د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی، چې د طالبانو د څلورو چارواکو په اړه یې د بندیزونو په نوملړ کې معلومات تازه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی، چې د طالبانو د څلورو چارواکو په اړه یې د بندیزونو په نوملړ کې معلومات تازه کړي.
په دغه نوملړ کې د طالبانو د رییسالوزرا محمد حسن اخند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایتالله بدري معلومات تازه شوي دي.
دغه کسان مخکې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا تر بندیزونو لاندې وو؛ خو په نويو بدلونونو کې د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او زیات شوي دي.
د بندیزونو کمېټې د تېرکال د کب میاشتې په وروستیو کې هم د طالبانو د ۲۲ لوړپوړو چارواکو تازه شوی نوملړ، له ژوندلیکونو سره یو ځای خپور کړی و. په دغه بندیزونو کې نور طالب چارواکي لکه سراجالدین حقاني، مولوي عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، محمد فاضل مظلوم، عبدالباقي حقاني، دین محمد حنیف، قدرتالله جمال، نورالدین ترابي، محمد عیسی اخند، نجیبالله حقاني، نورمحمد ثاقب، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخواه هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړهلیک له مخې لګولي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال (د سلواغې په ۲۳مه) د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه. طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې څو ځلې د دغه بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې؛ خو په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د ټولګډونه حکومت نشتوالي له امله دغه بندیزونه لاهم پر ځای پاتې دي.

د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو (ICSHRA) د طالبانو په بند کې د درېیو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، حمید فرهادي، احمد شکېب نظري او بشیر هاتف چې دا مهال د طالبانو په بند کې دي؛ له سختو روغتیايي، روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه خبریالان له شکنجې سره مخ دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د خبریالانو دوامداره بند د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي ښکاره سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبریالي جرم نه دی؛ بلکې د ازادو او پرمختللو ټولنو له بنسټیزو ارزښتونو شمېرل کېږي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې له بنسټیزو حقونو د خبریالانو بېبرخې کېدل د نړۍوالو قوانینو، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
په خبرپاڼه کې له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو له ملاتړو ادارو غوښتنه شوې، چې د دغه خبریالانو د خوشې کېدو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.
دغه بنسټ غوښتنه کړې، چې یاد خبریالان باید بې له قید او شرطه خوشې شي، هغوی ته دې د مدافع وکیل لاسرسی برابر شي، دوسیو ته دې عادلانه رسېدنه وشي او د اړتیا په صورت کې دې خوندي هېوادونو ته ولېږدول شي.
دوی په پای کې خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول اقداماتو دوام به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړېکچن کړي او د نړۍوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
هرات چې تر وروستیو دوو لسیزو مخکې د اسلامي مذهبونو ترمنځ د سولهییز ګډ ژوند یو څرګند سمبول ګڼل کېده، اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوه ځانګړي مذهب او قوم پر وړاندې د هدفي تاوتریخوالي په مهم مرکز بدل شوی دی.
هرات د یوه بډایه تاریخي مخینې لرونکی ولایت دی چې تاریخ یې د تیموریانو تر دورې او ان تر هغې هم پخوانیو زمانو ته رسېږي. دا ښار تل د بېلابېلو کلتورونو او مذهبونو ګډه سیمه پاتې شوې ده. د هرات شیعه ګان، چې پکې هزاره ګان (لکه د بېلګې په توګه دروېشعلي خان هزاره، د هرات والي) او نور قومونه شامل دي، له ډېر پخوا راهیسې په دې ولایت کې مېشت دي او د ښار په ابادۍ، د علمونو په پراختیا او د دې سیمې د بډایه فرهنګ په وده کې یې مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی.
په دې سیمه کې د شیعه او سني وګړو ژوند تر ډېره له مذهبي تعصباتو لیرې او د یو دودیز، صمیمي او سولهییز ګډ ژوند په چوکاټ کې روان و.
