران او ساینسپوهان ښځې دي او همداراز هر کال د کانکور له ګډونوالو څخه تر ۶۰ سلنه زیاتې نجونې جوړوي.
امرخېل د ښځو پر زدهکړو له ټینګار سربېره وايي: «هغه ملتونه به تل د بریا لوړو پوړیو ته رسېږي چې د نارینهوو ترڅنګ ښځو ته هم د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي او د هېواد په ودانولو کې د ونډې او فرصت ډګر ورته برابر کړي».
طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زدهکوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زدهکړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زدهکړې هم بندیز ولګاوه.
له دې سربېره همدا دوه ورځې مخکې (د جمعې په ورځ) طالبانو له نجونو فارغانو پرته د طب له ۷ زره فارغانو ایګزېټ ازموینه واخیسته او د روغتیا د نړۍوالو ادارو په وینا، افغانستان دمګړۍ هم د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی او په باور یې که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، نو ښايي په څو راتلونکو کلونو کې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ شي.
د یوناما سیاسي استازي کارل پاول زینتک د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې له مشر سره په کتنه کې د خصوصي سکټور د ستونزو په تړاو خبرې وکړې او همداراز یې ژمنه وکړه، چې د خصوصي سکټور ستونزې به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي او د حللارو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې د یادې خونې رييس احمد نبيزاده د صنعتکارانو او کان کیندونکو مهمې ستونزې، په ځانګړې توګه د خامو موادو کمښت، پورونو ته محدود لاسرسی، د ترانسپورټ ستونزې او د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ اړتیاوې یادې کړې.
نبيزاده د سیمې د وروستي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، صنعتکاران به له جدي ننګونو سره مخ شي».
هغه له یوناما وغوښتل، چې د سیاسي همغږیو له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د ترانزیټي لارو د پرانېستلو، د خصوصي سکټورلپاره د اسانتیاوو د برابرولو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخوکې همکاري وکړي.
د دغې خونې د صنعت مرستیال خان محمد وردګ ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د صنعت ودې ته جدي پاملرنه وکړي او همداراز د کانونو مرستیال عبدالوهاب خوګیاڼي بیا له یوناما وغوښتل، چې نړیوالې مرستې دې زیاتې او د خصوصي سکتور له لارې تطبیق شي، څو د بېکارۍ کچه راکمه او اقتصادي وضعیت ښه شي.
د خبرپاڼې لهمخې، د یوناما سیاسي استازي ژمنه وکړه، چې د خصوصي سکتور ستونزې او وړاندیزونه به له نړیوالو همکارو بنسټونو سره شریکې کړي او د اغېزناکو حللارو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د بشري حقونو سازمان «هانا» په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په ايران کې مېشت افغان کډوال له زياتېدونکو فشارونو، جبري شړلو او سيستماتيک تبعيض سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، دا وضعيت د وروستيو جګړو پر مهال او تر هغه وروسته لا پسې سخت شوی،که څه هم د شاوخوا ۴۰ورځنۍ جګړې وروسته اوربند اعلان شوی، خو د افغان کډوالو لپاره ګواښونه لا هم پای ته نه دي رسېدلي.
راپور زياتوي، چې افغانان اوس هم د امنيتي فضا، د نيول کېدو له وېرې او د جبري ايستلو له اندېښنو سره ژوند کوي.
دغه بنسټ ټينګار کړی، چې د جګړې پر مهال ډېری افغان کډوال نه يوازې د سيمې له ناامنۍ اغېزمن شوي، بلکې د ايران دننه هم له پراخو پلټنو، تورونو او زياتېدونکو فشارونو سره مخ شوي، چې د دوی پر ورځني ژوند يې ژور اغېز کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د افغان کډوالو لپاره جګړه يوازې پوځي نښتې نه وې، بلکې هممهاله په کوربه هېواد کې له ټولنيزو او امنيتي فشارونو سره هم مل وه.
راپور همدارنګه د ځينو ډلو، په ځانګړي ډول د فاطمیون په تړاو د منفي فضا يادونه کړې او ويلي يې دي، چې دا چاره د افغانانو پر وړاندې د منفي ليد د زياتېدو لامل شوې ده.
خو ياد بنسټ ټينګار کوي، چې د يوې ځانګړې ډلې کړنې بايد د ميليونونو کډوالو پر وړاندې د فشار او يا هم د عمومي تورونو پلمه ونه ګرځي، او خبرداری يې ورکړی چې هېڅ ټولنه بايد د «ډلهييزې بدنامۍ» او جوړښتي تبعيض قرباني نه شي.
راپور دا هم يادونه کوي، چې د نړيوالو بشري حقونو له اصولو سره سم، جګړهييز يا امنيتي شرايط د کډوالو د ډلهييز اخراج لپاره توجيه نه شي کېدای، او هېوادونه مکلف دي چې د جبري ستنولو د مخنيوي، د تبعيض د نه کولو او قانوني ملاتړ ته د لاسرسي اصول مراعات کړي.
بل خوا، د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د ايران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو د زياتېدو خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې دغو کسانو ته بېړنۍ بشري مرستې، ثبت او حقوقي خدماتو ته جدي اړتيا ده.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، له ميليونونو افغان کډوالو څخه شاوخوا ۱.۶۵ميليونه يې لږ تر لږه د استوګنې يو ډول سند لري، او نږدې ۹۹سلنه يې په ښاري سيمو کې ژوند کوي.
راپور وايي، چې ډېری افغان کډوال د تهران، خراسان رضوي، اصفهان، کرمان، فارس او قم په ولايتونو کې مېشت دي، او له همدې امله هر ډول امنيتي پېښه يا د ښاري خدمتونو ګډوډي کولای شي پر دوی ناانډوله اغېز وکړي.
ملګرو ملتونو ويلي، چې آن د وروستيو نښتو څخه مخکې هم افغان کډوال په ايران کې د لوړې انفلاسيون، د ژوند د لګښتونو د زياتوالي، د کار محدود فرصتونو، د استوګنې سختو شرايطو او اخراجونو له ستونزو سره مخ وو.
د راپور له مخې، د بريدونو تر څنګ، په ايران کې د انټرنېټ پراخ بندښت هم د افغان کډوالو لپاره نوې ستونزې راولاړې کړې دي، ځکه په وروستيو اوونيو کې يې له خپلو کورنيو سره اړيکې نږدې ناممکنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پيل راهيسې تر اوسه ۸۶زره او ۲۵۳افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
مرستندويه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل به پر افغانستان، چې لا له وړاندې د اقتصادي بحران او د بنسټيزو خدمتونو له کمښت سره مخ دی، نور فشار هم زيات کړي.