خو د وروستیو لسیزو په ترڅ کې، د جهادي ډلو له راڅرګندېدو سره دا حالت ورو ورو بدل شو. په ۱۳۸۴ کال کې په هرات کې د شیعه او سني پیروانو ترمنځ لومړنۍ خونړۍ نښته رامنځته شوه؛ هغه نښته چې د وخت حکومت د کابل څخه د ځواکونو په استولو پای ته ورسوله. که څه هم دا پېښه مهار شوه، خو د هرات د شیعه ګانو په ګډه حافظه کې یې ژوره نښه پرېښوده او د یوه مهم بدلون ټکی وګرځېد.
له دې وروسته، که څه هم د هېواد په ځینو سیمو کې مذهبي افراطیت او سختدریځي زیات شول، خو د جمهوریت په دوره کې په هرات کې د مستقیمو مذهبي شخړو بله د اندېښنې وړ پېښه راپور نه شوه.
سره له دې، بیا هم څو ځله د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو چې زیاتره د ښار په لوېدیځو سیمو کې مېشت دي، د ډلو لکه داعش، طالبانو او له هغوی سره د همغږو وسلهوالو ډلو له لوري د ډلهییزو وژنو شاهدان پاتې شوي یو. دا بریدونه اکثره د جوماتونو، بازارونو او نورو عامه ځایونو په بمباریو سره ترسره کېدل او د یوه ځانګړي مذهب او قوم پر وړاندې د هدفمند تاوتریخوالي روښانه بېلګه وه.
په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هرات د شیعه ګانو وضعیت یوې نوې مرحلې ته داخل شو. د طالبانو سیمهییزو واکمنو په ښکاره توګه په خپلو ویناوو او لیکنو کې شیعه ګان «رافضي» بللي او د هغوی ځینې مذهبي ارزښتونه او مراسم یې «بدعت» ګڼلي دي. دا ډول اصطلاحات، چې د افراطي فکر په ادبیاتو کې اوږده مخینه لري، نور یوازې په غیر رسمي غونډو یا د پټو ډلو په اعلامیو کې نه کارېږي، بلکې د رسمي منبرونو او د طالبانو د ټاکل شوو چارواکو له خولې خپرېږي.
د شته راپورونو له مخې، په هرات کې د شیعه ګانو پر وړاندې سیاسي او ټولنیزه فضا تر ډېره حده تنګه شوې ده او په ځانګړې توګه د محرم او نیمه شعبان په میاشتو کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ځپلو ګڼ موارد ثبت شوي دي. د بېلګې په توګه، د ماتم لاریونونو سخت محدودول، د مذهبي بیرغونو او نښو لګولو مخنیوی، او حتی له هغو کسانو سره چلند چې په پټه مراسم ترسره کوي، هغه اقدامات دي چې د سیمهییزو سرچینو له خوا راپور شوي دي.
په دې منځ کې، د هرات د والي په توګه د مولي اسلامجار شتون په جدي توګه اندېښمنوونکی بلل کېږي. نوموړی چې اجرایي مسوولیت تر څنګ د «شیخ الحدیث» لقب هم لري، په خپل کتاب کې په څرګند ډول شیعه ګان «رافضي» بللي او هغوی یې د اسلام له اصلي بهیر څخه بهر ګڼلي دي. دا کتاب چې د هغه د پلویانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، په عملي ډول په یو لیکلي او نیمه رسمي سند بدل شوی چې پکې د شیعه ګانو د نه منلو فکري بنسټونه تشریح شوي دي.
ځینې شنونکي باور لري چې کله د یوه ښار والي د شیعه مذهب پیروان د اسلام له دایرې بهر او بدعت کوونکي وبولي، نو بیا هېڅ داسې مخنیوی کوونکی ځواک نه پاتې کېږي چې ترهګرې ډلې او حتی افراطي سني عناصر د دغو خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي راوګرځوي. ځکه دغه ډلې کولای شي د والي څرګندونې، چې د طالبانو مرکزي واک یې هم تاییدوي، د یو معتبر شرعي جواز په توګه وکاروي. په داسې فضا کې، د دې فتوا پر بنسټ عمل نه یوازې د قانون خلاف نه ګڼل کېږي، بلکې د هغوی په فکري چوکاټ کې د اخرت د ثواب لامل هم بلل کېږي.
له همدې امله، د هرات د انجیل ولسوالۍ د جمعې ورځې برید چې پکې یو شمېر شیعه وګړي ووژل شول او ټپیان شول، او همدارنګه د تېرو څلورو کلونو ورته نور بریدونه، د طالبانو له فکري چوکاټ او په ځانګړې توګه د هرات د سیمهییزې ادارې له دریځ پرته نه شي تحلیل کېدای.
همدارنګه د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدیه ښارګوټي برید، چې پکې څو تنه د دیني عالمانو او عادي شیعه وګړو ژوند واخیستل شو، تر اوسه پرته له هر ډول رسمي پوښتنې او حسابورکولو دباندې پاتې دی. نه یوازې دا چې د دې برید عاملین نیول شوي نه دي، بلکې حتی د طالبانو له خوا د غندنې کومه اعلامیه یا د تعقیب ژمنه هم نه ده شوې.
دا ماناداره چوپتیا خپله د یوه څرګند پیغام په توګه عمل کوي: د شیعه ګانو وینه هېڅ ارزښت نه لري. د سیمهییزو سرچینو په وینا، په دې ښار کې د یو شمېر شیعه عالمانو وژل کېدل د طالبانو د ځواکونو د غبرګون له نظره د «یوې ورکې» په اندازه هم نه دي ارزول شوي.
حتی د شیعه ګانو او هزاره ګانو د نیولو او ځورولو پېښې، د داسې کمزورو او بېاهمیته پلمو له مخې لکه یوه ورځ ناوخته اختر کول (چې د سپوږمۍ د لیدلو د اختلاف له امله وي)، د طالبانو د ځینو ځواکونو له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې توجیه شوي دي. دا په دې معنا ده چې حتی واړه فقهي اختلافونه هم د تاوتریخوالي او محدودیت لپاره پلمه ګرځېدلی شي.
د دې ټولو فکري او جوړښتي عواملو تر څنګ، یاد بریدونه د هرات د شیعه ګانو او هزاره ګانو لپاره پراخې، ژورې او پرلهپسې پایلې لري چې ځینې یې ښايي بېرته نه راګرځېدونکې وي:
لومړی: د امنیت احساس؛ تدریجي له منځه تګ او د ورځني ژوند د بڼې بدلون
تر ټولو لومړنۍ او څرګنده پایله د فردي او ټولیز امنیت د احساس له منځه تګ دی. د شیعه مذهب پیروان نور هېڅ ځای او هېڅ وخت ځانونهی خوندي نه ګڼي. دا حالت ورو ورو د هغوی د ورځني ژوند بڼه په بنسټیز ډول بدله کړې ده.
د بېلګې په توګه، ډېری شیعه ګان د شپې له تګ راتګ څخه ډډه کوي، له ګڼهګوڼې ډکو بازارونو ته یې تګ کم کړی، خپل ماشومان ځینو ښوونځیو ته له لېږلو منع کوي، او حتی په خپلو مذهبي مراسمو کې چې د هغوی د هویت مهمه برخه وه، له سختو امنیتي احتیاطي تدابیرو کار اخلي.
دا بدلون نور لنډمهاله نه دی، بلکې د یوه نوي عادي حالت بڼه یې غوره کړې ده.
دویم: منظمه او پټه کډوالي د یوه دوامداره بهیر په توګه
د اندازه کېدونکو او مستندو پایلو له ډلې یوه هم د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو، د کډوالۍ زیاتوالی دی. ډېر یې بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او اروپایي هېوادونو ته کډه کېږي. دا کډوالي اکثره پټه او بېغږه ترسره کېږي، خو اغېزې یې به په راتلونکي کې ډېرې ژورې وي.
په اوږدمهال کې به دا بهیر د هرات تاریخي نفوسي جوړښت د یوه ځانګړي مذهب په ګټه بدل کړي او هغه قومي او مذهبي تنوع چې د دې ښار هویت و، ورو ورو به لهمنځه ولاړه شي.
درېیم: د سزا نشتوالي له مله د تاوتریخوالي دوام او بیا تولید
د بریدونو تکرار، پرته له دې چې عاملین یې ونیول شي، محاکمه شي او یا لږ تر لږه په رسمي ډول وغندل شي، د تاوتریخوالي یوه دوامداره کړۍ رامنځته کوي. په داسې فضا کې هر بېسزا برید د بل برید لپاره یو ډول اجازه بلل کېږي.
د سزاوو دا نشتوالی نه یوازې د تنظیم شوو ترهګرو ډلو له خوا، بلکې د عادي افراطي کسانو له خوا هم د یو عادي حالت په توګه منل کېږي. په بل عبارت، نظام نه یوازې تاوتریخوالی نه دروي، بلکې د خپلې چوپتیا او بېپروايۍ له لارې ورته مشروعیت هم ورکوي. ځینې شنونکي دا وضعیت «د نظام تر سیوري لاندې تاوتریخوالی» بولي؛ یعنې داسې حالت چې پکې نظام په ښکاره د تاوتریخوالي عامل نه وي، خو د عاملینو په نه مجازات کولو سره یې زمینه برابروي.
حتی ځینې سیاسي او پوځي جریانونه او کارپوهان اوسنی وضعیت د طالبانو د مستقیمو کړنو پایله ګڼي.
څلورم: د واک په جوړښت کې د مذهبي رټلو ټینګښت او د تبعیض بنسټیز کېدل
کله چې د یوه ولایت تر ټولو لوړ اجرایي چارواکی یوه ډله وګړي «کافران یا “رافضیان» وبولي، دا یوازې شخصي نظر نه وي، بلکې په رسمي دریځ بدلېږي او د هماغه ولایت د ټول اداري او قضایي سیسټم لپاره د عمل لارښود ګرځي. د دې دریځ عملي پایله دا ده چې شیعه ګان له عدالته، عامه خدمتونو او سیاسي مشارکته په عملي ډول محرومېږي.
د بېلګې په توګه، که یو شیعه وګړی له یوه سني څخه شکایت وکړي، نو سیمهییز قاضي چې د همدې فکري چوکاټ تر اغېز لاندې وي، ښايي د هغه شکایت جدي ونه نیسي. یا که یو شیعه استاد غواړي د هرات په پوهنتون کې تدریس وکړي، نو د ګومارنې په بهیر کې له تبعیض سره مخ کېږي. حتی د بشري مرستو وېش هم تر دې تبعیض اغېزمن کېدای شي، ځکه دا مرستې اکثره د همدغو سیمهییزو چارواکو له لارې وېشل کېږي چې ښايي د دوی په اند ریښتینو مسلمانانو (یعنې سنیانو) ته لومړیتوب ورکړي.
پنځم: د ټولنیزې پانګې ویجاړېدل او د تاریخي ګډ ژوند زوال
تر ټولو ژوره او اوږدمهاله پایله د هغه متقابل باور له منځه تګ دی چې د پېړیو په اوږدو کې د هرات د شیعه او سني ترمنځ جوړ شوی و. هغه تاریخي ګډ ژوند چې کلونه کلونه وخت یې نیولی و تر څو د یو ټولنیز دود په توګه ټینګ شي، په څو کلونو کې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو، د سیمهییزو چارواکو د توندو ویناوو او پرلهپسې ترهګریزو بریدونو له امله لهمنځه تللی او پر ځای یې شک، انزوا او وېش رامنځته شوی دی.
نن ورځ په هرات کې شیعه مېشتې او سني مېشتې سیمې تر پخوا ډېرې جلا شوي دي. د دې سیمو ترمنځ تګ راتګ کم شوی، ګډ ودونه کم شوي، او حتی د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ ورځني خبرې اترې هم له وېرې او احتیاط سره مل دي.
دا د ټولنیز باور زوال داسې لګښت دی چې راتلونکي نسلونه به یې هم پرې کوي، ځکه د له لاسه وتلي باور بیا رغول لسیزې وخت غواړي. بېشکه دا حالت به په ټول افغانستان کې د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې نورې هم پېچلې کړي.
شپږم: د شیعه هویت بیا تعریف د قربانۍ پر محور او رواني-ټولنیزه انزوا
پرلهپسې بریدونه او د رسمي ملاتړ نشتوالی د هرات د شیعه ګانو ګډ هویت ورو ورو بدلوي. هغوی نور ځانونه د دې ښار د بشپړو حقونو لرونکي وګړي نه ګڼي، بلکې ځانونه د خطر لاندې او بې ملاتړه ټولنه بولي. دا بدلون ژورې رواني او ټولنیزې پایلې لري: د بېوسۍ احساس زیاتېږي، ځانباوري کمېږي، او دا فکر پیاوړی کېږي چې «موږ دویمه درجه وګړي یو».
په داسې چاپېریال کې لویېدونکی ځوان نسل یا د انزوا او کډوالۍ لاره غوره کوي، یا د غبرګوني سختدریځۍ پر لور ځي، چې دا خپله کولای شي نور تاوتریخوالی هم وزېږوي.
په پای کې، هغه څه چې هرات یې له یوه تاریخي، سولهییز ګډ ژوند لرونکي ښار څخه د شیعه ګانو لپاره په یو له خطرونو ډک او له جوړښتي پلوه زیانمن ځای بدل کړی، یوازې څو ترهګریز بریدونه نه دي؛ بلکې دا بریدونه یوازې د یخنۍ د غره سر دی.
هغه څه چې تر دې لاندې پټ دي، د څلورو بنسټیزو عواملو ګډه پایله ده: د سیمهییزې واکمنۍ د شیعه ضد رسمي فکري چوکاټ، د د مجازاتو د نشتوالي سیستماتیک حالت او د تاوتریخوالي پټ تشویق، د قدرت په بنسټونو کې د مذهبي رټلو ټینګښت، او د ښار د ټولنیز جوړښت د مذهبي کرښو پر بنسټ بیا جوړول پکې شامل دي.
تر هغه چې دا بنسټیز عوامل پر خپل ځای پاتې وي، د هرات شیعه ګان به نه یوازې د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې وي، بلکې د یوه داسې نابرابر نظام تر سیوري لاندې به ژوند کوي چې پکې د هغوی ژوند، مال او حقونه په سیستماتیک ډول چندان ارزښت نه لري.
د دې وضعیت بدلون یوازې د بریدونو په درولو نه، بلکې د واکمنۍ په فکر، وینا او عمل کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري؛ هغه بدلون چې د طالبانو د اوسني جوړښت په شتون کې، په ځانګړې توګه په هرات کې ډېر لیرې او ناممکن ښکاري.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت سلاکار ادریس ستانکزي، د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز د جاهلیت د زمانې له کړنو سره ورته والی لري.
نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې طالبان یوازې د څوارلس سوه کلونو نه، بلکې د پنځلس سوه کلونو وروسته پاتې فکر لري چې له اسلام وړاندې د جاهلیت د دورې له چلندونو سره ورته والی ښيي.
د هغه په وینا، لکه څنګه چې د جاهلیت په زمانه کې ځینو عرب وګړو خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، هم هغه راز نن په افغانستان کې نجونې له زدهکړو او ښوونځیو څخه محرومې شوې دي.
ادریس ستانکزي زیاته کړې، که اسلام په اوسني وخت کې نازل شوی وای، نو د پخوانیو عربانو د نجونو د خښولو پر ځای به د افغانستان د نجونو د تعلیم بندیز د جاهلیت د بېلګې په توګه یادېده.
د یادولو وړ ده، چې د طالبانوله بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې او د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پرمخ تړل شوې دي.
نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې پرېکړو غندنه کړې او دا یې د نجونو د اساسي حقونو ښکاره نقض بللی دی.
شنونکي وايي، د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز نه یوازې د فردي پرمختګ مخه نیسي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم ژور منفي اغېز کوي.
سره له دې، طالبانو تر اوسه د دغو محدودیتونو د پای ته رسولو په اړه کوم واضح مهالوېش نه دی وړاندې کړی.
په کاپیسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د دې ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د یوه پخواني ناچاوده ماین د چاودنې له امله یوې لس کلنې ماشومې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه نن مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې، چې یادې ماشومې پر ماین لوبې کولې او ناڅاپه پرې چاودنه شوې ده.
چارواکي وايي، دا ماین له پخوانیو جګړو پاتې و، چې لا هم د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې لا هم په پراخه کچه د جګړو پاتې ناچاوده ماینونه او چاودېدونکي توکي پکې د خلکو ژوند ګواښي. د بشري حقونو ادارو د راپورونو له مخې، دا ماینونه ډېری وخت په کلیوالو سیمو، کرنیزو ځمکو، لارو او د ماشومانو د لوبو په ساحو کې پراته وي.
ملګري ملتونه وايي، د ناچاوده ماینونو قربانیان تر ډېره ماشومان او ملکي وګړي وي، ځکه چې دوی د دغو توکو له خطره بېخبره وي او د لوبو یا ورځنیو فعالیتونو پر مهال پرې برابرېږي.
مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې د ماین پاکۍ پروګرامونو پراخوالی، د خلکو پوهاوی او د جګړو پاتې شونو پاکول د دې ستونزې د کمېدو لپاره حیاتي اهمیت لري.
د رېفیوجیز انټرنشنل په نوم د کډوالو ملاتړي بنسټ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو ډلهییز ایستل په څرګند ډول ډېر کړي دي.
خبرپاڼه کې د پاکستان دا اقدام د سیمې د سختې بېثباتۍ او په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو د پراخې ماتې په حال کې «ناقانونه او خطرناک» بلل شوی دی. د دې سازمان په وینا، دا ایستل د زرګونو کسانو ژوند له سمدستي ګواښ سره مخ کوي.
د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴۶ زرو څخه ډېر افغانان له پاکستان څخه ایستل شوي دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې هم له یو میلیون څخه ډېر کسان په زور بېرته ستانه کړل شوي وو. همدارنګه، د مارچ په ۳۱مه د تورخم لارې له بیا پرانیستل کېدو وروسته، د پاکستان حکومت د ایستلو بهیر لا ګړندی کړی دی.
دا ایستل د هغې طرحې برخه ده چې «د ناقانونه بهرنیو وګړو بېرته ستنول» نومېږي او د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر څخه پیل شوې ده. رېفیوجیز انټرنشنل بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان اوسني حالت ته په لیدلو سره لکه بېدلیله نیونې، زندانونه، جبري ودونه او له محکمې پرته وژنو، د دې کسانو جبري ستنول د دوی ژوند ته مستقیم ګواښ دی. ښځې، نجونې، د بشري حقونو فعالان او خبریالان له هغو ډلو څخه دي چې ځانګړي ګواښ سره مخ دي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ډېر افغان کډوال، ان هغه کسان چې د ثبت کارتونه (PoR) یا د افغان تابعیت کارتونه لري، نسلونه نسلونه په پاکستان کې اوسېدلي او هېڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی. د دوی ایستل د دې مانا لري چې خپل کور، ټولنه او هغه ثبات له لاسه ورکوي چې په لسیزو کې یې ترلاسه کړی دی.
دغه سازمان د پېښور د یوې افغانې ښځې له خولې راپور ورکړی چې د هغې د اوسېدو کارت د ۲۰۲۵ کال په جون کې تمدید شوی نه دی، او د دې لپاره چې پخوا یې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د خبریالې په توګه کار کړی، که افغانستان ته ستنه شي، نو له سملاسي بند سره به مخه شي. ویل کېږي چې له ۱.۳ میلیونو څخه ډېر افغان کډوال د دې کارتونو د تمدید له بندېدو وروسته عملاً بې اسناده شوي دي او نږدې ۲ میلیونه کسان د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
یاد بنسټ دا اقدام د نړیوالو قوانینو د جبري بېرته نه ستنولو له اصل ښکاره سرغړونه بللې او دا یې هم ویلي چې ښايي دا تګلاره د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره تړاو ولري.
په پای کې، دغه سازمان ټینګار کړی چې کډوال باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي او له پاکستانه یې غوښتي چې سمدستي جبري ایستل ودروي او د افغان کډوالو لپاره د قانوني اوسېدو لارې چارې برابرې کړي.